اوکراین وایي، چې د روسیې اړوند ۷ بې پیلوټه الوتکې یې رانسکورې کړي

د اوکراین رسمي سرچینو خبر ورکړی، چې پوځ یې ددغه هیواد په پلازمېنه ”کیف“ کې د روسیې ۷ پروازه بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړي دي. راپور کې د کیف د ښاروال ”ویتالي کلیجکو“ له قوله ویل شوي، چې د اوکراین دفاعي سیستم د روسیې د پوځ ۷ بې پیلوټه الوتکې چې دغه ښار ته د […]

د اوکراین رسمي سرچینو خبر ورکړی، چې پوځ یې ددغه هیواد په پلازمېنه ”کیف“ کې د روسیې ۷ پروازه بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړي دي.

راپور کې د کیف د ښاروال ”ویتالي کلیجکو“ له قوله ویل شوي، چې د اوکراین دفاعي سیستم د روسیې د پوځ ۷ بې پیلوټه الوتکې چې دغه ښار ته د مغرضو کړنو د تر سره کولو په هدف را استول شوې وې، تثبیت او له منځه وړي دي.

ښاروال په ټولنیزو رسنیو کې دا خبره هم کړې، چې روسیې یو ځل بیا پر کیف بریدونه کړي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي، نوموړي ښاروال رسنیو ته ویلي، چې ددغه هیواد دفاعي سیستم یادې الوتکې په هوا کې په نښه او له منځه وړي دي.

کلیچکو زیاتوي، چې د ویشتل شویو بې پیلوټه الوتکو ټوټې او پارچې ددغه هیواد هولوسیوف ولسوالۍ کې پر یوه استوګنځي را لوېدلي چې چا ته پکې زیان نه دی رسېدلی.

هېره دې نه وي، چې روسیې په دې اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو پر اوکراین یې یو ځل بیا بریدونه ډېر کړي دي.