اميرالمؤمنين رحمه الله او د هيوادوالو د خدمت شوق

قاري محمد یونس راشد د عمر ثالث رحمه الله د لوړو صفاتو څخه يو هم د مسلمانانو سره انتهايي همدردي او د دوی د خدمت شوق وو، ما پخپله څو ځلې ليدلی چي د عام المنافع آباديو په چارو کي به يې کاريګرانو ته د ښه کار کولو توصيه او د دوی له کار څخه […]

قاري محمد یونس راشد

د عمر ثالث رحمه الله د لوړو صفاتو څخه يو هم د مسلمانانو سره انتهايي همدردي او د دوی د خدمت شوق وو، ما پخپله څو ځلې ليدلی چي د عام المنافع آباديو په چارو کي به يې کاريګرانو ته د ښه کار کولو توصيه او د دوی له کار څخه ليدنه کوله، د کندهار ښار شمال لوري ته د کندهار ښار او شمالي ولسواليو تر منځ معياري او لنډه لار د عاليقدر اميرالمؤمنين رحمه الله لخوا جوړه سوه، خلکو مخکي يوازي د ميرزا احمدخان کلاچې او فيلکو له لاري ارغنداب ولسوالۍ او بيا نورو ولسواليو ته سفر کولای سوای، هغه لار مزدحمه، د ارغنداب او شاه ولیکوټ ولسواليو د خلکو لپاره اوږده او غير معياري وه.

د ارغنداب ولسوالۍ د نوي لاري کار روان وو او انجنيرانو د کندهارښار او ارغنداب ولسوالۍ تر منځ د واقع غره په يوه تنګي کي د لاري ايستلو لپاره درنه مشينري استعمالوله، د کندهار د نورو اوسېدونکو په شان موږ هم تلوسه درلوده چي دا کار له نژدې ووينو او د غره نړولو ننداره وکړو، يوه ورځ په همدې موخه د کار ځای ته ورسېدو، هلته په رسېدلو مو وليدل چي کار خورا تېز روان دی او د تنګي نس له دوړو او ګرد ډک دی، د دوړو په منځ کي مو څو کسان وليدل چي له هغو څخه يو يې د غره نړوونکي ماشين کاريګر ته ځايونه ور په نښه کوي او په کار عملاً ور سره بوخت دی، موږ لومړی د کار د ځای څخه څه ليري پر لوړه برخه ولاړ وو او دا ننداره مو کوله، وروسته لږ لاندي طرفته را کښته سوو او په تنګي ولاړ کسان مو له نږدې وليدل، له کاريګرو سره بوخت کس لوی ملاصاحب (عمرثالث رحمه الله) وو، د دوړو له لاسه يې په شمله مول وهلی وو او کار همداسي په تيزۍ سره روان وو.

د کندهار لويه عيدګاه چي د عاليقدر أميرالمؤمنين رحمه الله لخوا جوړه سوې ده، د رجې اچولو په ورځ يې ما عاليقدر أميرالمؤمنين رحمه الله وليد، موږ هلته موجود وو چي أميرالمؤمنين رحمه الله راغی، څو موټره ملګري ورسره وو، خپل موټر يې له موږ سره نژدې ودراوه او بل موټر د جوړېدونکي عيدګاه سر ته ورسېد، د رَجې (هغه ټينګ تار چي د تعميراتو لومړی نقشه پرې اندازه او معلوموي) يو سر د مرحوم أميرالمؤمنين سره وو او بل سر يې د هغه ليري موټر والا سره وو، أميرالمؤمنين مرحوم په خاوره کي زنګون کت کړ او د رجې د سيده کولو لپاره يې خپل ملګري ته د موټر د مخابرې له لارې لارښوونې کولې. تر اوسه مي د ده مبارک هغه خبرې په غوږو کي ازانګه کوي «ملا جمعه! لږ يې د لمر خاته خوا ته که! لږ يې بيرته د لمر لوېده خوا ته که!)

الله تعالی دي رحم ور باندي وکړي، مسلمانان بايد داسي امير ولري، عمر ثالث رحمه الله په رښتيا دريم عمر وو، په تقوا، اداري نظم، د خلق الله په خدمت، دلاوري، توکل، خاکساري او نورو محاسنو کې يې له خپلو اسلافو عُمرَينو رضی الله عنهما سره ډېر ورته والی درلود.