د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې د حافظانو د فراغت په ویاړ لویې غونډې وشوې

د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې د حافظانو د فراغت په وياړ سترې پرتمينې غونډې ترسره شوې چې د سیمې ګڼ شمېر  علماء کرامو، قومي مخورو، طالب العلمانو، ځوانانو  او عامو ولسي وګړو پکې ګډون کړی وو. د عیسي خیلو د سیمې د ابوبکر صدیق رضی الله له مدرسې څخه ۱۱ تنه حافظان فارغ […]

د کندز ولایت په چهاردره ولسوالۍ کې د حافظانو د فراغت په وياړ سترې پرتمينې غونډې ترسره شوې چې د سیمې ګڼ شمېر  علماء کرامو، قومي مخورو، طالب العلمانو، ځوانانو  او عامو ولسي وګړو پکې ګډون کړی وو.

د عیسي خیلو د سیمې د ابوبکر صدیق رضی الله له مدرسې څخه ۱۱ تنه حافظان فارغ شول، دغه راز د باسوس د کلي د حضرت عمر رضی الله عنه له دارالحفاظ څخه ۹ تنه د قرآنکریم حافظان فارغ شوي، همدارنګه د یادې ولسوالۍ د نواباد د کلي د سراج العلوم له مدرسې څخه هم ۵ تنه حافظان فارغ شول.

لکه څرنګه چې  دغه ورځ د اپریل دویمه نېټه د کندز ولایت د هاشمیه عمریه مدرسې د غمیزې د ورځې  سره سمون درلود، نو په همدې اړه علماء کرامو خپلو تقریرونو او خبرو کې د کتاب الله د حفظ او اهمیت تر څنګ د ارچي ولسوالۍ د پیښې په اړه یادونې کولې او د هغو شهیدانو سپیڅليو روحونو ته یې دعاوي وکړې.

دا غونډې چې د سهار پر اتو بجو شروع شوې، ماسپښین مهال یوه بجه حافظانو ته د وقار، شرف، عزت سپینې پګړۍ په تړلو سره او په پای کې د دعا په غوښتلو سره پای ته ور سېدلې.

۴-۴-۲۰۲۰