مجاهدین به خپلو تعهداتو ته ژمن پاتي شي…!!

د ورځي خبره: د افغانستان اسلامي امارت به له خپله اړخه هیڅکله هغه ژمني ماتي نکړي چې د اشغال د خاتمې په اړه یې له امریکایي لوري سره د یوې تاریخي معاهدې په شکل د حوت په ۱۰مه د قطر پلازمینه دوحه کې لاسلیک کړه. له جانب مقابل نه هم همدا توقع کیږي چې شوې […]

د ورځي خبره:

د افغانستان اسلامي امارت به له خپله اړخه هیڅکله هغه ژمني ماتي نکړي چې د اشغال د خاتمې په اړه یې له امریکایي لوري سره د یوې تاریخي معاهدې په شکل د حوت په ۱۰مه د قطر پلازمینه دوحه کې لاسلیک کړه.
له جانب مقابل نه هم همدا توقع کیږي چې شوې توافقنامه د خپل میکانیزم له مخي د عمل ډګر ته را وباسي، که څه هم تراوسه داسي نښي نښانې نشته چې وښيي مقابل اړخ دې خپلو ژمنو ته متعهد ونه اوسي.

دا چې د تعهد له مخي د رواني میاشتې لومړۍ لسیزه د معاهدې د تعمیل لپاره آساس ګڼل کیږي؛ نو پکار ده چې همدغه آساس ونه نړول شي او نه څوک پریښودل شي چې د بندیانو د نه خلاصون په بهانه د معاهدې د ځینو برخو د تطبیق مخه ونیسي. او بیا په ټوله کې هیواد ته د سولې د راتګ مخه ډب کړي.

که چیري د مارچ تر لسمې وړاندي د پنځه زره بندیانو د خلاصون چاره په کامیابۍ سره ترسره شي؛ دا به هغه مثبت اقدام وي چې د بین الأفغاني مذاکراتو لپاره به لار پرانیزي. او بیا به د افغانستان د راتلونکي برخلیک، تلپاتي اوربند او نورو بنیادي موضوعاتو پرسر افغانان جامع خبري وکړي.

اسلامي امارت ژمن دی، چې په بین الأفغاني مجالسو کې که هر ډول توافقات ترسره شي، اسلامي امارت به یې په عمل کې پلي کوي.
نو امریکایی جهت ته پکار ده چې د کابل ادارې چارواکي له ناسنجیده حرکاتو او د تلپاتي سولې په وړاندي د خنډونو له ایجادولو څخه منع کړي.

افغان سیاسیون دې هم دا حساسیت درک کړي، او د رژیم خودسره چارواکي دي، له تخریبي کارونو ور وګرځوی.
که خدای مکړه دا موقع د یو څو قدرت طلبه مفسدو چارواکو د تخریبي عمل په وجه ضایع کیږي؛ نو مسئولیت به یې نه یوازي د چارواکو پرغاړه وي، بلکي ټولو ذیدخله بهرنیانو، افغان سیاسیونو، ګوندونو او نورو اړخونو پر غاړه وي، چې متاسفانه دروند قیمت به یې بیا هم زموږ بیچاره ولس پریکوي.

د افسوس ځای دی چې د بندیانو پرسر د کابل مفسد چارواکي ناپاک سیاست کوي، کوښښ کوي چې له داسي نا انساني کړني نه هم د خپل قدرت د غځیدا ناوړه استفاده وکړي.

د کابل چارواکي که ځان رښتیا د افغان ولس واکمنان ګڼي؛ او رښتیا د افغان انسان د وینو تویولو تږي نه وي؛ واقعاً د سولې او ثبات ناري په دروغو نه وهي؛ نو اقلاً دا پنځه زره بندیان خو به ترهرچا وړاندي دوی پر افغان ولس لورولي وای.

اوس خو یې امریکایان د پریښودلو ژمنه کوي، خو کورني چارواکي یې په مخکي خنډونه جوړوي، متاسفانه چې د کابل په اداره کې پاتي شوي مخکني ډېری چارواکي هم لیدل کیږي چې موجوده رژیم ته د بندیانو د نه پریښودلو مشورې ورکوي، په داسي حال کې چې هغوی په ظاهره د سولې او ثبات ډېري لویی لویی چیغي هم وهي.

دا چې په دې وختونو کې د اورکم شپې ورځي پای ته رسیدلي؛ او داسي ښکاري چې ځیني ځایونه خال خال بریدونه هم شوي؛ پرځای د دې چې د بندیانو د خلاصون د لړۍ په پیلولو سره چارواکو د اورکم دا اونۍ پسي غځولې وای، ترڅو یو دایمي اوربند ته لاره موندل شوې وای؛ خو برعکس هغوی عمداً د اور بلولو او ډیرولو ته مټي را بډ وهلي.

اسلامي امارت بیا هم باوري دی چې امریکایی جهت به د بندیانو د خلاصون ژمنه په کامیابۍ سره عملي کړي، خو د رژیم چارواکي به په دې کار سره نور هم ځان د انزوا کندې ته ورټیل وهی.
امید دی چې د سولې په وړاندي دا حساس زماني پړاو ټول افغانان درک کړي او مخربینو ته یې د تخریب اجازه ورنکړي.

پای ………!!