اسټرليا: د دوو چورلکو د ټکر له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د راپورونو له مخې، د اسټرليا په کوينزلينډ ايالت کې د دوو چورلکو د ټکر له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، ويل کيږي په دې خونړۍ پېښه کې ۴ تنه وژل شوي او ۹ تنه نور بيا تپيان دي. د اسټرليا د پوليسو وياند رسنيو ته په خپلو خبرو کې ويلي، پېښه د […]

د راپورونو له مخې، د اسټرليا په کوينزلينډ ايالت کې د دوو چورلکو د ټکر له امله ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، ويل کيږي په دې خونړۍ پېښه کې ۴ تنه وژل شوي او ۹ تنه نور بيا تپيان دي.

د اسټرليا د پوليسو وياند رسنيو ته په خپلو خبرو کې ويلي، پېښه د ياد ايالت اړوند ګولډ کوسټ ښار مين بيچ سيمه کې د ځايي وخت پر کابو دوو بجو را منځ ته شوې، هېره دې نه وي چې پېښه په هوا کې د دوو چورلکو د ټکر له امله را منځ ته شوې ده.

راپورونه وايي، چې په ټپيانو کې د دريو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی، بلخوا ځايي اوسېدونکو ويلي، چې وژل شوي او ټپيان ټول د يوې چورلکې اړوند دي چې دويمې چورلکې په بريالۍ توګه ناسته تر سره کړې ده.

د اسټرليا د ترانسپورت او هوايي چلند ادارې ويلي، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي، چې راتلونکي کې به يې په اړه معلومات رسنيز شي.