د نیمروزولایت په تازه فتحه شوي مرکز کې د فقهي مجالسو علماء کرامو ستره غونډه دائره کړه

د روان (۱۴۴۲هـ ق) کال د ذوالحجې میاشتې پر (۲۸) نېټه د نیمروز ولایت  د نوي فتحه شوي مرکز  په جامع جومات کې د فقهي مجالسودرئیس په مشری ددغه ولایت علماء کرامو ستره او ارزښتناکه غونډه تر سره کړه. په یاده غونډه کې د ساحوي فقهي مجالسو امیران ،د بېلابېلو امارتي ادارو مسئولین او منسوبین، […]

د روان (۱۴۴۲هـ ق) کال د ذوالحجې میاشتې پر (۲۸) نېټه د نیمروز ولایت  د نوي فتحه شوي مرکز  په جامع جومات کې د فقهي مجالسودرئیس په مشری ددغه ولایت علماء کرامو ستره او ارزښتناکه غونډه تر سره کړه.

په یاده غونډه کې د ساحوي فقهي مجالسو امیران ،د بېلابېلو امارتي ادارو مسئولین او منسوبین، د مدارسو مهتممین ، د مساجدو خطیبان ،  د سیمي په کچه شیوخ ، جید مفتیان او علماء کرام په کې برخوال وو چې شمېر یې تقریبا یونیم سلو (۱۵۰) تنو ته رسېدی .

یاده غونډه ډېره د خوښۍ په فضاء کې دائره شوه ، کله چې د شاوخوا سیمو علماء کرام د غونډې ځای ته را غلل د سیمییزو علماء کرامو له لوري یې ډېر تود هرکلی وشو.

غونډه د کلام الله تعالْی دڅومبارکوایتونوپه تلاوت سره پیل شوه ، ورپسې د یاد ولایت د فقهي مجالسو رئیس  وینا وکړه ، د فقهي مجالسو اهمیت او ضرورت یې په پوره ډول تشریح  کړ ، له علما ءکرامو څخه یې وغوښتل چې په ټولو هغو سیمو کې باید مجالس جوړ شي چې ضرورت ورته لیدل کيږي چې د نوموړي دغه غوښتنه د سیمي د علماء کرامو له لوري په ډېره خوښی سره تایید شوه .

ورپسې د سیمي د روان وضعیت او د فقهي مجالسو  په اړه د علما ءکرامو نظرونه واورېدل شول اود فقهي مجالسو د جوړېدلو په اړه تصامیم ونیول شول .غونډه په ټول هیواد کي داسلامي نظام دنافذیدوپه  دعاء سره پای ته ورسېده.