جنګي جنایتونه( فبروري)

سید سعید: د ۲۰۲۱ ز، کال د فبروري د میاشتې په لومړۍ نیټه حکومتي ځواکونو د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د بخمل کوچې او پادخواب سیمو کې  د توپچي بریدونه او بمبار کړی، چې له امله یې لس تنه ولسي هیوادوال شهیدان او ژوبل شوي دي. د فبروري په ۲مه دهلمند ولایت د […]

سید سعید:

د ۲۰۲۱ ز، کال د فبروري د میاشتې په لومړۍ نیټه حکومتي ځواکونو د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د بخمل کوچې او پادخواب سیمو کې  د توپچي بریدونه او بمبار کړی، چې له امله یې لس تنه ولسي هیوادوال شهیدان او ژوبل شوي دي.

د فبروري په ۲مه دهلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ دشنه پله په سيمه کې حکومتي الوتکو پر ملکي خلکو بمبار کړی، په دغه بمبار کې دوه سپین ږیري او دوه ماشومان شهیدان شوي او څلور تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د فبروري په ۳مه دهلمند ولایت دناوې ولسوالۍ دښائسته خان د ډراب په سيمه کې  عسکرو یو سپین ږیری شهید کړی دی.

د فبروري په ۳مه  دبادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ په مربوطاتو کې داخلي عسکرو یو ملکي موټر چلونکی شهید کړی دی.

د فبروري په ۴مه د زابل ولایت د ښارصفا ولسوالۍ  د قومندان عبدالاحد په کلي کې داخلي عسکرو یو ماشوم( بخت محمد د پیدا محمد زوی) شهید کړی دی. همدا راز   حکومتي عسکرو د دې ولسوالۍ د زیارت کلي ته څیرمه دوه تنه ملکي وګړي چې پر موټر سایکل سپاره وو، شهیدان کړي دي.

د فبروري په ۴مه  د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د طوطو په سیمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې  یوه ښځه شهیده شوې او څلور ماشومان ټپیان شوي دي.

د فبروري په ۴مه  د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ  تنیلر کلي کې د داخلي عسکرو د  ډیسي توپ په پیرونو کې څلور  ماشومان او میرمنې شهیدان او ټپیان شوي دي.

د فبروري په ۵مه د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ بازارکې حکومتي عسکرو  د ملکي خلکو ګڼ دوکانونه او کورونه ویجاړ کړي او قیمتي توکي یې چور کړي دي.

د فبروري په ۵مه دبادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ دکنه قل په کلي کې د داخلي عسکرو د هاوان په ه ډزو کې یوه مدرسه او  یو شمېر کورونه زیانمن شوي دي.

د فبروري په ۶مه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ مرکز کې حکومتي عسکرو پر یو موټر ډزې کړې چې له امله یې درې تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د فبروري په ۶مه  د سرپل ولایت دسیداباد ولسوالۍ د منګوتي په سیمه کې د حکومتي عسکرو  د هاوانونو په پیرونو کې پنځلس کورونه زیانمن شوي دي.

د فبروري په ۷مه دفراه ولایت دپشترود ولسوالۍ په ګجګین سیمه کې حکومتي الوتکو هغه امبولانس موټر په نښه کړی چې له پشترود ولسوالۍ څخه یې ملکي وګړي چې زخمیان شوي وو،  لیږدول.

د فبروري په ۷مه دسرپل ولایت د سیداباد ولسوالۍ په قوشتپه  سیمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې یوه میرن شهیده شوې او شپږ نورې ژوبلې شوې دي.

د فبرروي په ۷مه دهلمند ولایت دناوې ولسوالۍ دشنه پله په سيمه کې  د داخلي عسکرو د توپچي په ډزو کې اته تنه میرمنې او ماشومان ټپیان شوي دي.

د فبروري په ۷مه دهلمندولایت دګرشک ولسوالۍ دنهرسراج د وزیرو  مانده  سيمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې دوه ماشومان شهیدان شوي او درې تنه ټپیان شوي دي.

د فبرروي په ۷مه  د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ کې حکومتي عسکرو  د خلکو په کورونو ډیسې توپونه ویشتلي، چې له امله یې یو دیني عالم شهيد او نهه تنه نور ملکي وګړي ژوبل شوي دي. همداراز د چال ولسوالۍ په زمبورک سیمه کې اربکیانو یو ملکي  وګړی شهید کړی دی.

د فبروري په ۸مه دسرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ مرکز ته څیرمه د حکومتي ځواکونو په بمبا رکې دوه مسجدونه شهیدان شوي او خلکو ته مالي تاوانونه او ښتي دي.

د فبروري په ۸مه  د لغمان مرکز مهترلام بدیع آباد سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی چې د سړک په غاړه یې سبزي خرڅوله، شهید کړی دی.

د فبروري په ۹مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ د ملایانو سیمه کې د داخلي عسکرو  د ډیسي توپ په ډزو کې یوه میرمن شهیده شوې او درې ماشومان یې ژوبل شوي دي.

د فبروري په ۹مه د کمپاین په نوم عسکرو د خوست ولایت مرکز  د کونډیو سیمې څخه یو ملکي وګړی( بادشاه) له خپل پټي څخه د ځان سره وړي او بیا یې شهید کړی دی.

د فبرور ي په ۹مه دفاریاب ولایت دالمار ولسوالۍ بازار ته څیرمه د حکومتي الوتکو په بمبار کې  دملکي خلکو د تېلو یو پمپ ویجاړ شوی دی.

د فبروري په ۱۱مه دفاریاب  ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ د سرچکان په سیمه کې د حکومتي عسکرو دتوپچي په ډزو کې یو ملکي سړی( حاجي عبدالکریم) او میرمن یې شهیدان شوي دي.

د فبروري په ۱۲مه د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ په چنارک  سیمه کي داخلي عسکرو یو سپین ږیری شهید کړی دی.

د فبروري په ۱۲مه دا رزګان ولایت په  دهراود ولسوالۍ کې  دکمپاین دیوي پوستي عسکرو له یوه غریب کلیوال څخه ډوډۍ غوښتې، نوموړي ورته ویلي و، چې ډوډۍ مو نه ده پخه کړې، په همدې علت عسکرو نوموړی کلیوال شهید کړی او د نوموړي شهید میرمن چې د خپل خاوند دفاع یې کوله زخمي کړې ده.

د فبروري په ۱۳مه دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ دنهرسراج دیکه لنګ په سيمه کې داخلي عسکرو  دولسي خلګو پر موټر  ډزې کړې، چې له امله یې په موټر کې ناست (معلم اجمل، میرمن او ماشوم زوی یې) ټپیان شوي دي.

د فبروري په ۱۳مه   حکومتي الوتکو د بلخ ولایت د شولګره ولسوالۍ په اغرسای سیمه کې پر یو مسجد بمبار کړی،په دغه بمبار کې مسجد زیانمن شوی او ملا امام پکې شهید شوی دی.

د فبروري په ۱۳دهلمند دناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې دوې ماشومې نجونې شهیدانې شوې دي.

د فبروري په ۱۴مه دهلمند ولایت  دناوې ولسوالۍ دامین دپوستې په سيمه کې داخلي عسکرو درې تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي.

د فبروري په ۱۴مه د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ په بسطلي سیمه کې اربکیانو د خلکو پر کورونو ډزې کړې چې له امله یې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د فبروري په ۱۵مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ دنهرسراج دشندک مانده په سيمه کې داخلي عسکرو له خپلې پوستې څخه یو ملکي وګړی  ویشتلی او شهید کړی دی.

د فبروري په ۱۵مه دفاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د خیراباد په سیمه کې د داخلي عسکرو د ډيسي توپ په برید کې یوه ښځه اویو ماشوم شهیدان شوي دي.

د فبروري په ۱۵مه دغور ولایت د مرکز  فیروزکوه  د اهنګرانو په سیمه کې د حکومتي الوتکو په بمبار کې یو ملکي وګړی شهید شوی او خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

د فبرور ي په ۱۶مه  د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ په ناوې کلي باندې  د صفر یک قطعې عسکرو چاپه وهلې، د خلکو د کورونو دروازې یې ماتې کړې،دوه تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي او څلور تنه د هوټل کارکوونکي یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د فبروري په ۱۶مه دهلمند ولایت دناوې ولسوالۍ داڅګزو د ښاخ په سيمه کې دحکومتي ځواکونو په بمبار او توپچي بریدونو کې پنځه تنه ملکي وګړي شهیدان او  یوولس تنه  ټپیان شوي او ګڼ شمېر کورونه زیانمن شوي دي.

د فبروري په ۱۷مه دفاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ په اسلام او شش تپه  سیموکې د حکومتي ځواکونو په بمبار کې یوه میرمن ټپي شوې او یو سړی شهید شوی دی.

د فبروري په ۱۷مه  د بدخشان ولایت د وردج ولسوالۍ په غنیو کلي کې د حکومتي عسکرو دتوپچي په ډزو کې یو ملکي سړی شهید شوی او دوه تنه ژوبل شوي دي.

د فبروري په ۱۷مه د تخار ولایت د دښت کلا ولسوالۍ په  چیچکه او جهلم خور سیمو کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ماشوم شهید شوی او شپږ تنه ژوبل شوي دي.

د فبروري په ۱۸مه  د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ په بلهاني سیمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې اووه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي او خلکو ته مالي تاوانونه اوښتي دي.

د فبروري په ۱۸مه  حکومتي الوتکو د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په  خان اباد سیمه کې د حاجي امان کلي په مسجد او حجره بمبار کړی،په دغه بمبا رکې څلور ولسي وګړي شهیدان او دوه تنه ټپیان شوي دي.

د فبروري په ۱۹مه دهلمند ولایت دناوې ولسوالۍ دپارچاوې په سيمه کې د داخلي عسکرو دتوپچي په ډزو کې یو ملکي سړی شهید شوی او درې تنه ژوبل شوي دي.

د فبروري په ۱۹مه دفاریاب ولایت دقیصار ولسوالۍ په بازار کې داخلي عسکرو په ملکي خلکو ډزې کړي چې له امله یې یو ملکي وګړی شهید اویوبل تن زخمي شوی دی.

د فبروري په ۱۹مه  د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ په  سیدور کلي کې حکومتي ځواکونو د چاپې په مهال یو ملکي وګړی او دوې ماشومې لوڼې یې شهیدان کړي دي.

د فبروري په ۲۰مه  د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ په  موتیو کلي کې د داخلي عسکرو د توپچي په برید کې یوه میرمن شهیده شوې ده .

د فبروري په ۲۲مه  د خوست ولایت د ګربز  ولسوالۍ په  پنځایي کلي کې دکمپاین عسکرو دخلکو پر کورونو چاپه وهلې،درې تنه ملکي وګړي یې له خپلو کورونو څخه وړي او بیا یې شهیدان کړي دي.

د فبروري په ۲۳مه  د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ  امام خیلو سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د فبروري  په ۲۴مه  دهرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په مرکزي سیمه کې اربکیانو دولسي خلکو ۱۵ دوکانونه مات کړي، قیمټي او خوراکي توکي یې ترې وړي دي.

د فبروري په ۲۴مه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په نغلو سیمه کې اربکیانو یو ماشوم شهید کړی دی.

د فبرور ي په ۲۴مه د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په  ناني کلي باندې حکومتي عسکرو  هاوانونه ویشتلي،چې له امله یې درې تنه  ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د فبروري په ۲۶مه د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ د صاحبزاده ګانو سیمه کې حکومتي عسکرو دولسي خلکو پر کورونو هاوانونه ویشتلي، چې له امله یې یوه ماشومه شهیده شوې او خلکو ته مالي زیانونه رسیدلي دي.

د فبروري په ۲۶مه د کـنـدهـار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ د سلاوات او ناخوني سیمو کي حکومتي عسکرو د استوګنې پر سیمو توپچي بریدونه کړي چې له امله یې دوه  ملکي وګړي شهیدان شوي او خلکو ته مالي تاوانونه اوښتي دي.

د فبرروي په ۲۷مه د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ د ځنګلي پر کلي داخلي عسکرو چاپه وهلې، پنځه تنه ولسي وګړي یې بندیان کړي او یو تن یې پکې شهید کړی دی.

د فبروري په ۲۷مه د بادغیس ولایت په  مرغاب ولسوالۍ کې د حکومتي عسکرو په توپچي ډزو کې یو سړی شهید او څلور تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د فبروري په ۲۷مه حکومتي ځواکونو د بادغیس ولایت دقادس ولسوالۍ دلنګر په سیمه کې داستوګنې پر سیمه هاوانونه پیر کړي چې له امله یې څلور تنه ښځي او ماشومان شهیدان او پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د فبرور ي په ۲۷مه د فاریاب ولایت دالمار ولسوالۍ د جلګلدي په سیمه کې حکومتي الوتکو یو  ملکي وګړی شهید کړی او بل تن ژوبل کړی دی.

د فبروي په ۲۸مه دفاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په بازارکې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د فبروري په ۲۸مه د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په  قوزي بای قلعه سیمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په برید کې یو ملکي سړی شهید شوی دی.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ټول افغان ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیااو=]