نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
سید سعید د ۲۰۲۰ز، کال د نومبر د میاشتې په لومړۍ نیټه د بدخشان ولایت مرکز اړوند ۹ ناحیه کې د حکومت په یو هوایي برید کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي. د نومبر په لومړۍ نیټه دفراه ولایت دمرکز اړوند غلامان سیمه کې د صفریک قطعي عسکرو د یو ملکي وګړي پر […]
سید سعید
د ۲۰۲۰ز، کال د نومبر د میاشتې په لومړۍ نیټه د بدخشان ولایت مرکز اړوند ۹ ناحیه کې د حکومت په یو هوایي برید کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.
د نومبر په لومړۍ نیټه دفراه ولایت دمرکز اړوند غلامان سیمه کې د صفریک قطعي عسکرو د یو ملکي وګړي پر کور چاپه وهلې، د کور څښتن یې شهید کړی او د نوموړي میرمن یې ژوبله کړې ده.
د نومبر په لومړۍ نیټه د بدخشان ولایت مرکز مربوط په دوابه کلي کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزوکې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.
د نومبر په لومړۍ نیټه د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په ګل نام او اوښکې ډنډ کلیو کې د کمپاین عسکرو څلور تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.
د نومبر په ۲مه د بدخشان ولایت د یفتل پاین ولسوالۍ په ګزانګ کلي کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی( عبدالحکیم) شهید کړی دی.
د نومبر په ۲مه د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ په برات خیلو کلي کې حکومتي الوتکو یو مسجد بمبار کړی،چې یو لمونځ کونکی پکې شهید شوی او بل تن ژوبل شوی دی.
دنومبرپه ۳مه د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په قل کرک کلي کې حکومتي ځواکونو پر یو مسجد بمبار کړی،په دغه بمبار کې مسجد شهید شوی، خو خلکو ته پکې ځاني زیان نه دی رسیدلی.
د نومبر په ۳مه د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په دیغیرو سیمه کې داخلي عسکرو د ماشومانو د لوبو پر میدان هاوانونه پیر کړي، چې له امله یې شپږ تنه ماشومان شهیدان او ټپیان شوي دي.
د نومبر په ۳مه د کونړ ولایت د نرنګ ولسوالۍ د باډیل درې په صوفه غونډۍ سیمه کې حکومتي عسکرو د ولسي خلکو پر کورونو چاپه وهلې،دوه تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي او دولسي وګړو کورونو ته زیان اړولی دی.
د نومبر په ۳مه د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ په نو اباد سمیه کې دحکومتي ځواکونو دهاوان په ډزو کې درې میرمنې او دوه ماشومان شهیدن شوي دي.
د نومبر په ۴مه د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ په عرب قشلاق سمیه کې داخلي عسکرو دهستوګنې پر سیمو دتوپچي پیرونه کړي، چې له امله یې درې تنه ژوبل شوي دي.
د نومبر په ۴مه د کندز ولايت د خان اباد ولسوالۍ په نوابادسيمه کي حکومتي الوتکو د ملکي خلکو پر هغې ګڼې ګونې بمبار کړی، چې د طالبانو له لوري د نیول شوي بیس لیدلو ته راټول شوي وو،د رسنیزو رپوټونو په اساس په دغه بمبار کې دیارلس تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او اووه لس تنه ټپیان شوي دي.
د نومبر په ۴مه دکندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ په نواباد سیمه کې د حکومت په هوایې برید کې یو ماشوم شهید او درې تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.
د نومبر په ۴مه دسرپل ولایت دمرکز اړوند د کورک عربیه په سیمه کې د حکومتي عسکرو دتوپچي په ډزو کې دوې میرمنې او یو ماشوم ټپیان شوي او د خلکو کورونو ته زیان رسیدلی دی.
د نومبر په ۴مه دغزني ولایت د شلګر ولسوالۍ د سلطان باغ پر کلي داخلي عسکرو هاوانونه ویشتلي،چې له امله یې یو سپن ږیری او یو ماشوم شهیدان شو ي دي.
د نومبر په ۵مه دهلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ دعینک دلوی کلي په سيمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په برید کې یوه میرمن شهیده شوې او یوه ماشومه ژوبله شوې ده.
د نومبر په ۶مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په سترې ترمۍ او کمې ترمۍ سیمو کې حکومتي عسکرو د خلکو پر کورونو دتوپچي ډزې کړې چې له امله یې د یوه کور شپږ تنه غړي ژوبل شوي او یوه ماشومه شهیده شوې ده.
د نومبر په ۷مه د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د حکومتي الوتکو په بمبا رکې یو ملاامام شهید شوی او شپږ تنه کلیوال ټپیان شو دي.
د نومبر په ۷مه د جلال باد ښار په څلورمه ناحیه کې حکومتي عسکرو د اسد په نوم یو متعلم د خپلې کورنۍ دغړو په مخکې شهید کړی دی.
د نومبر په ۸مه د پکتيکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په بکي خيل کلي کې داخلي عسکرو د حضرت عمر په نوم یو ملکي وګړی شهید کړی دی.
د نومبر په ۸مه دهرات ولایت د غوریان ولسوالۍ بازار کې حکومت پلوه ملېشو( سنګوریانو) یو ملکي وګړي شهید او یو بل تن ژوبل کړی دی.
د نومبر په ۹مه د بلخ ولایت دکشندې ولسوالۍ په مربوطاتو کې اربکیانو پر یو کور د برید په مهال یوه میرمن او یو ماشوم شهیدان کړي دي.
د نومبر په ۹مه د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ دسنګحصار د دیوارو په کلي کې حکومتي الوتکو پر یو کور بمبا رکړی، په یاد شوي بمبار کې دو ې ښځې شهیدانې شوې دي.
د نومبر په ۱۰مه د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالۍ د مامورخیلو په کلي کې د حکومتي عسکرو د توپچي په ډوز کې څلور تنه ولسي هیوادوال ټپیان شو ي دي.
د نومبر په ۱۰مه د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ درازګر په سیمه باندې داخلي عسکرو هاوانونه ویشتلي،چې له امله یې د مولویي برهان الدین په نوم یو ۸۰ کلن عالم شهید شوی دی.
د نومبر په ۱۰مه د جوزجان ولایت د فیض اباد په حیدراباد کلي کې د حکومت په یو هوایې برید کې درې تنه ملکي وګړي( خدای قل، زوی یې او یو بل کلیوال) شهیدان شوي دي.
د نومبر په ۱۱مه د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په نیاز الله کلي کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې درې ماشومان ژوبل شوي دي.
د نومبر په ۱۱مه حکومتي الوتکو د کندز ولايت د خان ابادولسوالۍ د اخترتپې ترڅنګ دولسي وګړوکورونه بمبارکړي، په یاد شوي بمبار کې لس تنه ولسي هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.
د نومبر په ۱۲مه د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ په رازګرد سیمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی، دوې میرمنې او یو سپین ږیری ژوبل شوي دي.
د نومبر په ۱۲مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په سرآسیاب سیمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په بریدونو کې دوې ښځې او څلور ماشومان ټپیان شوي دي.
د نومبر په ۱۲مه د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ د لعلي والو پر کلي حکومتي عسکرو هاوانونه ویشتلي، یوه مرمۍ پر یو کور لګېدلې چې له امله یې یوه میرمن شهیده شوې او بله ژوبله شوې ده.
د نومبر په ۱۴مه د خوست ولایت مرکز په منګسو کلي کې د کمپاین عسکرو د یو ملکي وګړي پر کور چاپه وهلې،د کور څښتن یې له کوره ایستلی او بیا یې شهید کړی دی.
د نومبر په ۱۴مه د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ په غوزک دره کې د داخلي عسکر د توپچي په ډزو کې د میرمنو په شمول څلور تنه شهیدان او ژوبل شوي دي.
د نومبر په ۱۷مه داخلي عسکرو د کندز ولایت په ګلتپه سیمه کې په ملکي کورونو د هاوان توغندي پیر کړي، چې له امله یې په یوه کور کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه شهیدان او شپږ نفره ټپیان شوي او په بل کور یوه میرمن شهیده شوې ده.
د نومبر په ۱۷مه د ارزګان ولایت ددهراود ولسوالۍ دده شیخ په سیمه کې د حکومتي الوتکو په بمبا رکې یو ماشوم او یو سړی شهیدان شوي دي.
د نومبر په ۱۷مه دهلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ دګوهرګین په کلي کې د داخلي عسکرو د هاوان په بریدونو کې یوه میرمن او درې ماشومانې شهیدانې شوې دي.
د نومبر په ۱۷مه د خوست ولایت مرکز بازار کې د کمپاین عسکرو د غاښونو په یو کلینک باندې چاپه وهلې، د صدیق حسین په نوم یو ډاکتر یې له همدغه کلینیک څخه وړی او په صحرا باغ کې شهید کړی دی.
د نومبر په ۱۸مه د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ د چهارسوق د کلي ښوونځي ته نژدې داخلي عسکرو یو ماشوم شهید کړی دی.
د نومبر په ۱۸مه د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په بازار کې اربکیانو د عبدالحمید په نوم یو ملکي وګړی شهید کړی او دوه تنه یې ژوبل کړي دي.
د نومبر په ۱۹مه د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ په چارباغ سیمه کې حکومتي عسکرو د یو سیمه ایز ډاکتر پر کور لومړی چاپه وهلې او بیا یې پر همدغه کور بمبار کړی،په بمبار کې د کور څښتن ډآکتر خاکسار شهید شوی او وراره یې عسکرو له ځان سره د بندي په توګه وړی دی.
د نومبر په ۲۰مه د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په مرکزي سیمه کې اشغالګرو او حکومتي ځواکونو د هستوګنې پر سیمه ببمار کړی، په دغه بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه شهیدان شوي او دوه کوچنیان ټپیان شوي دي.
د نومبر په ۲۱مه د خوست ولایت مرکز اړوند د خاني خوړ سیمه کې د کمپاین عسکرو د چاپې پر مهال دوه تنه ملکي وګړي( نور رحمن او خیرالله) له خپلو کورونو څخه ایستلي او بیا یې شهیدان کړي دي.
د نومبر په ۲۱مه د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ د ماکیانو د کلي یو مدرس عالم مولوی خدای نظر چي د کلي کوچنیانو ته یې درس وایه، داخلي عسکرو نوموړی دیني عالم لومړی له مدرسې څخه ایستلی،بیا یې د کلي منځ کې شهید کړی او وروسته یې په شوبله پسې تړلی او تر خپلې پوستې پورې یې پر مځکه کش کړی دی.
د نومبر په ۲۲مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په ارضلیک سیمه کې د حکومتي عسکرو د توپچي په ډزو کې دوه تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي دي.
د نومبر په ۲۳مه د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د سرخسنګ کلي کې د داخلي عسکرو په ډزو کې یو سپین ږیری( حاجي اغا محمد کاکا) شهید شوی دی.
د نومبر په ۲۴مه دسرپل ولایت د ګوسفندي ولسوالۍ د الغن په سیمه کې اربکیانو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.
د نومبر په ۲۴مه د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ کې حکومتي عسکرو CHC پلس کیلنیک باندی د هاوان برید کړی چې له امله یې همدغه کلینیک ته زیان او ښتی دی.
د نومبر په ۲۴مه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د حاجي امان الله په کلي کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.
د نومبر په ۲۶مه د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په نېک اباد سیمه کې حکومتي الوتکو پر سیمه ییز بازار بمبار کړی، په دغه بمبار کې څلور دوکانونه او یو کلینیک ویجاړ شوي دي.
د نومبر په ۲۶مه د بادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ په کوکچائل سیمه کې حکومتي الوتکو د یو ملکي وګړي( امین الله) پر کور بمبار کړی، د لومړینو رپوټونو په اساس په دغه بمبار کې د امین الله په ګډون د نوموړي د کورنۍ دوولس تنه غړي شهیدان شوي دي.
د نومبر په ۲۶مه د جوزجان ولایت د منګجیک ولسوالۍ له ودانۍ څخه توغول شوی هاوان د هارون دوم په کلي کې لګېدلی، چې له امله یې درې تنه ژوبل شوي او د خلکو مواشي او مالونه له منځه تللي دي.
د نومبر په ۲۶مه د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ د دیوانه ورخ پربازار اوشاوخوا کليو باندې حکومتي عسکرو هاوانونه ویشتلي، چې له امله یې پنځه لس تنه ملکي وګړي(د ښځو او ماشومانو په ګډون) شهیدان او ټپیان شوي دي.
د نومبر په ۲۶مه د لغمان ولایت د دولت شاه ولسوالۍ په زرکمر سیمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو کلیوال شهید، دوه ماشومان ژوبل او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
د نومبر په ۲۷مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ بازار ته څیرمه د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.
د نومبر په ۲۷مه دبغلان و لایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په غلام بای کلي کې د داخي عسکرو د هاوان په ډزو کې درې تنه کلیوال شهیدان او زخمیان شوي او خلکو ته مالي تاوان رسیدلی دی.
د نومبر په ۲۷مه د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د حکومتي ځواکونو په بمبار کې اته تنه ملکي وګړي ژوبل شوي او خلکو ته مالي زیان اوښتی دی.
د نومبر په ۳۰مه دکندهار ولایت د میوند ولسوالۍ دکاریزک په سیمه کې حکومتي عسکرو د ولسي وګړو د اوبو له برمو او باوړیو څخه ۶۰ شمسیانې او له کورونو څخه قیمتي سامانونه ا وسباب وړي او په اخر کې یې ۱۵ کورونه ویجاړ کړي دي.
د نومبر په ۳۰مه د لغمان مرکز مهترلام په بسرام او بدیع اباد سیمو کې د صفردوه قطعې عسکرو د هستوګنې پر سیمو هاوانونه ویشتلي چې له امله یې څلور تنه شهیدان شوي او یو میرمن او یو سړی ژوبل شوي دي.
مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ټول افغان ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیااو=]
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.