مرحوم امیر المؤمنین د خپلې پیړۍ مجدد و / خاطره

عبدالحنان همت د طالبانو د پاڅون لومړي وختونه وو کندهار ولایت تازه نیول شوی و موږ او مرحوم امیرالمؤمنین په یوه حویلۍ کې چې هغه وخت دغه ځای ته د والي کوټۍ (دوالي کور) ویل کیدل اوسیدلو . د نظام قراول په برخه کې موږ او شاته مشران وو، اکثر وخت به مو ډوډۍ هم […]

عبدالحنان همت

د طالبانو د پاڅون لومړي وختونه وو کندهار ولایت تازه نیول شوی و موږ او مرحوم امیرالمؤمنین په یوه حویلۍ کې چې هغه وخت دغه ځای ته د والي کوټۍ (دوالي کور) ویل کیدل اوسیدلو .

د نظام قراول په برخه کې موږ او شاته مشران وو، اکثر وخت به مو ډوډۍ هم ورسره خوړله چې انتهاي ساده وه، ځکه اوس مې یوازي پټاټې په یادیږي، لمونځ به مو هم یوځای ورسره کاو، داچې د ده او نورو طالب مشرانو لیدل راته مهم و نو له موقع څخه په استفادې به مو هره کړنه په دقت سره څارله.

هغه وخت کې غالبا ټول مشران دلته په همدې حویلۍ کې اوسېدل ـــ هره شپه به تر ناوخته مجلس روان و، د ورځنیو کارونو او فیصلو به جاج اخستل کیدی او د راتلونکې لپاره به په مشوره سره پلان جوړیدی، له نورو ولایتونو به د جهادي قومندانانو، علماوو او قومي متنفذینو پلاوي هم دلته را تلل.

دلته په دوو کوټو کې د لنډ وخت لپاره موقتي بندیان هم ساتل کېدل .

زموږ یوه ملګري یو بندي د را ایستلو پر وخت یو چاپلاخه وهلی و او په دغه وخت کې امیر المؤمنین هم لیدلی و،
ماخستن موږ ویدېدلو چې امیرامؤمنین کوټې ته را ننووت، زموږ د مشر ملا محمد اخند پوښتنه یې وکړه، موږ هم په وارخطایې هغه ورته راخبر کړ .

هغه ته یې وویل چې انډیوالان دې پوه کړه زندانیان دې نه وهي، وهل او تعذیب دمحکمې له فیصلې وروسته وي، مولوي پاسني صاحب ته (دهغه وخت قاضي) بندیان لیږئ چې هغه یې په اړه فیصله وکړي، تاسو یې یوازي د ساتلو مسؤلیت لرئ،

پر دې خلګو تر موږ مخکې هم سخت ظلمونه شوې، موږ یې باید نور اوښکې پاکي کړو او څو نوري لنډې سپارښتنې یې وکړې چې اوس مې هیري دي .

مرحوم امیر المؤمنین له هغه وخت وروسته هم ما څوځله نور لیدلی و او هغه ملګري چې له ده مرحوم سره به ټول وخت اوسیدل د هغوی له خولې مو هم ډیرې کیسې اوریدلي دي .

چې په ټوله کې سړی ویلی شي چې امیرالمؤمنین د سیاست او امامت په برخه کې د خپلې پېړۍ بې مثله مجدد و .

دی که څه هم غټ عالم او فصیح خطیب نه و، خو موثر دعوت یې ټول د عمل له لارې و، هغه په عمل کې داعي و، هغه خلګ چې له ده سره یې له نژدې رابطه وه ټول په یونه یو ډول د ده په عظیمو خصلتونو رنګیدلي .

ټول د ده په ډول د خپل هدف په وړاندي هر ډول قربانۍ ته تیار دي، ټول تر ډیره حده له هر ډول فساده پاک دي او … .

مرحوم امیرالمؤ منین انتهایې قاطع، جراتمند، قربانۍ ته تیار او له هر ډول تصنع څخه پاک و، که تاسو د امارت مشرانو ته متوجه شوې یاست دا صفتونه الحمد لله ټولو هغو کسانو ته انتقال شوی چې له ده سره یې ناسته پاسته درلوده.

او یاد صفتونه له هغو څخه بیا نورو هغو کسانو ته چې له دوی سره له نژدې راشه درشه انتقال شول،
او دا لړۍ به تر ډیره وخته دوام لري .

مرحوم امیر المؤمنین د خپلې پیړۍ یوازنی کس و چې عملا یې دین او سیاست سره یوځای کړ.
مرحوم امیر المؤمنین د خپل حاکمیت په دوران کې دنړۍ داستعماري قدرتونو له مختلفو فشارونو سره مخامخ شو .
خو داسلامي شریعت په تنفیذ دبتانو دنړولو او داسامه په موضوع کې له حده زیات فشارونه له مختلفو لارو پر ولویدل خو پر الله دتوکل له مخې یې هر څه وزغمل ولي له خپلو ارزښتنو تېر نه شو.

مرحوم امیرالمؤمنین یوازنی کس و چې دوخت دهر استعمار له قدرت او دبدبې څخه مطلق بې پروا و.

هغه ثابته کړه چې دخپل یوه مظلوم مسلمان ورور په دفاع کې هرڅه ته تیار دی، خو د اسلامي امت پر لمن استعمار ته دسر ټیټولو تور داغ نشي زغملی .

نو ځکه موږ ویلی شو چې مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد دسیاست په برخه کې دخپلې پیړۍ بې مثله مجدد و .رحمه الله