جنګي جنایتونه( مارچ)

سید سعید: د ۲۰۲‍۱ز، کال د مارچ د میاشتې په لومړۍ نیټه دفاریاب ولایت د المار ولسوالۍ بازار ته څیرمه حکومتي الوتکو دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي. د مارچ په لومړۍ نیټه  د لوګر ولایت مرکز په تختي شاه سیمه کې داخلې عسکرو یو ملکي وګړی(  فضل اکا) شهید کړی دی. د مارچ […]

سید سعید:

د ۲۰۲‍۱ز، کال د مارچ د میاشتې په لومړۍ نیټه دفاریاب ولایت د المار ولسوالۍ بازار ته څیرمه حکومتي الوتکو دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

د مارچ په لومړۍ نیټه  د لوګر ولایت مرکز په تختي شاه سیمه کې داخلې عسکرو یو ملکي وګړی(  فضل اکا) شهید کړی دی.

د مارچ په ۲مه د کابل ولایت د پغمان ولسوالۍ په  بره ارغندۍ  کې حکومتي عسکرو د چاپې په مهال درې تنه ملکي وګړي – چې پلار او دوه زامن وو-  لومړی په چړو وهلي او بیا یې شهیدان کړي دي.

د مارچ په ۳مه  د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ په چهار جفت او مرکزي سیمه کې داخلي عسکرو دوه تنه ملکي وګړي په جلا- جلا پیښو کې شهیدان کړي دي.

دمارچ په ۴مه د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ بازار ته څیرمه  د حکومتي ځواکونو په هوایې حمله کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د مارچ په ۵مه  د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ په بازار کې داخلي عسکرو پر ملکي خلکو ډزې کړې چې له امله یې یو موټر چلونکی او یوه میرمن شهیده شو ې ده.

د مارچ په ۵مه د کـنـدهـار  ولایت د پنجوایي ولسوالۍ د ریګي په سیمه کي حکومتي عسکرو د حافظانو د فراغت پر غونډه دتوپچي بریدونه کړي چې له امله یې اووه تنه حافظان شهیدان او ټپیان شوي دي.

د مارچ په ۶مه د هلمند ولایت د مرکزلښکرګاه د اولې حوزې دزرګرانو د مارکیټ په سیمه کې داخلي عسکرو یو دوکاندار شهید کړی دی.

د مارچ په ۸مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په منګل لګډې سیمه کې حکومتي عسکرو د چاپې په مهال یو سپین ږیری کلیوال شهید کړی او خلکو ته یې مالي تاوانونه رسولي دي.

د مارچ په ۸مه د لوګر ولایت مرکز پل علم په پادخواب شانه سیمه کې حکومتي عسکرو یوملکي وګړی شهید کړی دی.

د مارچ په ۸مه د هرات ولایت د کشک کهنه ولسوالۍ د کښته بازار د بند امام په کلي کې د عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د مارچ په ۹مه د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالی په دهزکي سیمه کې د یرغلګرو په ډرون برید کې یو ۱۴ کلن هلک شهید شوی دی.

د مارچ په ۱۰مه دهلمند ولایت مرکزلښکرګاه ته څیرمه دسره ګودر په سیمه کې د حکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې درې تنه ماشومان شهیدان شوي او یو بل تن ژوبل شوی دی.

د مارچ په ۱۰مه دهلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د سرې کلا په سیمه کې سنګوری اربکیانو یوملکي وګړی شهید کړی او یو بل تن یې ژوبل کړی دی.

د مارچ په ۱۱مه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د پيټلو په ځاځي سیمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی او دوې ماشومانې ژوبلې شوې دي.

د مارچ په ۱۱مه د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ په مرکز کې د امنیه قومندانۍ عسکر یو کور ته ورغلي، یو سړی او یوه میرمن یې په خپل کور کې شهیدان کړي او یو بل تن یې په خپل پټي کې شهید کړی دی.

د مارچ په ۱۱مه  د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په ټټنګ سیمه کې د صفر دو په نوم عسکرو د خلکو پر کورونو چاپه وهلې، یوه ورځ او شپه یې خلک خپلو کورونو کې بندیان کړي او په یو سیمه ییز دارالحفاظ کې یې لس تنه حافظان شهیدان کړي، له پیښې څخه د ژوندي پاته شوو ماشومانو په وینا:«عسکر چې مدرسې ته راغلل په عمر څه مشران حافظان یې له کوټو څخه وایستل او بیا یې یو- یو زموږ په مخکې شهیدان کړل».

د مارچ په ۱۲مه حکومتي الوتکو د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې (+CHC) سي ایچ سي پلس کلینیک باندې بمبار کړی، په دغه بمبار کې کلینیک ویجاړ شوی او ټول صحي وسایل یې له منځه تللي دي،یاد شوی کلینیک د (SDO سنایي انڪشـافي مـؤســسـې) له لوری تمویلده، په یاد شوي کلنیک کې ۱۴ تنه نارینه او ۹ تنه ښځينه ډاکټرانو او روغتیاپالو کار کاوه او په سیمه کې یوازیني مجهز کلینیک و.

د مارچ په ۱۲مه د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ په لیوني بازار سیمه کې عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د مارچ په ۱۲مه  د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په باغ پهلوان سیمه کې د حکومتي ځواکونو د توپچي په ډزو کې یوه میرمن شهیده شوې او څلور ماشومان ژوبل شوي دي.

د مارچ په ۱۲مه د زابل ولایت مرکز قلات د نورک د پوستې څخه په توغول شوو هاوانونو درې نجونې شهیدانې شوې او درې نور ماشومان ژوبل شوي دي.

د مارچ په ۱۳مه د فراه ولایت د مرکز په دهیک سیمه کې داخلي عسکرو یو موټرچلونکی شهید کړی، همداراز د بالابلوک ولسوالۍ د کنسک په سیمه کې هم عسکرو یو ملکي وګړی چې په لاره روان و، شهید کړی دی.

د مارچ په ۱۴مه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په پیټلو سیمه کې د حکومتي عسکرو د توپچي په ډزو کې یو سپین ږیری شهید شوی او پنځه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د مارچ په ۱۵مه د جوزجان ولایت د منګجیک ولسوالۍ په هارواول کلي کې د حکومتي عسکرو د توپچي په ډزو کې یو ځوان شهید شوی دی.

د مارچ په ۱۵مه د کندز ولایت د قلعه زال ولسوالۍ په اق مسجد سیمه کې د داخلي عسکرو په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د مارچ په ۱۶مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په بازار کې د حکومتي عسکرو په ډزو کې یوه ښځه او دوه ماشومان  ژوبل شوي دي.

د مارچ په ۱۹مه دهرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په شهرودک سیمه کې داخلي عسکرو د ملکي خلکو پر یو موټر ډزې کړې چې له امله یې دوه ماشومان شهیدان شوي دي.

د مارچ په ۱۹مه  د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د سورډاګ په سیمه کې د صفر دو قطعې عسکرو د ولسي خلکو پر کورونو د چاپې په مهال یو ښوونځی نړولی او د ګڼو کورونو دروازې یې په بمونو تخریب کړې دي.

‏ د مارچ په ۱۹مه د ارزګان ولایت د مرکزتر ینکوټ د پاي ناوي په سیمه کي داخلي عسکرو یو سپینږیری بزګر چې په خپل کښت کې یې اوبه لګولې شهید کړی دی.

د مارچ په ۱۹مه د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د چغاتک په سیمه کې حکومتي عسکرو دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

د مارچ په ۲۰مه د زابل ولایت د ښارصفا ولسوالۍ د خواجه بابا په سیمه کې د کابل- کندهار پر لویه لار د پوستې عسکرو یو موټر چلونکی د ۵۰ افغانیو د نه ورکړې په ګناه وهلی او په مرمیو ویشتلی دی.

د مارچ په ۲۰مه د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ په ټکیر سیمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید او بل ژوبل شوی دی.

د مارچ په ۲۰مه د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په بادرو سیمه کې اربکیانو د قطب الدین په نوم یو رکشه چلونکی شهید کړی دی.

د مارچ په ۲۱مه د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په شهرکهنه سیمه کې د حکومتي عسکرو په یو هوایې برید کې یو ملکي وګړی شهید شوی او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د مارچ په ۲۲مه د هلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ د سربند په سیمه کې داخلي عسکرو د ولسي خلګو پر یو فلډرموټر ډزې کړې چې له امله یې  موټر چلونکی شهید شوی او درې تنه سپاریان یې ټپیان شوي دي.

د مارچ په ۲۲مه د کندهار ولایـت د ارغنداب ولسوالۍ د کوچنۍ منارې په سیمه کې د حکومتي ځواکونو د هاوان په ډزو کې دوه کورونه لګېدلي او په همدې کورونو کې ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله او ښتې ده، وروسته چې خلکو د همدې پیښې ټپیان ښار ته درملنې لپاره انتقالول د ناګهان په سیمه کې   بمبار پرې شوی او د همدې زخمیانو په ګډون نهه تنه ولسي وګړي شهیدان او دوه تنه ټپیان شوي دي.

د مارچ په ۲۲مه د خوست د صبریو ولسوالۍ په مکتب بازار سیمه کې حکومتي عسکرو د یاد شوي بازار ګڼ دوکانونه نړولي او څلور تنه ملکي وګړي یې شهیدان کړي دي.

د مارچ په ۲۲مه حکومتي ځواکونو د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د سنګک بازار باندې ډیسي توپونه او هاوانونه پیر کړي چې له امله یې یو ملکي وګړی شهید شوی او اووه تنه ژوبل شوي دي.

د مارچ په ۲۳مه د زابل ولایت مرکز قلات د نورک په سیمه کې حکومتي لاره ساتونکو عسکرو یو موټر چلونکی په دې خاطرشهید کړی،چې دوی ته یې پیسې نه ورکولې.

د مارچ په ۲۳مه دهلمند ولایت د واشېر ولسوالۍ او د مرکز لښکرګاه د باباجي د ښوراب په سیمه کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د قومندان جنرال سمیع سادات په مشرۍ عسکرو د ملکي وګړو لسګونه کورونه په بلدوزرونو نړولي او پنځه ویشت تنه ولسي وګړي یې شهیدان او ټپیان کړي دي. خلکو د دې کړنې پر ضد مظاهره کړې او د هرات- کندهار لویه لار یې تړلې وه.

د مارچ په ۲۴مه د خوست ولایت دوه منده ولسوالۍ کې د کمپاین عسکرو د (ګل اغا) په نوم د سیدخیلو یو تن دیني عالم بندي کړی او بیا یې شهید کړی دی.

د مارچ په ۲۴مه د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې حکومتي الوتکو د CHC په نامه یو صحي کلینک چې د عامو خلکو درملنه پکې کیده بمبار او تخریب کړی دی.

د مارچ په ۲۴مه د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په تاجکانو کلي کې د حکومتي الوتکو په بمبار کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د مارچ په ۲۴مه د بغلان د پلخمري ولسوالۍ په مکتب بالا دورې سیمه کې د حکومتي عسکرو په توپچي بریدونو کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د مارچ په ۲۴مه د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ په ترکو کلي کې د حکومتي عسکرو د ډيسي توپ په بریدونو کې یوه میرمن او دوه ماشومان شهیدان شوي دي.

د مارچ په ۲۷مه رسنیو خبر ورکړ چې د خوست ولایت په صبریو ولسوالۍ کې د کمپاین عسکرو د ولسي وګړو پر کورونو چاپې وهلې او بریدونه یې پرې کړي دي، د عیني شاهدانو په وینا په دې بمباریو او چاپو کې نولس تنه ملکي هیوادوال چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دي شهیدان شوي او پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د مارچ په ۲۸مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کې عسکرو  پر ولسي خلکو ډزي کړې چې له امله یې یو تن شهید اوبل ژوبل شوی دی.

د مارچ په ۲۹مه د هلمند د ګرشک ولسوالۍ د مهاجربازار په سيمه کې حکومتي عسکرو د ولسي خلګو پر کورونو د هاوان بریدونه کړي چې له امله یې پنځه تنه ولسي وګړي چې ټول سره وروڼه وو، شهیدان شوي دي.

د مارچ په ۲۹مه د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ په ګل تپه سیمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په برید کې یو ماشوم شهید شوی دی.

د مارچ په ۲۹مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په بازار کې د حکومتي عسکرو دهاوان په برید کې یو ملکي وګړی شهید شوی او بل تن ژوبل شوی دی.

د مارچ په ۲۹مه د کـنـدهـار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د جوی لاهور اوسیدونکي( ملا یار محمد) جسد پیدا شو، نوموړی یو میاشت مخکې کمانډویې عسکرو له خپله کوره بېولی و او بیا شهید کړی و.

د مارچ په ۳۰مه د ارزګان مرکزترینکوټ د پاي ناوي د سري کلا په سیمه کي( دمرکز او دهراود ترمنځ پرغزیدلي لاره) د ملنګ د پوستي عسکرو دوه تنه ملکي وګړي چې په لاره روان وو، شهیدان کړي دي.

د مارچ په ۳۰مه د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د چلیکک کلي کې میشتو عسکرو یو بزګر چې خپل پټي کې یې اوبه لګولې، شهید کړی دی.

د مارچ په ۳۰مه د میدان وردګ ولایت د بند چک ولسوالۍ په شاه قلندر بازار کې داخلي عسکرو د انبوخاک د لیسې استاد ( نو الرحمن) شهید کړی دی.

د مارچ په ۳۰مه د فاریاب ولایت د جمعه بازار ولسوالۍ په بازار کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید او بل ژوبل شوی دی.

د مارچ په ۳۱مه د هلمند د واشېر ولسوالۍ دشرینک په سيمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په برید کې یو ماشوم شهید شوی دی.

د مارچ په ۳۱مه د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ په ظریف خېلو، ناور او میز غونډۍ سیمو کې د حکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې لس تنه ولسي وګړي د ښځو او ماشومانتو په ګ‌ډن شهیدان او ټپیان شوي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ټول افغان ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیااو=]