د حماس سياسي دفتر له غړي أ. حسام بدران سره د هېواد ورځپاڼې د مركې متن !!

ژباړه: جبريل سعد *هېواد:* لكه چې لازمه وه؛ ښكاري د اقصی توپان عملياتو له پيل وړاندې مو د اوږدې جگړې تابيا نيولې او د صهيونيستانو لخوا په غزه كې وروستي زيانونه، مرگژوبلې او زور زياتي مو لا همالته اټكل كړي وي، نو همداسې ده؟ ! *أ. حسام بدران:* وحشي ښكېلاك چې پر فلسطين او فلسطينيانو […]

ژباړه: جبريل سعد

*هېواد:* لكه چې لازمه وه؛ ښكاري د اقصی توپان عملياتو له پيل وړاندې مو د اوږدې جگړې تابيا نيولې او د صهيونيستانو لخوا په غزه كې وروستي زيانونه، مرگژوبلې او زور زياتي مو لا همالته اټكل كړي وي، نو همداسې ده؟ !
*أ. حسام بدران:* وحشي ښكېلاك چې پر فلسطين او فلسطينيانو يې د تېري له لومړۍ ورځې د فلسطيني ولس پر ړاندې خپلو جنايتونو ته دوام ور كړی؛ موږ ور سره په مبارزه بوخت يو. تر دې مخكې صهيونيستي ډلو د فلسطينيانو پر وړاندې خونړي جنايتونه ترسره كړي او د فلسطين تاريخ د دغه ښكېلاك د سخت دريځي او د هر ډول اخلاقي او قانوني بې مهاريو سلگونه شواهد له ځان سره لري. نو ځكه د اقصی توپان عملياتو له پيله لا موږ پوهېدو چې له فلسطيني ولس سره په گډه به يې لوړه بيه پرې كوو او د څو لسيزې ښكېلاك په اوږدو كې هم د فلسطيني ولس د توند مقاومت پر وړاندې له ماتې وروسته صهيونيست دښمن د بېغرتۍ د عادت له مخې دغه بيه له ولسي وگړو د غچ اخيستنې له لارې پرې راتاوان كړې ده.
موږ اوس داسې جگړه پيل كړې چې د اوږدې مودې لپاره به د فلسطين د مسئلې برخليك ټاكونكې وي. موږ چې يې دغه بيه پرېكوو؛ د هغې اوږدې لارې يوه برخه يې گڼو چې زموږ ولس د فلسطين د ازادۍ او د فلسطينيانو د خپلواكۍ او په خپله د خپل برخليك ټاكلو لپاره خوښه كړې ده.
نو كوم چې زيانونه دي؛ دا خپله د مقاومت د زړوتيا يوه بېلگه جوړوي او په دې اړه افغانان د پام وړ تجربه لري. هغوی چې په سړه سينه او له شاتگ پرته له نړيوال اشر سره شل كاله جگړه وكړه؛ رښتياهم يې عرب او مسلمان ولسونه را ويښ كړل او د اسلامي نړۍ د راتلونكو برياوو زېری وگرځېده.
دا د غيورو افغانانو هغه وروستۍ تجربه وه او نړۍ له يوې داسې ټولنې زده كړه چې زغم يې درلود، په نره يې جگړه وكړه او پر موقف ټينگه ودرېده. دغه او د عراق، جزائر او نورو ولسونو ځيني تجربې ټولې موږ ته د پرلپسې جهادي هلوځلو او نه ناهيلې كېدو درس را كوي، آن كه هرڅومره لوړې بيې يې هم پرې كوو، ځكه موږ پر بشپړ باور پوهېږو چې د ازادۍ بيه لوړه او ستره ده.
او كوم چې مو تابيا ده؛ نو يوه شېبه هم نه يو كېناستلي او د صهيونيستي ښكېلاك پر وړاندې مو پرلپسې تياريانې او تابيا نيولې او پر هغو ډېرو كمو امكاناتو او وسائلو مو ځان سمبال كړی چې پكې مو پر فلسطينۍ پوهه نوښتونه راوستلي او د خدای ج په نصرت مو د اكتوبر پر۷مه د څو ساعته په اوږدو كې له صهيونيستي پولې په برياليتوب سره اوښتلو، د اسرائيلو اړوند د غزې د فرقې بشپړ له منځه وړلو، د لسگونه ځواكونو يې ژوندي نيولو او پر سيمه د اسرائيلو پروت رعب ټوټه ټوټه كولو سره مو ياده تابيا او تياريانې ښمر ته ورسېدې.
همداسې د قسام لواء په مشرۍ د فلسطيني مجاهدينو د مقاومت لوړ زغم، له نږدې۱۱۰ورځو وروسته لاهم يې د مقاومت او له دښمن سره مخامخ جگړې بشپړ توان او كه څه هم زموږ د شمېرو له مخې د اسرائيلو زيانونه له هغه څو برابره لوړ دي چې رسنۍ يې راپور ور كوي، يوازې اسرائيلي ځواكونو په خپلو اعلاميو كې د منليو لسگونه تنو مرگ او زرگونه نورو يې ژوبلې هم زموږ ياده تابيا په ډاگه كوي.

*هېواد:* كه د اقصی توپان لپاره د اكتوبرمياشتې۷نېټې په غوره كېدو لږ رڼا واچوئ؟ !
*أ. حسام بدران:* د اقصی توپان عمليات هم له۷لسيزو راهيسې د ښكېلاك پر وړاندې د فلسطيني ولس د مبارزې په چوكاټ كې ترسره كېږي چې د اسرائيلي اشغالگرو پر وړاندې مو د رنگين تاريخ يو طبيعي نوښت دی، خو د اكتوبر۷مې غوره كول يې د فلسطين د مسئلې له ستونزمنو شرائطو سره تړلی چې پكې د امريكا په مشرۍ گڼو هېوادونو پر ملاتړ اسرائيلو هڅه كوله پر فلسطين د اسرائيلو د واك، د ښكېلاك سختولو، د لوېديځې غاړې پيوستون، د قدس شريف د اسلامي تاريخ هويت له منځه وړلو او د غزې د كلابندۍ د دوام په هڅو سره د فلسطين مسئله پای ته ورسوي او د فلسطينيانو له غېږې يې واخلي.
همداسې د اړيكو عادي كولو له لارې په سيمه كې د اسرائيلو مشروعيت ته د ودې ور كولو پراخې هڅې روانې وې چې د اقصی توپان له پيل يوه مياشت وړاندې د ملگرو ملتونو عمومي غونډه كې نتنياهو پر مفته د فلسطين مسئلې څنگ ته كولو او له عربي او اسلامي نړۍ سره د اړيكو عادي كولو پر برياليتوب ووياړل، نو فلسطيني ولس ته هم اړينه وه پر وړاندې يې دريځ(د اقصی توپان د پيل تابيا)ونيسي.

*هېواد:* ايا د فلسطين حماس خوځښت او د لبنان حزب الله ډلې موخې گډې دي؟ !
*أ. حسام بدران:* زموږ سياستونه هر وخت په گډو موخو را څرخي. د څرگند موقف له مخې چې حزب الله له فلسطيني ولس او د مجاهدينو د مقاومت ترڅنگ ولاړ دی، په پرلپسې ډول لبنان د اسرائيلو د بريدون ښكار شوی او د جگړې او ويرانۍ گواښونه ورته كېږي. دا د لبنان ولس موقف دی او همداسې ځواكمن موقفونه او د سيمې ولسونه چې د يمن او عراق يې د يادونې وړ دي.
كه څه هم د مسلمانې ټولنې د لږكيو تر منځ په نورو مسائلو ځينې اختلافونه را منځته كېږي، خو د فلسطين مسئله د سيمې او گردې نړۍ ازاد ولسونه او وگړي پر ځان سره را ټولوي او د سيمې ولسونه او ژوندي احساسات يې هر وخت صهيونيست اسرائيل خپل لومړنی دښمن گڼي.

*هېواد:* وروستيو سختو شېبو ته پر كتو د گټونكې غزې پر تړاو د كومو مسلمانو هېوادونو له دريځ سره همغږي ياست؛ كه يې لومړۍ، دوهمې او درېيمې رتبې ته په وېشلو په گوته كړئ ؟ !
*أ. حسام بدران:* لومړی خو بايد د عربو، مسلمانانو او آن له اسلامي نړۍ د بهر ولسونو دريځونه ياد كړو چې له مظلوم فلسطيني ولس سره يې پراخه او په لوړه كچه خواخوږي وښوده او د اسرائيلو هغه خونړي وحشتونه او عاموژنې يې وغندلې چې د غزې تړانگې د وگړو پر وړاندې ترسره كېږي.
همداسې د عربو او اسلامي هېوادونو دولتونو دريځونه د فلسطيني ولس د موقف په پياوړتيا كې د پام وړ و چې د اسرائيلو جنايتونه يې وغندل، خو فكر كوم دوی ځيني نور داسې څه هم كولی شي چې تر دې زيات او اغېزمن وي. دوی كولی شي چې د فلسطيني ولس د عاموژنې پر تړاو د لوېديځې ټولنې او په ځانگړې د امريكا پر وړاندې لا ښه څرگند دريځ ونيسي.

*هېواد:* له اسرائيلو سره د سولې خبرو ته په كومو شرطونو تيار ياست؟ !.
*أ. حسام بدران:* شرطونه خو موږ له لومړيو ټاكلي او د هر ډول تړون د برياليتوب د ضامن په توگه مو خپل دريځ بيا بيا ځلي منځگړيو ته څرگند كړی دی. زموږ شرطونه د اسرائيلو لخوا په غزه كې د ټولوژنې په سمدستي او بشپړ ډول درول دي، يوازې لنډمهالی اوربند نه. بل دا چې د اسرائيلو په بندخونو كې ټول بنديان د ټولو په بدل كې خوشي كړل شي او درېيم دا چې د ښكېلاك لخوا د ودانيو د بيا رغونې، د ټولو وگړو د زيانونو بشپړه تلافي او د غزې د كلابندۍ ختمولو ضمانتونه ور كړي.

*هېواد:* د حماس خوځښت د وياند او عيني شاهد په توگه مسلمانې ټولنې ته د غزې د وگړو حالت څه ډول تشريح كوئ؟ !.
*أ. حسام بدران:* په خواشينۍ سره د نازي اسرائيلي ښكېلاك د كړنو له امله دلته انساني حالت خورا بوږنونكی دی چې نن نړيواله محكمه په غزه كې د ټولوژنې له امله اسرائيل محاكمه كوي او تر دې بل سخت جنايت نشته چې په غزه كې د اسرائيلي ښكېلاك كړنې پرې ونومول شي.
تر څلور مياشتو په كمه موده پرلپسې جگړه كې د شاوخوا۲۶زره شهيدانو ويلی شو چې له۱۰زرو زيات يې يوازې ماشومان دي. دا پر هغه۷زره نورو سربېره چې لاهم تر نړېدليو ودانيو لاندې دي او د غزې ودانۍ شاوخوا٪۶۰بشپړې ويجاړې شوې. پرې سربېره هغه لوږه او د حالت د كنترول بشپړ وسائل له منځه تلل لا جلا چې د غزې وگړي ورسره مخ دي لكه د روغتونونو د ويجاړېدو له امله روغتيا ته د پاملرنې نظام… تر دې هم ور هاخوا ټول روزنيزو پوهنتونونه، مدرسې، مسجدونه او نورو ويجاړ شوي.

*هېواد:* د اقصی توپان په تاريخي عملياتو كې د مطبوعاتو او رسنيو رول څنگه ارزوئ؟ !.
*أ. حسام بدران:* مطبوعاتو او ټولنيزو رسنيو د اسرائيلو د ناسمو راپورونو په رسوا كولو كې مهم رول ترسره كړ. كه څه هم ځيني لوېديځو رسنيو د اسرائيلو ملاتړ وكړ، خو د نړۍ په كچه د ازادو خبريالانو او رسنيو رول او همداراز د نړۍ د ځوان كول چې د غزې پر وړاندې مرگونووجنايتونو او ټولوژنې انځور يې تر پراخ پوښښ لاندې كړ؛ نړۍ ته د اسرائيلو پټ مخ لوڅولو كې يې ډېره همكاري وكړه او د بې مخينې وحشي اشغالگر په توگه يې د دښمن په اړه زموږ ليدلوري ته ځواك او ډاډ را وباښه.
همدارنگه د ازادو رسنيزو فعاليتونو مهم رول لوېديځوالو ته په خنډ را منځته كولو كې مرسته وكړه چې د جگړې له پيله او مخكې له دې چې د معياري او خپلواكې ژورناليستۍ را منځته كړي عام ذهنيت فشارونه يې په ناوړه كړنو كې د اسرائيلو له ملاتړه شاتگ او بېزارۍ ته اړ كړي؛ لوېديځ د غزې د ټولوژنې په څرگند او ډاگيز ملاتړ سره را ټول و.

*هېواد:* له دې وړاندې هم پر فلسطينيانو د اسرائيلي ښكېلاكگرو د ړندو بمباريو او نورو تېريو بدې او سختې ورځې تېرې شوې، نو پر وړاندې مو يې ولې د اقصی توپان په څېر درانه عمليات نه و كړي او د اكتوبر تر۷مې مو ځنډ وكړ؟ !.
*أ. حسام بدران:* له ښكېلاك سره له مخ كېدو او ورسره په بېلابېلو جگړو كې ښكېلتيا څخه مقاومت يوه شېبه هم نه دی كېناستلی، د بيت المقدس د سپكاوي پر سر مو پر۲۰۲۱ز كال ستره جگړه ورسره وكړه او په وروستيو دوو كلونو كې هم د ښكېلاك د پرلپسې جنايتونو له امله مقاومت ورسره ځيني جگړې وكړې.
خو ځيني جگړې او پوځي كړنې له پيل وړاندې د مجاهدينو بشپړ سمبالښت، مناسبو پلانونو او داسې فرصت او شرائطو ته اړتيا لري چې پكې اړوندې موخې ترلاسه كېدی شي، لكه د اقصی توپان په جگړه كې هم مناسبې موكې، غوره طراحۍ او تابيا ته د انتظار په پايله كې د اكتوبر۷مې بريد بريالی شو.