نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د سرپل ولایت د پوهنې د سیمه يیزو مسئولینو تر سرپرستۍ لاندې ددې ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ اړوند د تنزل سیمې د زید بن ثابت رضي الله عنه په مدرسه کې (۲۲) تنوحافظانوته، همداراز د یاد ولایت د کوهستانات ولسوالۍ اړوند د خوال سیمې د امام ابوحنیفه رحمه الله په مدرسه کې (۶) تنو […]
د سرپل ولایت د پوهنې د سیمه يیزو مسئولینو تر سرپرستۍ لاندې ددې ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ اړوند د تنزل سیمې د زید بن ثابت رضي الله عنه په مدرسه کې (۲۲) تنوحافظانوته، همداراز د یاد ولایت د کوهستانات ولسوالۍ اړوند د خوال سیمې د امام ابوحنیفه رحمه الله په مدرسه کې (۶) تنو حافظانوته او همدې ته ورته د ياد ولایت د کوهستانات ولسوالۍ اړوند د جرغان سیمې په تعلیم القرآن مدرسه کې (۱۴) تنو حافظانو ته د فراغت بګړۍ ور پر سر شوې.
د پوهنې د مسئولینو له لوري په دې اړه سترې غونډې ترتيب شوې وې چې ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مشرانو، طالب العلمانو او عامو وګړو پکې ګډون کړی وو.
علماء کرامو د دیني مدارسو د جوړولو او پاللو په اړه ګټوري او جالبي ویناوې وکړي.
یاد مراسم د امت مسلمه د کاميابیو په دعاوو پای ته ورسېدل.
۴-۳-۲۰۲۰
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.