د اِنفاق في سبیل الله یو بې ساری فرصت

دا حقیقت دی چې په نړۍ کې خصوصاً په مسلمانانو کې ډېری د مال او ثروت داسې څښتنان بیخي ډېر دي چې غواړي له خپلې خدای ورکړې شتمنۍ څخه د انساني او اسلامي همدردۍ پر بنا، په سمه لاره او په سمه موقع کې انفاق وکړي او دا یې ډېر ارمان وي چې د دوی […]

دا حقیقت دی چې په نړۍ کې خصوصاً په مسلمانانو کې ډېری د مال او ثروت داسې څښتنان بیخي ډېر دي چې غواړي له خپلې خدای ورکړې شتمنۍ څخه د انساني او اسلامي همدردۍ پر بنا، په سمه لاره او په سمه موقع کې انفاق وکړي او دا یې ډېر ارمان وي چې د دوی مالي مرسته د امانت دارو او ریښتینو خلکو په وسیله تر واقعي مستحقینو پورې ورسیږي.

او دا هم حقیقت دی چې په نړۍ کې تر ټولو زیات غربت او مصیبت ځپلي وګړي هم په اسلامي دنیا کې ډېر دي، چې یوه نمونه یې افغانستان دی، چې څه باندې څلویښت کاله د پردیو یرغلګرو له لوري د تپل شویو جنګ جګړو او وحشتونو په اور کې سوځي، چې له امله یې په سلګونو زره بې وزلي یتیمان، کونډیاني، معلولین، ناروغان او نور… ډول ډول داسې مصیبت ځپلي وګړي، چې له الله تعالی پرته یې بله هیڅ اسره پر دنیا نه وي، را پیدا کړي دي. دومره بې اسرې او بې وزلي چې په لیدلو کتلو سره یې د هر ضمیر لرونکي انسان په بدن کې وینه وچیږي.

نو په داسې یو حالت کې د هغه چا مسئولیت نور هم درنیږي چې الله تعالی له خپله فضله شتمني ورباندې لورولې وي او دی یې د مال او ثروت خاوند ګرځولی وي. دا ځکه چې ناوسه او بې وزله یتیمان الله تعالی د شتمنو وګړو لپاره یو ازمایښت ګرځولي وي، چې وګوري د الله دغه شتمن بنده د الله تعالي د دغو بې اسرې بندګانو لاس نیوی کوي او کنه؟

که چیرې یې پر هغوی باندې نفقه وکړه؛ نو ګویا چې د الله په امتحان کې یې ځان بریالی کړ او الله تعالی به یې بهترینه بدله ورکړي، {وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ خَيْرٍ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ} [البقرة: 272] هغه څه چې تاسو له مال خیر څخه صدقه کوئ، بدله به یې پوره درکوله کیږي او پرتاسو به هیڅ زیاتوب ونشي. د حدیث قدسي مفهوم هم همدا بیانوي: « یاعبدي، أنفِقْ اُنفِقَ علَیکَ» اِې زما بنده انفاق کوه، پرتا به انفاق وشي.

له همدې ځایه ده چې اسلامي امارت د کفارو د ظالمانه اشغال په مقابل کې د مسلح جهاد ترڅنګ د دې زمینې د برابرولو هڅې هم کوي چې په وسیله یې د افغانستان او له افغانستان نه بهر ټول شتمن مسلمانان وروڼه په اخلاص او خلاص مټ سره زموږ د وطن له بېوزلو یتیمانو، کونډیانو او معلولینو سره مرستې وکړي.

په همدې خاطر یې د بېوزلو يتيمانو او معلولينو چارو، یوه مستقله اداره تشکیل کړې ترڅو د مرسته کوونکو وروڼو صدقات په پوره دیانت دارۍ او شفافي طریقې سره تر مستحقینو ورسیږي.

په دې کې شک نشته چې د انفاق فې سبیل الله تر ټولو بهترین او بې ساری فرصت همدا دی، چې په رښتینې توګه له واقعي مظلومانو سره، د یوې با احساسه او مسئولې ادارې په لاس د شتمنو خلکو مالي مرسته تر سره شي.

د بېوزلو یتیمانو او معلولینو د چارو دغې ادارې په خپل یو پیغام کې پر شتمنو وګړو د مرستې ږغ کړی او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې په پوره امانتدارۍ سره به د دوی نفقات او صدقات تر مستحقینو رسیږي.

((د افغانستان په ټولو سيمو، په تېره بيا په ليرې پرتو سيمو کې چې د اسلامي امارت تر بشپړ نفوذ او واکمني لاندې دي، د وحشي کفارو د بې رحمه بمباريو او تشدد له کبله په داسې توګه بېوزله کورنۍ، يتيمان او معلولين لرو، چې هيڅ مدرک او عائد نه لري، د ژوند شپې او ورځې یې په ډېر اشد غربت، بې وسۍ او ناروغيو کې تيريږي.

ټوله هيله او اميد يې يوازې او يوازې د مسلمانانو مرستو او همکاريو ته دی او بايد په ياد ولرئ چې ستاسو لږ غوندې مرسته هم د يوه يتيم پر خوله مسکا راوستلای شي.

په دې اړه د بېوزلو يتيمانو او معلولينو چارو اداره تاسو رحمدله مسلمانانو ته په بشپړه توګه ډاډ او اطمينيان درکوي، چې اداره به ستاسو هر ډول نقدي او نورې مرستې، د افغانستان اسلامي امارت د ترتيب شوې لايحې سره سم پر وخت او په سمه توګه ورته رسوي.
تاسو کولای شئ چې له یادې ادارې سره په لاندې ادرسونو اړيکه ونیسئ.
ایمېل ادرس: [email protected]

واټساپ شمېره: 0093702977511