هو! دا ملا محمد عمر مجاهد ؤ…

احمد فایز د وحشت فضا خپره وه، افغان ولس نور له ظلمونو، ستمونو او کړاوونو څخه تنګ شوی وو، د افغانانو په زړونو کې هغه تنکۍ هیلې او ارمانونه چې له کلونو کلونو یې انتظار ورته کاوه، رژیدلې وې، هغه خوشالي چې د نړۍ خونخواره او اشغالګرانه څیره “روس” یې په ګونډو کړی وو، او […]

احمد فایز

د وحشت فضا خپره وه، افغان ولس نور له ظلمونو، ستمونو او کړاوونو څخه تنګ شوی وو، د افغانانو په زړونو کې هغه تنکۍ هیلې او ارمانونه چې له کلونو کلونو یې انتظار ورته کاوه، رژیدلې وې، هغه خوشالي چې د نړۍ خونخواره او اشغالګرانه څیره “روس” یې په ګونډو کړی وو، او د کمونیزم جرړې یې تقریباً له ګردې نړۍ ورټولې کړې وې، هېڅ ونه لمانځله او له دومره قربانیو وروسته بیا هم د غم او ویر په ټغر ناست ول

ټول ملت په دې فکر کې وو، چې اخر به څه کیږي؟
یو بدلون او انقلاب ته ضرورت دی خو دا بدلون به څوک راولي؟
افغان مظلوم ملت، چې ټولې هیلې او امیدونه یې له خاورو سره خاورې شوي وو، هېڅ داسې فکر نه کاوه، چې دا بد حالت به یو وخت ښه حالت ته اوړي؛ ځکه هلته جِبر او ظلم حاکم او مسلط ؤ.

په داسې یو حالت کې لومړی د ظلم او جبر په مرکز “کندهار” کې یو نوم د هوا څپو راواخست چې په اخر کې یې د افغانستان ټوله جغرافیه ولړزوله او د افغانستان حالت ته یې ۱۸۰ درجې تغیر ورکړ او په ډیره کمه موده کې یې د افغانستان په ۹۵ سلنه خاوره باندې محمدي غرا شریعت نافذ او حاکم کړ.

هو! دا ملا محمد عمر مجاهد ؤ، له خټیني حجرې راپاڅید، کتابونه یې کت کړل او په اسلامي، افغاني هوډ او دود یې د مظلومو افغانانو په ګرداب کې راحصاره بیړۍ تر ساحله ورسوله.

دې سترې او ملنګې هستۍ تنها په افغانانو احسان نه دی کړی، د دې سړي ټوله اسلامي نړۍ مُحسَنه ده؛ ځکه چې لوی ملا صاحب د نړۍ قاموس ته سوونه کاله وروسته، د امارت، خلافت، محمدي غرا شریعت او محمدي سیاست نومونه ورواچول او د ټولې نړۍ د مسلمانانو په زړونو او بدنونو کې یوه نوې ساه پوه کړه او په دې یې پوه کړل، چې اسلام تر ټولو دینونو لوړ او غوره دین دی او په دې یې هم پوه کړل، چې اسلام د عدل، وفادارۍ او ښیرازۍ دین دی.

هو! دا هغه هستي وه، چې د ټولې نړۍ په اصطلاح سیاست ته یې تغیر ورکړ، او د ټول جهان سیاست یې ولړزاوه؛ ځکه چې د نوموړي سیاست هغه وو، څه چې په قرآن او حدیث کې راغلي وو، او الحمدلله ثم الحمدلله په ډیر لوړ عزم او متانت سره یې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې خپل دې قرآني او محمدي سیاست ته شا وانه ړوله.

درسته اسلامۍ نړۍ د کفارو تر فکري او عملي اشغال دومره لاندې وه، چې هیچا هم د ډیرې بیغرتۍ له امله سپوڼ نشوای وهلی او په اسلام یې پښه ورته راکش کړې وه خو لوی ملا صاحب په داسې یو سخت حالت کې مسلمانان د غیرت له سپیڅلي نامه سره داسې اشنا کړل، چې تاریخ به یې هېڅکله هم له یاده ونه باسي، د یو میلمه په سر یې د خپل ټول اسلامي نظام نړولو ته هم غاړه کیښوده، داسې میلمه پالنه یې وکړه، چې ټوله اسلامي نړۍ څه چې کفري نړۍ هم ورته ګوته په غاښ شوه او په ډیر متین عمري عزم یې د ټولې نړۍ مقابلې ته ټټر وډباوه خو د اسلام په سپېڅلې لمن یې کوم داغ پرینښود.

امیرالمؤمینین ملا محمد عمر مجاهد هغه څوک وو، چې د تاریخ په پاڼو کې یې داسې څه ثبت کړل چې هېڅکله به هم هغه نه د افغانانو او نه هم د ټولو مسلمانانو لپاره پیغور شي لکه ده مرحوم چې خپله ویلي: زه به افغانانو ته داسې تاريخ پرینږدم چې هغه د دوی لپاره پيغور شي.

هو! ملا محمد عمر مجاهد هغه څوک وو، چې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې یې د خپل مظلوم ملت لپاره په لوړه غاړه او په متین عزم مبارزه وکړه، چې اوس یې هم موږ او تاسو د احسان پوروړي یو، کومې لاسته راوړنې چې لرو، ټولې د دې سترې او په دین مین هستۍ برکت دی.

دا تاریخ نه هېرونکې هستي بالاخر پنځه کاله وړاندې په همدې ورځ “د ثور ۴ مه” له دې فاني نړۍ وکوچیده او خپل روح یې هم د سنګر په خړو خاورو او له خپلو بچو لرې هغه رب ته وسپاره چا چې دا درېیم عمر نړۍ ته رالیږلی وو. انا لله وانا الیه راجعون.

درېیم عمر وکوچید خو فکر یې لا هماغسې تاند دی او لکونه خلک یې ورزول چې دا د عمري مدرسې او حجرې شاګردان به هم د درېیم عمر سپېڅلې او پاکه لار تعقیبوي او ساحل ته نږدې بیړۍ به تر هدفه رسوي. ان شاءالله