حیرتان بندر کې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو د مؤقت بندېدلو په اړه وضاحت

څنگه چې هېوادوال په ځانگړي توگه د شمالي ولایتونو سوداگر په جریان کې دي، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره له تېرو دریو میاشتو په دې بوخته ده چې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ مدیریت او ټولې چارې افغاني کړي او په همدې موخه د ا.ا.ا ریاست الوزراء محترم مقام له لوري د یادې […]

څنگه چې هېوادوال په ځانگړي توگه د شمالي ولایتونو سوداگر په جریان کې دي، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره له تېرو دریو میاشتو په دې بوخته ده چې د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ مدیریت او ټولې چارې افغاني کړي او په همدې موخه د ا.ا.ا ریاست الوزراء محترم مقام له لوري د یادې پروسې د انتقال لپاره د امارتي ادارو هیئت ټاکل شوی دی.
د امـارتي ادارو دغه هیئت له ازبکستاني لوري سره متعدد آنلاین او حضوري مجلسونه کړي دي او په ټوله کې له ازبکستاني لوري څخه د پروسې د انتقال اړوند موافقه شوې ده.
ازبکستان هېواد ته د یاد هیئت په وروستي سفر کې د پروسې د انتقال لپاره د عمل یو پلان (اکشن پلان) ترتیب شوی وو چې له مخې یې باید د ۲۰۲۳ جنوري په ۳۱ مه د انتقال پروسه پوره او د یوه تفاهم لیک په اساس له یو شمېر محدودو فعالیتونو پرته ټولې چارې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له خوا پر مخ یوړل شي.
په همدې تفاهم لیک باندې د افغان او ازبکستاني اړخونو ترمنځ مفصل بحثونه شوي دي او په پام کې ده راتلونکو ۲ ورځو کې افغان هیئت یاد هېواد ته سفر وکړي او دغه تفاهم لیک نهایي او لاسلیک کړي، چې ورسره به د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو بهیر بېرته پیل او په نورمال ډول جریان ومومي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره یو ځل بیا محترمو هېوادوالو او په ځانگړي توگه سوداگرو ته ډاډ ورکوي چې دغه اداره د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د ټولو چارو د ترسره کولو لپاره پوره چمتوالی لري او هڅه کوي چې ژر تر ژره له یاد مسیر څخه د انتقالاتو بهیر بېرته په نورمال ډول پیل کړي.
همداراز دغه اداره محترمو سوداگرو ته خبر ورکوي چې د بیړنیو او اړینو سوداگریزو توکو د انتقال لپاره د آقینې – اندخوی اوسپنې پټلۍ کې اړین سهولتونه موجود دي او دوی کولای شي له یاد مسیر څخه په نورمال ډول سوداگریز توکي انتقال کړي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره