د کرنې او مالدارۍ وزیر : نږدې راتلونکې کې به د کبانو د صحي غوښو له درکه په ځان بسیا شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۶) د افغانستان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وزیر عطاالله عمري وايي : خوښ دې چې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په ننګرهار کې هم د کبانو د روزنې صنعت وده کړې. نوموړي دا خبرې نن د لړم په ۱۹ مه رسنیو ته د ننګرهارکانال د ثمرخېلو په ساحه کې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۱۶) د افغانستان د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وزیر عطاالله عمري وايي : خوښ دې چې د هېواد د نورو ولایتونو په څېر په ننګرهار کې هم د کبانو د روزنې صنعت وده کړې.
نوموړي دا خبرې نن د لړم په ۱۹ مه رسنیو ته د ننګرهارکانال د ثمرخېلو په ساحه کې د تازه دکبانو حوضونه دجوړېدو د پرانستې پرمهال وکړی .
د کرنې وزیر وویل : دا مهال په افغانستان کې د کبانو پالنې او روزنې څو زره فارمونه شته چې له ښه مرغه په نږدې راتلونکې کې به د کبانو د صحي غوښو له درکه زمونږ هېوادوال په ځان بسیا شي .
په ورته مهال د ننګرهارکانال ریاست رئيس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل : د ننګرهارکانال په شاوخوا سل جریبه ځمکه خصوصي کرنیزو شرکتونو د کبانو حوضونه جوړي او د ننګرهارکانال هم پخپله دولتي ځمکه ۳۶ د کبانو حوضونه جوړ کړي چې په نږدې ورځو کې به تازه کبان د درنو هېوادوالو خدمت ته وړاندې کړي .

باید وویل شي د هډې فارم ثمرخېلو ساحه کې په ۳۰ جریبه ځمکه دا نوي حوضونه پنځه کرنیز شرکتونه جوړوي چې ۱۵۰ تنو ته يې د کارزمینه هم برابره کړی .
د کبانو د روغتيايي ګټو ورهاخوا د دا ډول فارمونو له جوړېدو سره که زيات شمېر کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.
همدارنګه افغانستان د ښه اقليم په درلودو سره په ټولو فصلونو کې د کبانو روزنې ته مناسب دی.