عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ مولوي هیبت‌الله اخندزاده (حفظه الله تعالی )د کندهار د ټولو ادارو له رئیسانو سره وکتل

  د سې‌شنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام د غونډو په تالار کښي عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ مولوي هیبت‌الله اخندزاده صاحب  ( حفظه الله تعالی )د کندهار د ټولو ریاستونو او ادارو له رئیسانو سره وکتل، چي پرمهال یې د حج او اقافو وزیر شیخ مولوي‌ نورمحمد ثاقب، د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا […]

 

د سې‌شنبې په ورځ سهار د کندهار ولایت مقام د غونډو په تالار کښي عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ مولوي هیبت‌الله اخندزاده صاحب  ( حفظه الله تعالی )د کندهار د ټولو ریاستونو او ادارو له رئیسانو سره وکتل، چي پرمهال یې د حج او اقافو وزیر شیخ مولوي‌ نورمحمد ثاقب، د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا او یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.

غونډه، چي د قران کریم د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره راپيل سوه، په پيل کي د حج او اقافو وزیر شیخ مولوي نورمحمد ثاقب لومړی د غونډي ټولو ګډونوالو ته د ا،ا،امارت په راتګ او بریا سره مبارکي ورکړه او وروسته یې په خپلو خبرو کي وویل، ټول افغانان باید د خدای ج شکر اداء کړي؛ ځکه افغانستان د کفارو له اشغال څخه خلاص کړل سو او اوس ټول افغانان په امن او عزت کي ژوند کوي.

وروسته امیرالمؤمنین شیخ مولوي هیبت‌الله اخندزاده ارزښتناکي خبري وکړې او په خپلو خبرو کي یې د ټولو ریاستونو او ادارو رئیسانو ته په بېلایبلو برخو کي سپارښتني هم وکړې.

امیرالمؤمنین شیخ مولوي هیبت‌الله اخندزاده وویل، دا د خدای ج لوی نعمت دئ، چي فتحه راغله او خدای ج له جګړو خلاص کړو، چي په خبره یې اوس په ټول افغانستان کي شپه او ورځ په بشپړه توګه امنیت ډاډمن دئ او ټول افغانان په خوښۍ کي ژوند تېروي.

امیرالمؤمنین شیخ مولوي هیبت‌الله اخندزاده زیاته کړه ا،ا،امارت داسي جوړ دئ، چي ټول لوړ رتبه او ټیټ رتبه مسئولین او مامورین یې د همدې هیواد او خاوري دي، ټول دلته په دې خاوره کي اوسیږي او په بشپړه توګه اسلام، هیواد او ولس ته ژمن دي.

امیرالمؤمنین شیخ مولوي هیبت‌الله اخندزاده د خپلو خبرو په وروستیو کي په لاندي برخو کي رئیسانو ته سپارښتني وکړې:

۱ـ عاجزي وکړئ، ځانونه په بشپړه توګه کنټرول کړئ، د ولس سره لاره خپله کړئ.
۲ـ ټولي نظامي ادارې باید خپل م جاهدین په ښو اخلاقو سمبال کړي او باید له ولس سره ښه سلوک وکړي.
۳ـ ټول رئیسان باید له علماوو سره هر وخت ناستي وکړي او د کارونو د پرمختګ په برخه کي ورڅخه مشورې واخلي.
۴ـ اسلام، هیواد او ولس ته د کار کولو لپاره اوس پوره زمینه برابره ده او په ټول توان هڅه وکړئ، ترڅو خدمت په ښه ډول وکړئ.
۵ـ په خپلو منځونو کي پوره همږغي ولرئ او په ګډه ستونزي له منځه یوسئ.
۶ـ له امنیتي ارګانونو سره د امنیت د خوندیتوب په برخه کي پوره همکاري وکړئ او د عامو وګړو ترڅنګ تاسي ټول هم امنیتي اًصول مراعتوئ.
۷ـ خلګ له بدو کارونو څخه راګرځوئ او ښو کارونو ته یې رابولئ.
۸ـ ټول اتفاق ولرئ، د اسلام، هیواد، ولس او نظام د پرمختګ لپاره په ګډه د ورورګلوۍ په فضاء کښي کارونه مخته یوسئ.
۹ـ د بیت‌المال ساتنه په سم ډول وکړئ.
۱۰ـ په ادارو کي د ټاکنو په تړاو خپلوي مه کوئ، هغه کسان په کار ګمارئ، چي وړ یې وي، تقوا او پرهیزګاري ولري.
۱۱ـ د آمر د امر اطاعت کوئ.
۱۲ـ د هیچا څخه تحفې مه اخلئ.
۱۳ـ په هره برخه کي نظرونه راکوئ، ستاسو نظرونو ته هر وخت رسیده‌ګي کیږي.
۱۴ـ د ولس څخه ځانونه مه پټوئ؛ بلکي هر وخت ورسره مجلسونه کوئ.
۱۵ـ کوښښ وکړئ، دې شرعي نظام ته په سم ډول کار وکړئ.

سې‌شنبه: ۱۳۴۳/۵/۹