د افغانستان اسلامي امارت د کرهنې، مالدارۍ او عشر و زکوة کميسيون

د افغانستان اسلامي امارت د روانې مبارزې له جهادي اړخ سره سم تر خپلې وسې، د ګران هېواد د ښېرازۍ په موخه د ځينو خدماتي کمېسيونونو تاسيس هم کړی دی. په دې کمېسيونونو کې د کرهنې، مالدارۍ او عشر و زکات کمېسيون د یادونې وړ دی. اسلامي امارت سره له دې، چې په حکومتي سويه […]

د افغانستان اسلامي امارت د روانې مبارزې له جهادي اړخ سره سم تر خپلې وسې، د ګران هېواد د ښېرازۍ په موخه د ځينو خدماتي کمېسيونونو تاسيس هم کړی دی.
په دې کمېسيونونو کې د کرهنې، مالدارۍ او عشر و زکات کمېسيون د یادونې وړ دی.
اسلامي امارت سره له دې، چې په حکومتي سويه په جګړه ييزو ستونزو کې ښکېل دی، خو د “خير الناس من ينفع الناس” اسلامي لارښونې پر بنسټ د هېوادوالو سوکالي، خوشحالي او پرمختګ هم نه شي هېرولی.
پر همدې اساس اسلامي امارت “د کرهنې، مالدارۍ او عشر و زکات” په نوم مستقل کمېسيون تاسیس کړ.
په هيواد کې خدماتي موسسات او ادارې دې په زراعتي برخه کې خپل خدمات د اسلامی امارت تر واک لاندې سيمو کې له ياد کمېسيون سره په همکارۍ اولس ته وړاندې کړي.

ایمیل: [email protected]