سرپل: په سوزمه قلعه او کوهستانات ولسوالیو کې د دستار بندیو په اړه غونډې وشو، انځوريز

د سرپل ولایت د پوهنې د سیمه يیزو مسئولینو تر سرپرستۍ لاندې ددې ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ اړوند د تنزل سیمې د زید بن ثابت رضي الله عنه په مدرسه کې (۲۲) تنوحافظانوته، همداراز د یاد ولایت د  کوهستانات ولسوالۍ اړوند د خوال سیمې د امام ابوحنیفه رحمه الله په مدرسه کې (۶)  تنو  […]

د سرپل ولایت د پوهنې د سیمه يیزو مسئولینو تر سرپرستۍ لاندې ددې ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ اړوند د تنزل سیمې د زید بن ثابت رضي الله عنه په مدرسه کې (۲۲) تنوحافظانوته، همداراز د یاد ولایت د  کوهستانات ولسوالۍ اړوند د خوال سیمې د امام ابوحنیفه رحمه الله په مدرسه کې (۶)  تنو  حافظانوته او همدې ته ورته د ياد ولایت د کوهستانات ولسوالۍ اړوند د جرغان سیمې په تعلیم القرآن مدرسه کې (۱۴) تنو حافظانو ته د فراغت بګړۍ ور پر سر شوې.

د پوهنې د مسئولینو له لوري په دې اړه سترې غونډې ترتيب شوې وې چې ګڼ شمېر علماء کرامو، قومي مشرانو، طالب العلمانو او عامو وګړو پکې ګډون کړی وو.

علماء کرامو د دیني مدارسو د جوړولو او پاللو په اړه ګټوري او جالبي ویناوې وکړي.

یاد مراسم د امت مسلمه د کاميابیو په دعاوو پای ته ورسېدل.

۴-۳-۲۰۲۰