۲۰۲۰ کال؛ د کابل ادارې۱۳۰۴۰ تنه  منسوبین له اسلامي امارت سره یو ځای شوي!

د ۲۰۲۰ کال په جریان کې د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو او نظامي مجاهدینو په همکارۍ د کابل رژیم ۱۳۰۴۰ تنه نظامي او ملکي مامورین او عسکر اسلامي امارت ته تسلیم شوي. تسلیم شوو کسانو له خپلو ځانونو سره ۵۸۹ میله وسلې،۴۷شوبلې،۳۳رینجر،۱۴موټرسایکلان،۹د شپې دوربینان او ۱ مخابره د […]

د ۲۰۲۰ کال په جریان کې د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو او نظامي مجاهدینو په همکارۍ د کابل رژیم ۱۳۰۴۰ تنه نظامي او ملکي مامورین او عسکر اسلامي امارت ته تسلیم شوي. تسلیم شوو کسانو له خپلو ځانونو سره ۵۸۹ میله وسلې،۴۷شوبلې،۳۳رینجر،۱۴موټرسایکلان،۹د شپې دوربینان او ۱ مخابره د اسلامي امارت مجاهدینو ته سپارلي.

 دوی ټولو له یرغلګرو او کابل رژیم سره پر ګډ کار کولو پښېمانې ښودلې او ژمنه یې کړې  چې د اسلامي امارت سره به هر ډول همکاري ترسره کوي.

د اسلامي امارت د دعوت او ارشاد کمیسیون مسؤلینو او سیمه ییزو مجاهدینو تسلیم شوو کسانو ته هر کلی ویلی، ددوی ددې نیک اقدام قدرداني یې کړې،  ځینو کسانو ته یې انعامونه ورکړي او په مجموع کې یې د کابل ادارې څخه راجلا شوو ټولو کسانو ته د سر او مال د ساتنې ډاډ ورکړی دی.

له اشغالګرو او کابل ادارې سره په ملکي او پوځي برخو کې ټولو کارکوونکو هیوادوالو ته بلنه ورکوو چې نور  د دین او وطن له دښمنۍ څخه لاس واخلي، د یرغلګرو او کابل رژیم سره کار پریږدي او داسلامي امارت سره یوځای شي. اسلامي امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی، هر بااحساسه افغان کولای شي په خپل دې کور کې د اسلام او هیواد خدمت وکړي.

د ۲۰۲۰ میلادي کال بشپړ راپور له دې ځای څخه ښکته کولای شئ