د مرحوم امیر المؤمنین په یاد کې

حافظ محمد عزام ستـا د هجـران شیبـې لا مَـل دي لـه کاروانه سره پـه زړو کـي پـټ سـاتـي دردونـه لـه ارمانه سره مـرحـوم امیـرالمـؤمنینه! رب دې در کــړي جنـت ژوند دي کـړو تیـر لـه ننـګ غیـرت او له ایمـانه سـره ستا پـه فـراق بـانـدې رهبـره ټول اُمت خفـه دی لا په ګریوان یې اوښکې څاڅي […]

حافظ محمد عزام

ستـا د هجـران شیبـې لا مَـل دي لـه کاروانه سره
پـه زړو کـي پـټ سـاتـي دردونـه لـه ارمانه سره

مـرحـوم امیـرالمـؤمنینه! رب دې در کــړي جنـت
ژوند دي کـړو تیـر لـه ننـګ غیـرت او له ایمـانه سـره

ستا پـه فـراق بـانـدې رهبـره ټول اُمت خفـه دی
لا په ګریوان یې اوښکې څاڅي له خفګانه سره

لا یې د مینــې تنــده مـاتـه نــه وه ستــا پــه دیـدن
نـاڅـاپــه یــوړلـې مـرګـي لـه خپلـه ځـانـه سره

در پســـې ژاړي اولســـــونـــه مـــدام تــا یــادوي
کلــی او کـور دې تنهـا پــریښــود لـه جهـانـه سـره

سهــار مــاښـام درپسـې پـورتـه پـه دعا لاسـونـه
لـه ربــه غــواړي درتـه حـورې لـه غلمانـه سـره

درپسـې کـړې اِقتِـدا بـه عَــــــــــزّام مـاتـه نکـړي
ځکـه یـې کـړې ده وعـده لـه پاک سبحـانه سـره