ملا محمد عمر مجاهد هغه قائد و چې…

سید شریف محمدعمر هغه ماشوم و چې،په ۱۳۳۹ل، کال دکندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ دچاه همت کلي د مولوي غلام نبي صاحب په کاله کې وزیږید. مولوي غلام نبي هم په خاکریز ولسوالۍ کې دنیا ته راغلی،د ژوند تر پایه دامامت او تدریس په سپېڅلو دندو مشغول و،په  ۱۳۴۴ ل، کال دډنډ ولسوالۍ د نودې […]

سید شریف

محمدعمر هغه ماشوم و چې،په ۱۳۳۹ل، کال دکندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ دچاه همت کلي د مولوي غلام نبي صاحب په کاله کې وزیږید. مولوي غلام نبي هم په خاکریز ولسوالۍ کې دنیا ته راغلی،د ژوند تر پایه دامامت او تدریس په سپېڅلو دندو مشغول و،په  ۱۳۴۴ ل، کال دډنډ ولسوالۍ د نودې کلي کې وفات شوی او دکندهار ښار د طالبانو په مشهوره پخوانۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوی دی.

یتیم محمد عمر په پنځه کلنۍ کې دخپلو اکاګانو سره دارزګان ولا یت دهراود ولسوالۍ ته ولاړ، هلته یې دخپلو ترونو( مولوي محمد انور او مولوي محمد جمعه) تر سرپرستۍ لاندي زده کړي پیل کړې،د شهر کنهه په دیني مدرسه کې شامل شو، لومړنۍ، منځنۍ او متوسطه زده کړي یې همدلته بشپړې کړې، خو د لوړو زده کړو ارمان یې پر افغانستان شوروي یرغل خاوري کړ.

ملا محمد عمر هغه ځوان مجاهد و چې، د شوروي اشغالګرو پر ضد یې په ارزګان، کندهار او زابل ولایتونو کې په ډیرو جګړو کې برخه اخیستې او په ځانګړې توګه کندهار کې یې دکندهار- هرات سړک باندي روسي تاړاکګرو او ګوډاګیانو ته یې ستر ستر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

ملا محمد عمر مجاهدهغه  اتل و چې،پر شوروي اشغالګرو او دهغوی پر مزدورانو خلقیانو او پرچمیانو یې سپینه ورځ توره شپه ګرځولې وه.

ملا محمد عمر مجاهد هغه غازي و چې،د شوري یرغلګرو لسګونه زغره وال ګاډي او ټانګونه یې خال- خال په نښه او داور خوراک کړل.

ملا محمد عمر مجاهد د الله تعالی د لاري هغه سپاهي و چې،دخپل معبود( الله ) د رضاء لپاره یې دګران بدن ډيره مهمه عضوه( سترګه) وښندله.

ملا محمد عمر مجاهد هغه مخلص مجاهد و چې، دکمونستي رژیم تر نسکوریدو وروسته یې دهیڅ تنظیم په پلوي او مخالفت وسله پورته نه کړه.دیني مدرسه یې جوړه کړه او دافغان ولس بچیانو ته یې کتاب په لاس کې ورکړ.

ملا محمد عمر مجاهد هغه  ستر او سپېڅلی مجاهد و چې، په تش لاس خو ایماني وسله او توکل محض سره  یې د ټوپکسالارۍ او انارشۍ پر ضد پاڅون وکړ.

ملا محمد عمر مجاهد هغه قائد و چې،له ګران هیواد څخه یې د شر اوفساد کرغیړن ټغر ټول کړ.

ملا محمد عمر مجاهد هغه رهبر و چې،ملوک الطوائیفي یې ختمه او مرکزي اسلامي حکومت یې جوړ کړ.

ملامحمد عمر مجاهدهغه مشر و چې،مثالي امنیت یې تامین کړ.

ملا محمد عمر مجاهد هغه رهبر و چې،حدود یې جاري  او قصاص یې تطبیق کړ.

ملا محمد عمر مجاهد هغه قائد و چې،افغانستان یې له تجزیې څخه وژغوره.

ملا محمدعمر مجاهد هغه واکمن و چې، ارضي تمامیت یې حفظ کړ، سرحدونه یې داسي خوندي کړل چې،په پاچاهي کې یې دګاونډیانو له لوري دافغانستان د یو اینچ د غصب ثبوت هم څوک نشي وړاندي کولای.

ملا محمد عمر مجاهد هغه مدیر و چې،په یو ساده فرمان به یې بې چون وچرا وزیران،والیان او لوړ پوړي پوځي قوماندانان نصب او عزل کیدل.

ملا محمد عمر مجاهد هغه محبوب امیر و چې،په یوه امر یې خلګو د کوکنارو له پراخ او ډیرې مادي ګټې ترلاسه کیدونکي کښت څخه لاس واخیست.

ملا محمد عمر مجاهد هغه واکمن و چې،دمعاصرو چارواکو برعکس قول او عمل یې موافق او حتی ترخبرو یې کار ته ډيره ترجیح ورکوله.

ملا محمد عمر مجاهد هغه پاچاه و چې، له  تکلفاتو او تشریفاتو لیري والی یې د ژوند په ټولو اړخونو غالب و.

ملا محمد عمر مجاهد هغه واکمن و چې، دین او سیاست یې سره یو ځای کړل.

ملا محمد عمر مجاهد هغه امیر المؤ منین و چې، هېر شوی سنت (اسلامي خلافت) یې رامنځته کړ.

ملا محمد عمر مجاهد داسلافو یوه نمونه، دکفر او فسق پر سر داور لمبه او دحق او عدالت یوه نعره وه.

ملا محمد عمر مجاهد دخاکسارۍ  مثال ، د شجاعت منار،د مظلومانو مددګار او دوحدت سمبول و.

ملا محمد عمر مجاهد داشداء علی الکفار رحماء بینهم معاصر مصداق و.

ملا محمد عمر مجاهد په سختو حالاتو کې هم دمسلمان ملت څخه پوځي، سیاسي، مالي او اخلاقي ملاتړ ونه سپماوه، دخپل توان مطابق یې دمسلمانانو د ستونزو د له منځه وړلو هر اړخیزې هڅې وکړې.

دمعاصري نړۍ د فرعون( بوش) اخطارونوته  دزیاترو هیوادونو واکمنانو احساس او خپلواکي تسلیم کړه،خو ملا محمد عمر مجاهد نه یوازي داچې د بوش خبرې  بابزه وګڼلې،بلکې په خورا ډاډ او جرئت سره یې وویل چې: «دلته مجهز مجاهدین موجود دي،که ورته سخته شوه ښارونه به تخلیه کړي، غرونو ته به پورته شي او تر اخره به له خپلې خاوري او ارزښتونو دفاع کوي. داسمه ده چې وسلې  مرګ کولای شي، خو مرګ ګرځولای نشي». رښتیا هم پرمختللو وسلو او نوې ټیکنالوژۍ د یرغلګرو دمرګ ژوبلې مخه ونه نیوله.

ملا محمد عمر مجاهد هغه سپاه سالار و چې،په  یو ویشتمه پیړۍ کې یې د صلیبي مجهزوځوواکونو پر ضدپه تش لاس جهاد اعلان او پیل کړ،د نوموړي په قومانده او تدبیر  افغانستان کې لسګونه زره اشغالګر عسکر مړه او ټپیان شول او بې شمېره محاربوي او مالي زیانونه ور واښتل.

ملا محمد عمر مجاهدد صلیبي یرغل پر ضد ۱۲ کاله جهادي مقاومت د ګران هیواد له یوې خټینې جونګړې رهبري کړ، په دې دولس کلن مقاومت کې نه کوم بهرني هیواد ته ولاړ،نه  دخپلو بچیانو ناز او ښکلولو ته وزګار شو،نه یې استراحت ته وخت وموند،شپه او ورځ به دخپل رب سره په راز ونیاز لګیا و،جهادي تصمیمونه یې نیول،د یرغلګرو دماتې پلانونه یې ترتیبول، مهمې قضیې یې فیصله کولې او داسلامي امارت د لا پیاوړتیا او تنظیم لپاره  یې فرمانونه او لازمې سپارښتنې صادرولې.

حیف داچې داسلامي نړۍ ستره هستي،د شرق او غرب دکفارو د سترګو اغزی،د شجاعت غر، دحلم سمندر، دتقوی منار،داسلامي امارت موسس،دریم عمر( امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد) د ۱۳۹۲ ل، کال د ثور په څلورمه نیټه د افغانستان په یوه اطرافي سیمه کې له روغتون او ډاکټر څخه لیري  له دې ستړې او فاني دنیاګۍ سره مخه ښه وکړه او د ابدي استوګنځای په لور وکوچید.

انا لله وانا الیه راجعون

روح یې ښاد او یاد یې تاند