د ملا محمد عمر مجاهد استثناآت

حبیب مجاهد ملا صاحب یوازینی معاصر افغان واکمن و چې فکر او منهج یې له بهرنیو تاثیراتو پاک و، هغه هماغه دین او مذهب ته عقیده درلود کوم چې د افغانستان د ملت دین او مذهب دی، هغه د اهل السنة و الجماعة د عقیدې پیرو او حنفي مسلمان و. هغه د فکري او عقیدوي […]

حبیب مجاهد

ملا صاحب یوازینی معاصر افغان واکمن و چې فکر او منهج یې له بهرنیو تاثیراتو پاک و، هغه هماغه دین او مذهب ته عقیده درلود کوم چې د افغانستان د ملت دین او مذهب دی، هغه د اهل السنة و الجماعة د عقیدې پیرو او حنفي مسلمان و. هغه د فکري او عقیدوي انتماء له اړخه یو بشپړ مسلمان افغان و. په داسې حال کې چې د افغانستان وروستني زیاتره واکمن یا خو د شرق او یا هم د غرب ایډیالوژي ته معتقد دي او یا یې هم افکار له مصر، ریاض، بر صغیر او یا هم له کوم بل ځایه سرچینه اخلي.

د ملاصاحب روزنه د اولس په منځ کې شوې وه، په کلي، کور، مسجد او د کلي په خټینه مدرسه کې. هغه خپل عادات او اخلاق له خپل مؤمن اولس څخه اخیستي و، هغه د کوم پاچا په دربار او حرمسرای، د بیروت او لیننګراد په کوم بهرني پوهنتون کې نه و روزل شوی، بلکې د خپل ملت په منځ کې پیدا او ستر شوی و.

ملا صاحب هیڅکله له خپل اسلامي – ملي لباس پرته کوم بهرنی لباس نه دی اغوستی، هغه به دروند پټکی او ځېږ څادر اغوست،ږیره یې د نارینه پسول او ښایست بلـله. افغاني لباس ( کمیس پرتوګ) ورته تر تولو معزز لباس ښکارېده نو ځکه یې بهرنیو لباسونو ته ضرورت نه احساساوه.

ملا صاحب سره له دې چې نظیف مزاج یې درلود خو د ظاهري ډول، سینګار او ارایش په نسبت باطني تصفیې او تزکیې ته ډیر متوجه و، هغه به د سهار له لمانځه وروسته د اشراق تر وخته د لمانځه په ځای په مراقبه ناست و او د خپل زړه او روح د تصفیې لپاره به یې اذکار ویل. عادتا نور معاصر سیاسیون همدا وخت د ډول ډول کریمونو او نورو ارایشي توکو په استعمال مصرفوي. خو ملاصاحب د ظاهر په ځای د باطن تصفیې ته متوجه و، هغه ته د خپل عام اولس په شان بې تکلفه ژوند خوند ورکاوه، او د خپل دفتر تر مخ له عامو مراجعینو سره په سپیرو خاورو ډیر بې تکلفه کیناستلی شوای.

معاصر سیاست د خبرو فن دی او سیاسیون د خبرو ګوډي بلل کیږي، خو ملا صاحب خاموش سړی و، هغه د اوس وخت یوازینی واکمن و چې تر قول یې عمل زیات او د حساب وړ و. ملا صاحب په خبرو کې دروغ نه ویل، چې څه به یې ویل هغه به رښتیا و،عوام فریبي یې نه کوله، بلکې خبره به یې سوچه، پاکه او صریحه وه.

ملاصاحب د تشریفاتو او ارګاه بارګاه سره جوړ نه و، هغه خپل موټر په خپله چلاوه اود خپل دفتر له ټولو ملګرو سره یې په یوه دسترخوان خوراک کاوه.

ملاصاحب د افغانستان یوازینی معاصر واکمن و چې کوم بانکي حساب یې نه درلود،کومه معلومه سرمایه یا جایداد ترې پاته نه شو، د امنیتي ضرورت په خاطر یې چې کوم کور جوړ کړی و د هغه ځمکه یې هم په رسمي اسنادو کې استملاک کړې نه، بلکې اجاره کړې وه. ملاصاحب چې په کومه ورځ له کندهاره ووت نونه خو د کومې لویشت ځمکې د غصب تور ورباندې و او نه هم له دولتي امکاناتو څخه د شخصي استفادې کوم شواهد پرې موجود و.

ملا صاحب د وفات تر نیټې پورې د خپل قوم، سیمې یا کورنۍ په اعتبار کوم شخص ته وظیفه ورنکړه، خپل وروڼه، اکاګان او خپلوان یې یو هم کوم وزارت یا بلې څوکۍ یامنصب ته ونه ګومارل. هغه د خپل زوی یا ورور لپاره د کوم منصب یا مقام وصیت هم ونکړ او نه یې د معاصرو واکمنو په شان دولتي امکانات او منصبونه د شخصي ملکیت په شان استعمال کړل.

ملا صاحب د افغانستان په معاصرو واکمنو کې یوازینی څوک و چې اسلام ته یې بشپړه ژمنتیا او انقیاد درلود. هغه د خپل اولس لپاره اخروي سرلوړي او د الله تعالی په حضور کې کامیابي له دنیوي عیش او هوس نه غوره او مهمه بلـله . د ملا صاحب په واکمنۍ کې اسلام یوازې د هیواد د اتباعو په تذکره کې نه و لیکلی، بلکې د هغوی په صورت او ورځني کردار کې عمل تمثیل شوی و. هغه اسلام د خپلو ګټو لپاره نه استعمالاوه، بلکې خپل ټول ژوند او دنیوي ګټې یې د اسلام لپاره قرباني کولې.

ملا صاحب د معاصرې نړۍ یوازینۍ واکمن و چې د نورې نړۍ له خلکو سره یې د اړیکو اساس اسلام و. هغه دنړۍ هر مسلمان خپل ورور باله، له هغوی سره دیني اخوت پاله، د ملا صاحب ددې اسثنایي صفت یوه بیلګه دا ده چې کله په چیچنیا کې اسلامي حکومت جوړ شو. ملا صاحب یوازینی مسلمان حاکم و چې هغه یې په رسمیت وپيژاند. ملا صاحب په خپل دې اقدام سره وښودله چې دی له نورو معاصرو حاکمانو یو جلا څوک دی.

په هر حال، دا باید ووایو چې د ملا محمد عمر مجاهد شخصیت او کارنامې لا هم له موږ څخه د معاصرو عالمګیرو تبلیغاتو په دوړو او غبار کې ورکې دي. د معاصر کفر تبلیغاتي هنګامو زموږ اذهان او نظرونه مخدوش کړي دي نو ځکه موږ ورباندې د اوس وخت دغه لوی شخصیت په کماحقه شکل نه شو درک کولای. زما باور دی چې څو پیړۍ وروسته به اسلامي مؤرخین ملا محمد عمر مجاهد په ډیرو درنو کاڼو وتلي او هغه ته به د دې زمانې د مجدد لقب ورکړي. د هغه مواقف پرته له دې چې د افغانستان د تاریخ ویاړ بلل کیږي. د اسلامي تاریخ یوه ډیره مهمه او افتخار وړ برخه ده. چې په دې زمانه کې یې ساری موندل مشکل بریښي.