د هیواد له نومیالي جید او محقق عالم شیخ الحدیث مفتي مولوي نور محمد ثاقب حفظه الله سره دده د علمي سیر، خدمتونو او تحقیقي لاسته راوړنو په اړه د څرک مجلې ځانګړې مرکه

درنو اورېدونکو او ښاغلیو لوستونکو! دخوښۍ او سعادت ځای بولم چې نن د هیواد او سیمې پر کچه ﻟﻪ یوه ﺩﺍﺳﯥ نومیالي، جید، محقق او بزرګوار عالم سره چې د زرګونو علماوو، مدرسینو استاذ ﺍﻭ ﻣﺮﺑﻲ دی ناسته او مرکه لرو، ﻟﻪ ﺩﯤ ﻣﺮﮐﯥ څخه ﻣﻮ هدف دادی چې د جناب شیخ صاحب [ﺩﺍﻣﺖ ﺑﺮﮐﺎﺗﻬﻢ […]

درنو اورېدونکو او ښاغلیو لوستونکو! دخوښۍ او سعادت ځای بولم چې نن د هیواد او سیمې پر کچه ﻟﻪ یوه ﺩﺍﺳﯥ نومیالي، جید، محقق او بزرګوار عالم سره چې د زرګونو علماوو، مدرسینو استاذ ﺍﻭ ﻣﺮﺑﻲ دی ناسته او مرکه لرو، ﻟﻪ ﺩﯤ ﻣﺮﮐﯥ څخه ﻣﻮ هدف دادی چې د جناب شیخ صاحب [ﺩﺍﻣﺖ ﺑﺮﮐﺎﺗﻬﻢ ﺍﻟﻌﺎﻟﻴﺔ] د علمي سیر، فیوضاتو او تحقیقي لاسته راوړنو په باب له ده څخه معلومات ترلاسه کړو هو! دا دروند شخصیت د افغانستان د اسلامي امارت پخوانی قاضي القضات، د مرکزي دار الافتاء او سترې محکمې مشر فضیلت مآب شیخ القرآن و الحدیث مفتي مولانا نور محمد ثاقب صاحب [حفظه الله تعالی] دی.

ﺟﻨﺎﺏ ﺷﻴﺦ ﺻﺎﺣﺐ! ﺳﺘﺎﺳﻮ مشکور او منندوۍ یو چې زمونږ غوښتنه مو ومنله، قیمتي وخت مو راکړ، تر څو ستاسې په علمي ژوند او بېش قیمته تالیفاتو مونږ.اودرانه لوستوال او اوریدونکي اګاهي ترلاسه کړو.
نو وړاندې تر دې چې د پوښتنو لړۍ پیل کړو، ستا په اجازه به دا معلومات له خوږو مینه والو سره شریک کړو، چې جناب شیخ صاحب پوره اووه پنځوس (۵۷) کاله وړاندې د افغانستان سمنګان ولایت د تاشقرغان په سیمه کې دې دنیا ته سترګې غړولي، په قوم دولت زی دی، ﺍﺑﺘﺪﺍﻳﯽ او منځنۍ زده کړي یې په خپله سیمه کې له استاذانو ﮐړﻱ ﺩﻱ، لوړې زده کړې ﺍﻭ ﺍﺣﺎﺩﻳﺚ یې د هجرت دیار (پاکستان) په مختلفو مدارسو کې ترلاسه کړي او فراغت یې په ۱۳۶۳ هجري لمریز ﮐﺎﻝ کې چې د ۱۴۰۴هـجري قمري کال سره سمون خوري ﭘﻪ ( دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک) کې ﺷﻮﯼ ﺩﯼ. د ﻓﻀﻴﻠﺖ پګړۍ د هغه وخت د نومیالیو محدثینو او اولیاء کرامو ﻫﺮ ﻳﻮ شیخ الحدیث مولانا عبدالحق او شیخ الحدیث مولانا مفتي محمد فرید [ نورالله مرقدهم] ﭘﻪ ﻣﺒﺎﺭﮐﻮ ﻻﺳﻮﻧﻮ ﻭﺭﭘﻪ ﺳﺮ ﮐړی شوې ده.

جناب شیخ صاحب ! د ړومبۍ پوښتنې په توګه که راته ووﺍﻳﺎﺳﺖ چې ویل کیږي تاسې د خپل فراغت په کال نه یوازې دا چې د حقاﻧﻴﯥ دارالعلوم د لویې دورې د فاﺿﻼﻧو ﭘﻪ ﻗﻄﺎﺭ ﮐﯥ په ﻟﻮﻣړۍ ﺩﺭﺟﻪ ﻓﺎﻳﺰ ﺷﻮﻱ ﻳﺎﺳﺖ؛ بلکې د پاکستان د وفاق المدارس په ازموینو کې مو هم ﺩﺍ ﺷﺮﻑ ﺗرلاﺳﻪ ﮐړﯼ ﺍﻭ ﭘﻪ ګرﺩ ﭘﺎﮐﺴﺘﺎﻥ ﮐﯥ د ﻟﻮﻣړﻱ ﺗﻮﺏ ﺍﻋﺰﺍﺯ ﻫﻢ اﷲ ﺩﺭﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﮐړﯼ ﺩﯼ. که په لنډو ﺍﻟﻔﺎﻇﻮ ﺭﺍﺗﻪ ﻭﻭﺍﻳﺎﺳﺖ چې ددې سترې علمي بریا رمز ﻣﻮ څه و؟ ستاسې خپل زیار، د استاذانو او مور پلار دعاګانې او که نور لاملونه وو او کله مو چې حقانیه مدرسې ته دومره لوی اعزاز راوړ ، ﻧﻮ ﺩﺩﯤ ﻟﻮﯼ ﻋﻠﻤﻲ ﻣﺮﮐﺰ د استاذانو ﺍﻭ ﻣﻨﺘﻈﻤﻴﻨﻮ تاثرات ﭘﻪ ﺩﯤ ﻫﮑﻠﻪ څه وو؟

جواب: الحمدلِلهِ فی البدایة والنّهایة، والصّلوٰة والسّلام علی خیر مَن اُرٌسِلَ بالهدایة، وَعَلی آلِهِ وأصحابهِ نُجوم الرّوایة وشُموس الدّرایة.
امّا بعد! محترمه! ستاسو د پوښتنې په جواب کې به داسې عرض وکړم: هو! په ۱۴۰۴هـ ق، مطابق ۱۳۶۳هـ ش، مصادف ۱۹۸۴ ع کال کې په جامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک کې زمونږ دورۀ حدیث یعنی لویه دوره وه، په دې اړه خو خبرې او تفصیلات ډیر دي، لکن زه به یو څو غټې او مختصرې خبرې وکړم، کله چې د کال په پای کې د وفاق المدارس العربیه لخوا سالانه امتحان واخیستل شو، د الله تعالی جلّ جلاله په لوی فضل او کرم ما عاجز بنده د وفاق المدارس العربیة د لویې دورې په امتحان کې په ټول پاکستان کې لومړی پوزیشن ترلاسه کړ او اوّل نمبر شوم او د مرتبة الشّرف الاُولی اعزاز راته الله جلّ جلاله راپه برخه کړ ( الحَمدلِلهِ حَمداً کثیراً) چې د جامعة العلوم الاسلامیة بنوري ټاؤن کراچۍ حفیظ الرّحمن دویم نمبر او د هماغې جامعې غلام مرتضی « اعوان » درېیم نمبر راغلي وو.

په دغه امتحان کې نه تنها د پاکستان د څلورو واړو صوبو، آزاد کشمیر او افغانستان د دورۀ حدیث فضلاء شامل وو، بلکې د لسو، دولسو نورو عربي او عجمي هېوادونو څخه د لته د درسونو لپاره راغلي ډیر فارغین او فضلاء هم په کې شامل وو.

هغه وخت زمونږ د دورۀ حدیث استاذان: بقیة السّلف، سابق مدرس او استاذ الحدیث د دارالعلوم دیوبند او د جامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک باني شیخ الحدیث حضرت مولانا عبدالحق رحمه الله او شیخ الحدیث مفتي اعظم حضرت مولانا مفتي محمدفرید رحمه الله او زبدة الاتقیاء استاذ الحدیث حضرت مولانا فضل اِلٰهي رحمه الله وو، د عاجز بنده ددغې علمي بریا او اعزاز رمز نور څه نه ؤ د الله تعالی خصوصي کرم، د استاذانو علوم، فیوضات او دعاګانې، د مور او پلار د دعاګانو برکت او د عاجز بنده د الله له طرفه راکړی ذهني صلاحیت، همّت او یوڅه اندازه محنت وو.

کله چې د ټول ملک په سطحه د وفاق المدارس العربیة نتیجه اعلان شوه، چې په ډیرو اخبارونو کې لکه: روزنامه جنګ کراچي، روزنامه جنګ لاهور، روزنامه حریت کراچي او داسې نورو اخبارونو کې هم نشر او اعلان شوه نو د جامعه دارالعلوم حقانیه په استاذانو، منتظمینو او ټولو منسوبینو کې ډیره زیاته خوښي خپره شوه؛ ځکه چې نهه(۹) کاله بعد دارالعلوم حقانیه په وفاق کې اول پوزیشن حاصل کړ، بیا د دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک باني زمونږ استاذ محترم شیخ الحدیث حضرت مولانا عبدالحق رحمه الله په یوه لویه جوړه شوې غونډه او اجتماع کې ما بنده ته په خپلو مبارکو لاسونو ډیر ګټور او ارزښتناک کتابونه په انعام کې راکړل او هم یې د خبرو په ترڅ کې بنده ته وویل: دا دارالعلوم حقانیه چې مونږ جوړه کړې دا مو یوه پګړۍ په سر ایښې ده؛ خو کله دا پګړۍ زمونږ له سر نه لویږي چې تاسو غوندې خلک یې بیرته راته په سر ږدي.

پوښتنه: مونږ په هغه وخت کې ابتدائي کتابونه لوستل ﺍﻭ د ﺍﺑﺘﺪﺍئیه ﺩﺭﺟﯥ ﺯﺩﻩ ﮐړﻳﺎﻝ ؤ، ﺍﻟﺒﺘﻪ دومره پوهېدلو چې تاسې کله تدریس ته مخه کړه نو الله تعالی ډېر شهرت او ځانګړی مقام درکړ، ﮐﻮﻣﯥ مدرسې ته به مو چې د تدریس لپاره مخه کړه د ﻫﻐﯥ ﻣﺪﺭﺳﯥ په درسګاوو کې به طالبان نه ځایېدل، ﺍﻭ د ﻃﻠﺒﺎﺅ ﺯﻳﺎﺕ ﺍﺯﺩﺣﺎﻡ ﺑﻪ ﻫﻠﺘﻪ ﺟﻮړ ﺷﻮ. ﻧﻮ ﺩﺍ ﺭﺍﺗﻪ ﻭﻭﺍﻳﺎﺳﺖ ﭼﯥ ددغه کامیاب تدریس ﻋﻠﺖ او مهم وجوهات څه وو که هغه درنو اورېدونکو ته ﺑﻴﺎﻥ ﮐړﺉ ﻧﻮ خوشحاله به شو ؟

جواب: قدرمنه ! ما بنده له فراغت وروسته متّصل په تدریس پيل وکړ، چې د تدریس په اول کال کې په دارالعلوم اسلامیه عربیه ټل کې غټ او اوچت کتابونه لکه: صدریٰ، مسلّم الثبوت، میبذي(شرح الحکمة)، ملا حسن، سُلّم العلوم او داسې نور کتابونه زما په تدریس کې شامل وو.

د تدریس په دویم کال په هماغه دارالعلوم اسلامیه عربیه ټل کې زما په تدریس کې د معقولاتو او منقولاتو د غټو کتابونو ترڅنګ د موقوفة علیها ( وړې دورې ) د کتابونو تدریس هم شامل شو، چې په دې کال کې د دارالعلوم لخوا د وړې دورې بیضاوي شریف او مشکوة شریف ماته راکړل شول او زما په تدریس کې شامل شول.

د تدریس درېیم او څلورم کال مې په دارالعلوم هاشمیه باړه کې ؤ، هلته په دویم کال چې د تدریس څلورم کال کېده ما د فنونو د غټو کتابونو او دوړې دورې د یو څو کتابونو د تدریس سره د دورۀ حدیث ( لویې دورې ) د کتابونو په تدریس هم پيل وکړ، چې په دې کال کې د دغه دارالعلوم لخوا د لویې دورې ابو داود شریف ماته راکړل شو او زما په تدریس کې شامل شو.

بیا مې شپږ( ۶ ) کاله مُسَلسل یعنې د تدریس پنځم، شپږم، اُووم، اتم، نهم او لسم کلونه د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان په جامعه اسلامیه محمدیه چراټ کې تدریس وکړ، چې هر وخت به د لویو فنونو کتابونه، د وړې دورې کتابونه او د لویې دورې کتابونه زما په تدریس کې شامل وو.

او یوولسم کال مې بیا په دارالعلوم هاشمیه باړه کې په داسې حال کې چې د طالبانو ډیر ازدحام جوړ ؤ ډیر عالي او امتیازي تدریس وکړ.

او دولسم کال د تدریس مې په دارالعلوم حقانیه امینیه جلوزو کې ؤ، چې بیا د افغانستان د طالبانو اسلامي تحریک پیل شو.

ما به په تعلیمي کلونو کې د مُسَلسل تدریس سره د هر کال په درې میاشتنۍ رخصتۍ کې هم په مُسَلسله او دوامداره توګه په لوړه او پراخه کچه تدریس کاوه، چې د کچه ګړۍ په کیمپ کې د قران عظیم الشان د تفسیر، د علم المیراث د کتابونو، د علم العروض والقوافي د کتابونو او د علم الریاضي د کتابونو دورې په کې ترسره شوې، چې لِلهِ الحمد په زرګونو طلباوو استفادې وکړې، د علم الریاضي په دوره کې به ګڼ شمېر فارغین او مدرسین علماء هم شریک وو، آن تردې چې بعضې شیوخ د احادیثو به هم په کې شامل وو، طالبان به ډیر زیات وو، د علم الریاضي د دورې په وروستي کال کې به اُووه نیم سوه(۷۵۰) طالبان یوځای د بنده په درس کې ناست وو.

مونږ به د تدریس په دوران کې ډیر محنت کاوه، ما به ډیره زیاته مطالعه کوله حتی تردې چې په اکثرو کتابونو باندې به ما تر یوولسو پورې شرحې کتلې، بل د سبق او درس لپاره به مې مُنظم او مُنضَبط بیان او تقریر تیاروه، داسې به معلومېده لکه یو چاسره چې تیار لیکلی تقریر موجود وي؛ خو داسې به نه ؤ، بلکې دا به ما په خپله بیګايي له شروحو څخه را برابر او منظم کړی ؤ، او بل په درس کې به مې مشکل او مُغلق تعبیرات نه کول بلکې د طالبانو د فهم په خاطر به مې سهل او آسانه تعبیرات کول، چې ډیر کمزروی طالب به هم ورباندې پوهېده؛ نو ځکه به د طالبانو بیروبار او ازدحام جوړ ؤ، لکه تاسو چې هم د پوښتنې په ضمن کې ورته اشاره وکړه.

د طالبانو د کثرت او ازدحام به یو دوه بېلګې ذکر کړم: په جامعه اسلامیه محمدیه چراټ کې چې ما درس کاوه، ما به د مسجد په پراخه برنډه کې درس کاوه ځکه چې طالبان به په درسګاه کې نه ځاېېدل.

او په دارالعلوم هاشمیه باړه کې چې ما درس کاوه نو له دې وجې چې طالبان ډیر زیات وو د دارالعلوم هاشمیه مشر، صدر صاحب مولوي عبدالستار پاچا بنده ته وویل: که د درس لپاره لوډ سپیکر درته ولګوو په نورو درسګاوو کې استاذان په تکلیف کیږي او که لوډ سپیکر نه لګوو نو آواز به ونه رسیږي ټولو ته، بنده ورته وویل: غم مه کوه زما آواز اوچت دی او زه به نور هم کوشش کوم، آواز به رسیږي ان شاء الله.

پوښتنه: د خپلو هغو یو څو تنو استاذانو نومونه که راته واخلی چې تاسې ترېنه د علومو او فنونو په ترلاسه کولو کې زیات فهم او فیض ترلاسه ﮐړﯼ ﺩﯼ، همدارنګه که ممکنه وي د هغو متبرکو هستیو د علمي او معنوي کمالاتو خاصې خاطرې هم راته ﺫﮐﺮ ﮐړﺉ، تر څو د اوسني دور علماء کرام او طالبان هم ترې مستفید شي او ګټه ترې واخلي؟

جواب: عزتمنده ! زما ټول څلوېښت استاذان دي چې ټول ماته په ذهن کې مستحضر دي، اکثر ددوی وفات شوي دي او ډير کم ددوی څخه په قید د حیات کې دي، کوم چې وفات شوي دي مهربان خدای جلّ جلاله دې ددوی قبرونه په رحمتونو او انوارو مالامال کړي او په جنت الفردوس کې دې د انبیاء کرامو علیهم السلام سره یوځای کړي او کوم چې ژوندي دي الله تعالی دې دوی ته د صحت او عافیت سره طول حیات او د مخلوق د رهنمايي لپاره مزید فرصت او توفیق ور نصیب کړي..
زمونږ استاذان که په افغانستان کې وو او که په پاکستان کې الحمدلله ټول جیّد او برجسته علماء کرام وو؛ خو لکه څنګه چې تاسو غوښتنه وکړه زه به د بیلګې په توګه د یو څو استاذانو د علمي او معنوي کمالاتو یو څو خاطرې بیان کړم: په دارالعلوم اسلامیه عربیه ټل کې زمونږ استاذ محترم جامع المعقول والمنقول حضرت علامه مولانا عبدالسّلام صاحب هزاروي رحمه الله ډير لوی او متبحر عالم ؤ، د درس به یې داسې کیفیت ؤ چې په یوه مسئله کې به یې تحقیق شروع کړ دابه داسې ؤ لکه لږ غوندې پُنبه چې وي او بیا داسې ښه ورژول او وسپړل شي نو داسې ډیريږي او زیاتیږي آن تردې چې دا ټوله کوټه ترې ډکه شي، نو ده به هم داسې ددې مسئلې تفصیل وکړ او ټول ابعاد به یې بیان او وڅیړل چې یوه لویه تفصیلي مجموعه به ترې جوړه شوه او بله داوه چې دده علم به داسې ؤ لکه محسوس او مُجَسّم، چې درس نه به طالبان راپاڅېدل هر یو به دا محسوس کوله لکه په ذهن کې یې چې د یو مُجَسّم شي په شکل کې علم را اچول شوی وي.

او په دارالعلوم انوارالعلوم ګجرانواله پنجاب کې زمونږ استاذ محترم حضرت علّامه مولانا قاضي حمیدالله صاحب د چارسدې د ترناؤ، هم ډیر لوی او متبحر عالم ؤ، ده به د وړې دورې سره د فنونو غټ کتابونه هم تدریس کول چې ټول به شلو (۲۰) کتابونو ته رسېدل، ټوله ورځ بلکې د شپې په یوه ډیره برخه کې به هم په تدریس لګیاؤ او د مطالعې حال به یې داؤ چې د خیالي غوندې مشکل کتاب به یې د کور نه د راکوزېدلو په حال کې په زینه کې مطالعه کولو، کور یې د مدرسې په بره چت کې ؤ، روزانه به چې سهاردرسونو ته راکوزېده نو په زینه کې به یې یو یو قدم را اخیسته او خیالي به یې مطالعه کوله، نو تخمیناً په یوه دقیقه کې به یې مطالعه کړه، داسې د نورو کتابونو مطالعه به یې هم ډیره سریعه او په کم وخت کې وه او په عین حال کې به یې روزمره درې ځایه د قران کریم ترجمه او تفسیر کاوه، د ماښام لمونځ نه پس به یې د همدې انوار العلوم په جامع مسجد کې ترجمه کوله، بیا به یې د ماسخوتن له لمانځه وروسته د ښار په یو بل مسجد کې ترجمه کوله او بیا به یې د سهار لمونځ د ښار یو بل مسجد ته رساوه او هلته به یې د سهار له لمانځه بعد ترجمه کوله، ډیر طاقت او همت الله تعالی ورکړی ؤ.

او په جامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک کې زمونږ استاذ محترم بقیة السّلف شیخ المشائخ حضرت اقدس مولانا عبدالحق رحمه الله د شیخ العرب والعجم حضرت علّامه مولانا حُسَین احمد مدني رحمه الله خاص شاګرد ؤ، وضع او رفع، سیرت او صورت، اخلاق او عادات، د درس طرز او طریقه او هرڅه یې د حضرت مدني رحمه الله په شان وو.

مونږ ته یې په دورۀ حدیث کې بخاري شریف له کتاب المغازي څخه او ترمذي شریف له ابواب الحج څخه شروع کړې وه، په درس کې به یې داسې فصاحت او بلاغت او داسې فیض او اثر موجود ؤ چې کوم حالات او واقعات او کوم مواضع او مقامات به یې په درس کې ذکر کول داسې به په ذهن، دماغ او سترګو کې جاګزین شول لکه بالکل چې مونږ ددغو حالاتو، واقعاتو او مقاماتو په سترګو مشاهده کړې وي او هلته ور وستل شوې یو.

او په جامعه دارالعلوم حقانیه اکوړه خټک کې زمونږ استاذ محترم قُدوة العلماء فقیه العصر شیخ الحدیث حضرت اقدس مولانا مفتي محمدفرید رحمه الله د شیخ المشائخ زبدة الأتقیاء مُحدّث کبیر حضرت اقدس مولانا نصیر الدّین غُور غُشتوي رحمه الله خصوصي شاګرد ؤ، وضع او رفع، عادات او عبادات او هرڅه یې ټول د خپل استاذ غُور غُشتو مولانا صاحب په طرز او طریقه وو.
زمونږ د دورۀ حدیث اکثر کتابونه له دوی سره وو، حضرت مفتي صاحب رحمه الله ته الله تعالی لوی تبحر علمي، جامعیت او روحانیت ورکړی ؤ، د درس یې دا شان ؤ چې د دورۀ حدیث د پای او اختتام پروخت ما بنده داسې محسوس کړه چې مونږ سږکال نه تنها احادیث مبارکه وویل بلکې له دې مخکې په طالب العلمۍ کې چې مونږ کوم علوم او فنون ویلي وو هغه هم ټول مکرر شول.

د حضرت مفتي صاحب نه به مونږ د درس په دوران کې او هم په نورو اوقاتو کې داسې علمي نُکات او پُرمغز کلمات او جُملې اورېدلې چې ډیرې دقیقې او عمیقې، د کاڼي د کرښې په شان پَخې او مضبوطې، قناعت بښونکې او اثرناکې به وې، ډېر مثالونه یې مونږ ته یاد دي؛ خو د هغو بیانول ډېر وخت غواړي، نو ځکه مونږ په دغه اجمالي یادونې اکتفاء وکړه.

پوښتنه: جناب شیخ صاحب! د اوسني وخت تدریسي بهیر ته په کوم نظر ګوری؟ د طالبانو د استعدادونو په پیاﻭړﺗﻴﺎ او ذهانت کې باید استاذان کوم ټکي په نظر کې ولري؟ اوسني مصروف اوضیق ﻭﺧﺖ ته په کتلو داسې ذهنیت چلیږي چې تعلیمي مروج نصاب اوږد دی خصوصا د معقولاتو، ﺭﻳﺎﺿﻲ، او حکمت کتابونه باید کم کړی شي او د ضرورت په اندازه ولوستل شي نو تاسې دغو غوښتنو ته په کوم نظر ګوری؟

جواب: محترمه وروره ! دا یقیني ده چې د پخوا په نسبت اوسنی علمي بهیر ډیر ضعیف، پَڅ او سطحي دی، وجوهات یې ډیر دي او ټولو ته تقریباً معلوم دي، که همداسې حال وي خدا ناخواسته علم به کال په کال تدریجاً نور هم ضعیف شي چې بالآخره به د زوال کندې ته ولویږي، که نور هیڅ نه وي په دې خِطّه او منطقه کې چې د علم او درس او تدریس کوم طرز او طریقه ده دا به خرابه او بالآخره له منځه ولاړه شي او علم به د نړۍ د نورو ملکونو په شان په کتابچو کې د یو څو لیکلو یاد داشتونو څخه عبارت شي او د کتابونو د ویلو همّت به په چا کې پاتې نه شي، بناءً ارباب د مدارسو: مهتممین، منتظمین او ټول استاذان باید جدّي متوجه وه اوسي او د علم د ساتنې او پیاوړتیا لپاره مضبوط قدمونه واخلي، هغه داسې چې د مدارسو استقلال او آزادي وساتي او د هغو خلکو چې مدارسو او د علم سالم بهیر ته نقصان رسوي د هغوی مداخلې بندې کړي او بل داچې کتابونه پوره ووايي، هغه کتابونه چې د هغو په ویلو به قوي علماء جوړېدل هغه له ویلو او نصاب څخه حذف نه کړي او دارنګه هر کتاب بالاستیعاب وویل شي او بل د وختونو او حاضریو پابندي لازمي کړي او بل باید د علم نه بغیر په نورو مصروفیتونو پابندي ولګول شي ځکه د علم سره بل شی نه ځاییږي او بل د علم په دوران کې په دغو موجوده جدیدو وسائلو بندیزونه ولګول شي، خصوصاً د موبایل په استعمال.

او داسې ویل کیږي او معلومیږي چې د طالبانو د علم سره شوق او رغبت په تیزۍ سره مخ په کمېدو دی او ددوی اخلاق ورځ تر بلې خرابیږي، نو په درسونو کې باید دوی ته د علم د فضائلو او د تربیې او اصلاح خبرې کیږي؛ بلکې وقتاً فوقتاً دې ددې لپاره ځانګړې غونډې جوړیږي، نو که دې اړخ ته جدي توجه وشي هغه مهال بیا د طالبانو څخه څه ناڅه طمع او امید کیدای شي.
رابه شو دې خبرې ته چې ځینې خلک وايي: اوسنی وخت تنګ دی او مروّج تعلیمي نصاب اوږد دی باید را لنډ شي خصوصاً د معقولاتو، حکمت او ریاضي کتابونه کم کړل شي او د ضرورت په اندازه ولوستل شي.

نو زه دا وایم: اول خو اوسنی وخت ولې تنګ دی، علم ته ولې خلک وخت نه ورکوي او دا مروّج تعلیمي نصاب خو هغه دی چې ددې په ویلو سره د دیوبند د اکابرو په شمول دا لوی لوی متبحر علماء رامنځته شوي دي، نو ځکه ددې اهمیت او افادیت زیات دی او د معقولاتو، حکمت او ریاضي په اړه چې دوی وايي: ددغو کتابونه دې راکم او د ضرورت په اندازه ولوستل شي نو ددوی د خپلې خبرې نه معلومیږي چې ضرورت خو ورته شته او فضولیات نه دي؛ لکن پېښه داسې ده چې دا راکمیږي نو ددغو به هغه ابتدائي کتابونه ویل کیږي او بس؛ مګر په دې ابتدائي کتابونو هغه زده کیږي نه، لکه د مثال په توګه د زرادي، نحومیر او اُصول الشّاشي په ویلو او په دغو باندې په اکتفاء کولو سره ټول علم صرف، علم نحو او علم اصول فقه نه زده کیږي، نو بیا به هغه ضرورت پرې څنګه پوره کیږي چې دوی وايي د ضرورت په اندازه دې ولوستل شي! او معقولاتو ته خو یقیناً ضرورت شته؛ ځکه لکه څرنګه چې دلائل نقلیه اهم او ضروري دي داسې دلایل عقلیه وو ته ضرورت شته او شک نه شته چې د معقولاتو د کتابونو په ویلو سره انسان ته قوت د استدلال حاصلیږي او بل زما خپله تجربه داده چې د معقولاتو په ویلو سره جُرئت عِلمي هم حاصلیږي انسان ته؛ ځکه زمونږ د طالبۍ په وخت کې او همداسې وړاندې او وروسته زمانو کې به چې چا معقولات نه وو ویلي او یا به یې کم ویلي وو نو هغه به داسې ضعیف، بې جُرئته او وارخطا معلومېده او چې چا به پوره ویلي وو هغه به قوي، ډاډمن، باجُرئته او په هر میدان کې د حاضرېدو قابل ؤ، هو! شرعي علومو ته باید ډیره زیاته توجه وشي او ډیر وخت په کې صرف کړل شي.

پوښتنه: جناب محترم! رابه شو د تالیف، تصنیف او ترجمې برخو ته، زمونږ د هیواد د علماء کرامو ونډه او حصه په دغو برخو کې د نېشت برابره ده، ډېر متبحر اسلاف او مشائخ په بېلا بېلو دورونو کې تېر شوي، خو د وفات او رحلت سره یې هر څه ﺗﺮ ﺧﺎﻭﺭﻭ ﻻﻧﺪﯤ شوي، راتلونکي نسل او ټولنې ته یې د تحقیق، تصنیف او ترجمې آثار او ډالۍ نه دي پرېیښي، ستاسې په اند دغه نیمګړتیا څومره ځورونکې ده او اصلي لامل یې تاسې په څه کې وینئ او څنګه باید جبران شي؟

جواب: وروره ! زمونږ د ګران هېواد د علماء کرامو تألیفات او تصنیفات خو یو څه شته دي؛ لکن بیاهم کم دي، دا حالت خواشینوونکی دی، ما په یو علم (علم اصول حدیث)کې د احنافو علماء کرامو تألیفات راجمع کول یو زر (۱۰۰۰) تألیفات او تصنیفات مې راجمع کړل په دې کې د هېواد د علماوو ډیر کم یو څو د ګوتو په شمېر تألیفات راپیدا شول، ددې کمي وجوهات او لاملونه شاید ډیر وي، په ظاهر کې زما په فکر د سابقه دور حکومتونو د علم په وده او نشر واشاعت کې عدم دلچسپي وه؛ بلکې غوښتل یې چې علماء داسې مُنزوي، محصور او مرعوب پاتې شي او بله وجه یې فقر او مسکنت هم ؤ، زمونږ په ټول هېواد کې فقر زیات ؤ په تیره بیا په علماوو کې، اکثر علماء کرام به امامت کولو ته مجبور وو، په امامت کې به د دوی زیات وخت د مقتدیانو په ضروریاتو او مناسباتو کې صرف کېده، داسې مکمّله یکسويي به یې علم لپاره نه وه او بل د امامتۍ له لارې به چې کوم شی دوی ته لاس ته ورته په هغې به یې د کور نفقه برابروله نور څه پرې نه کېدل، نو دوی نه شو کولای چې د کتابونو د لیکلو او بیا د چاپ کولو مصارف برابر کړي.

او په دا وروستیو دري څلوېښت(۴۳) کلونو کې خو انقلابات، تحوّلات، د اسلام او وطن د دښمنانو لخوا هلاکتونه، بربادۍ او دربدرۍ وې چې ټول ملت په کې سخت وکړېده او وځپل شو، خصوصا علمای کرام، متأسفانه چې لا اوس هم دا لړۍ روانه ده، الله جل جلاله ته امید دی چې کفار او ددوی ګوډاګیان نابود او شرعي نظام او امن وامان په هېواد کې برقرار کړي.

بیاهم په هر حال کې باید د هېواد علماء کرام ددغې کمي د جبران هڅې وکړي او د علم په وده، نشر واشاعت کې او د تألیف په برخه کې سعی وکړي او داسې تألیفات وکړي چې یو خو ورته ضرورت وي او تشه ورباندې ډکه شي او بل ښه معیاري، ثقّه او معتبر تألیفات وي..

پوښتنه: له نېکه مرغه په دې ورستیو کې خبر شو چې د اُمّت په کچه مو یوې سترې هڅې رنګ راوړی ﺍﻭ د ﺍﺣﻨﺎﻓﻮ لویه ارزو مو بشپړه کړه چې هغه د هغو ﻧﻮم وﺭﮐﻮ زرو (۱۰۰۰) تالیفاتو او تصانیفو راپیدا کول، ارزول، معرفت ﺍﻭ ﺭﺍﮊﻭﻧﺪﻱ ﮐﻮﻝ ﺩﻱ، ﭼﯥ ﻟﻪ ﺩﯤ ﻧﻪ ﻣﺨﮑﯥ ﻳﯽ ﭼﺎ ﺗﺬﮐﺮﻩ ﻧﻪ ﺩﻩ ﮐړﯤ. ﺩﺍ ټولګه د (تُراثُ اﻟﻌُﻠَﻤﺎﺀ الحَنَفیّة في اُصول الحدیث وعُلُومِه) ﭘﻪ ﻧﺎﻣﻪ ﻳﺎﺩﻳږﻱ. یعني د علم حدیث په اصولو او علومو کې د ﺍﺣﻨﺎﻓﻮ ﻣﻴﺮﺍﺙ، ﭘﻪ ﻋﻠﻮﻡ ﺍﻟﺤﺪﻳﺚ ﮐﯥ ﭼﯥ ﭘﻪ ﺑﻴﻼﺑﻴﻠﻮ پېړیو کې ﺍﺣﻨﺎﻓﻮ ﻋﻠﻤﺎﺅ [ کثرالله ﺳﻮﺍﺩﻫﻢ] ﮐﻮﻡ ﺍﺛﺎﺭ ﻟﻴﮑﻠﻲ ﺩﻱ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻫﻐﻮﺉ ﻧﻪ ﺭﺍﭘﺎﺗﯥ ﺩﻱ، ﺗﺎﺳﻮ ﻫﻐﻪ د ﻳﻮ ښکلي ارزښتمند کتاب په بڼه کې راټول او چاپ کړي. [جزاکم الله عنّا ﻭﻋﻦ ﺟﻤﻴﻊ ﺍﻟﻤﺴﻠﻤﻴﻦ] جناب شیخ صاحب دغه سترې تشي او اړتیا ته مو څنګه پام شو، باعث څه وو چا تشویق کړئ، څومره وخت یې درنه واخیست او دا زر (۱۰۰۰) نایابه کتابونه مو څنګه ﻭﻣﻮﻧﺪﻝ او ددغو کتابونو تحقیق او کره والی مو د کوم معیار له مخې کاوه؟

جواب: ګرانه! هو! په دا وروستیو کې زمونږ کتاب « تُراثُ العُلَماء الحَنَفیّة في اُصُول الحدیث وعُلُومِه » له چاپه راووت، د علم اصول حدیث سره زما د پخوا نه، آن د طالبۍ له وخت نه ډیره علاقه او دلچسپي وه او ددې علم ډیر کتابونه ما راپیدا کړي او را موجود کړي دي او په دې علم کې ما مختلف قسمه لیکنې کړې دي، چې یوه یې دغه ده چې په علم اُصُول حدیث او عُلُوم حدیث کې د احنافو علماء کرامو تألیفات او تصنیفات دي چې یوزر کتابونه راجمع شوي دي، دا خو دادی چاپ شو او هغه نورې لیکنې د مُسَوّداتو په شکل کې راسره پرتې دي.

ددې کتاب د لیکلو باعث ته ما ددې کتاب په اوائلو کې هم اشاره کړې ده، چې خلاصه یې داده: زمونږ د علاقې او سیمې په ملکونو او هېوادونو کې په علم اصول حدیث کې د بعضې غیر احنافو علماوو کتابونه مشهور دي لکه شرح نُخبة الفِکَر د حافظ ابن حجر عسقلاني رحمه الله، عُلُوم الحدیث(مقدمه د ابن الصّلاح)، تدریب الرّاوي د علامه جلال الدّین السّیوطي رحمه الله، اَلإلمَاع د قاضي عیاض رحمه الله او داسې نور، سره له دې چې دوی غیر احناف دي؛ ځکه حافظ ابن حجر، عثمان بن عبدالرحمن معروف په ابن الصّلاح او جلال الدّین السّیوطي رحمهم الله شوافع دي او قاضی عیاض رحمه الله مالکي دی، نو له دې څخه به ځینو داسې فهموله چې په دې علم کې به د احنافو کتابونه موجود نه وي او یا به ډیر کم وي، حال داچې احنافو علماوو په دې علم کې ډیر زیات کتابونه لیکلي دي چې مونږ په دغه کتاب ( تُراثُ العُلماء الحنفیّة ) کې په پوره بسط او تفصیل سره ذکر کړي دي.

او بله داده زمونږ د احنافو په مدارسو کې چې همدا کتابونه لوستل کیږي نو د أستاذانو او طالبانو په ذهن کې دا وي چې همدا اُصُول حدیث دي او بس، او د همدې اُصولو په رڼا کې دوی د احادیثو معتبروالی او کره والی معلوموي، حال داچې دا خو د غیر احنافو اُصول حدیث دي. او زمونږ د احنافو اُصُول حدیث بیا په دغو کتابونو کې ذکر دي چې مونږ په دې کتاب تُراثُ العُلَماء الحَنَفیّة کې راوړي دي او همدا راز د احنافو اُصول حدیث د اُصُول فقه په هغه مبحث د « سُنّة الرّسول » کې ذکر دي.

او په دا وروستیو کې که څه هم زمونږ په ځینو مدارسو کې خیر الأصول هم لوستل کیږي؛ خو هغه یوه ډیره لنډه او مختصره رساله ده.

او که څوک دا ګومان کوي چې ټول اصول به یو وي، فرق به نه وي پکې، نه! داسې نه ده، زمونږ د احنافو اُصُول حدیث او د نورو فرق لري، ما ددې کتاب په سر کې ددغو فرقونو یو څو نمونې ذکر کړې دي.

او بل باعث د تألیف ددې کتاب داهم ؤ چې ډیرو شیوخو او علماء کرامو په ډیر اصرار او جدّیت سره مطالبه کوله چې دغه کار وشي او د احنافو علماوو دغه میراث ټول د یو کتاب په شکل کې راجمع کړل شي.

ددې کتاب لیکلو او برابرولو ښه ډیر وخت واخیست؛ ځکه چې دروند او نایاب کار ؤ او بل په ډیر دقت او احتیاط سره ترسره شو.

په دغو زرو کتابونو کې چې کوم کتابونه ما سره موجود وو هغه مې هم ښه دقیق وکتل او په دغه سلسله کې مې شامل کړل او کوم چې ماسره په دغه وخت کې موجود نه وو د هغو د یقیني ثبوت او په دې عالَم د دنیا کې د یقیني موجودیت د معلومولو لپاره مې په ډیر محنت، مشقّت او خَوَلو تویولو سره ډیرې پلټنې کړې دي، کله به داسې هم ؤ چې د یو کتاب په لټه او تلاش کې به ما په ساعتونو نه؛ بلکې څو ورځې او شپې د معاجمو، فهارسو، تراجمو او د رجالو د غټو، غتو کتابونو جلدونه کتل او کله به چې متاع ګمشده راپیدا شو نو زما د خوښۍ به اندازه نه وه.

البته په یقیني، معتبرو او قوي مدارکو، مراجعو او مآخذو باندې به مې اعتماد کاوه او ضعیف مدارک او مراجع به مې پرېښودل او نظر انداز کول.

پوښتنه: د زر ټوکیزه تالیفاتو د معرفت او تحقیق چاپ شوی کتاب او مجموعه ستاسې په فکر د حنفي مذهب د پیروانو لپاره څومره اهمیت لري آیا تر دې وړاندې دغسې شاهکاره هڅه ﺑﻞ چا کړې وه او که نه؟

جواب: د احنافو علماء کرامو دغه زر عُمده او مُعتبر تألیفات او تصنیفات په یو کتاب کې راجمع کول یقیناً د حنفي مذهب د پیروانو لپاره ډیر اهمیت لري او بې شکه چې دا یوه قیمتي ذخیره ګڼل کیږي، په دغو کې ډیر داسې عمده او جامع متون شته چې ددې لائق او قابل دي چې د مدارسو په نصاب او روزمره درسي نظام کې شامل کړل شي، لکه شیخ عبدالفتاح أبوغده الحنفي او نورو ډیرو علماء کرامو هم په دغو کې د ځینو کتابونو په اړه همداسې ویلي دي، نو أرباب د مدارسو او علماء کرام به دېته متوجه شي او بل به علماء او اهل خیر حضرات دېته متوجه شي چې د اِفادې عامې په خاطر په دغو کې هغه ډیر مهم او ضروري کتابونه چاپ، تکثیر او نشر کړي.

او داچې تاسو وویل: آیا تردې وړاندې ددغسې شاهکار هڅه بل چا کړې وه او که نه؟ نو زه دا وایم کار خو به خامخا شوی وي په مختلفو کیفیتونو او طریقو سره، یا لږ او یا ډېر؛ خو په دې علم کې داسې کار چې د احنافو علماوو سلګونه کتابونه؛ بلکې پوره یو زر تألیفات او تصنیفات په پوره دقت او اهتمام سره یوځای راجمع کړل شي، په دغه انداز سره کار زما په ګومان له دې مخکې نه دی شوی، الله تعالی جلّ جلاله دې دا خدمت د خپلې رضاء لپاره وګرځوي او الله کریم ورحیم دې قبول کړي.

پوښتنه: دغه کتاب خو اوس په اردو ژبه ترتیب او چاپ شوی مناسب دا وه چې په پښتو یا دري ژبه دا کار تر سره شوی وای د اردو ژبې انتخاب مو ولې وکړ حال دا چې پښتو ژبه دارنګه نوښت ﺗﻪ ﺯﻳﺎﺗﻪ ﺍړﺗﻴﺎ ﻟﺮﻱ، ځکه ﭼﯥ پښتو ﮊﺑﻪ بډایه ﮊﺑﻪ ﻧﻪ ﺩﻩ ﺍﻭ ډﻳﺮ ﮐﺎﺭ ﻭﺭﺗﻪ ﺷﻮﯼ ﻧﻪ ﺩﯼ.

جواب: قدرمنه ! ددې خبرې جریان ما په کتاب کې ذکر کړی دی یوځل د کتاب په اوائلو کې او بیا د کتاب په آخر کې د یو اعلان په شکل کې هغه داسې: دغه کتاب «تُراثُ العُلَماء الحَنَفیّة في اُصُول الحدیث وعُلُومِه» مخکې له دې کتابي شکل نه د « علم اصول حدیث وعلوم حدیث میں علماء احناف کی تالیفات وتصنیفات » په عنوان د مضامینو په شکل کې د اُردو رسالو او مُجلو لپاره تیارېده او په هغو کې مُسلسل نشر کېده، لکه د جامعه دارالعلوم حقانیه ماهنامه « الحق » او د دارالعلوم صدیقیه زروبۍ سه ماهي « دُرَر الفرید » چې پکې قسط وار، په شلو (۲۰) قسطونو کې نشر او پوره شو، په هر قسط کې به پنځوس، پنځوس کتابونه نشر کېدل.

بیا په کتابي شکل کې ورسره یو لړ نور تشریحات او د کتابونو مآخذ او مراجع هم ذکر کړی شول، نو ځکه کتاب په اُردو ژبه کې برابر شوی، اګرچه د کتاب اکثر عبارات عربي دي.

خو اینده ډیر زر به د الله تعالی جلّ جلاله په توفیق او اعانت سره دغه کتاب په خپله د بنده لخوا په پښتو، فارسي او خالص عربي ژبو کې تیار، چاپ او نشر شي، ان شاء الله تعالی.

چې د الله په فضل مې له همدا اُوس نه د کتاب مکمّل عربي ته په اړولو کار روان کړی دی.

پوښتنه: قدرمن شیخ صاحب! ستاسې په هڅو د بدرالفتاوی په نامه د کتاب سلسله هم جریان لري، د معلوماتو له مخې تر اوسه درې ټوکه په ښکلي صحافت او په زړه پورې ډیزاین چاپ شوې، دﺩﯤ سلسلې په اړه مو هم معلومات غواړم چې بدرالفتاوی کې د کوم دور فتواوې ﺭﺍټولې شوي، مفتیان صاحبان یې څوک وو او د مسائلو تحقیق او مستند والی ته یې ترکومه بریده پام شوی، که مهمې ځانګړتیاوې یې راته ووایاست منندوی به مو یم؟

جواب: محترمه ! زمونږ بدر الفتاوی په پنځو (۵) جلدونو کې برابره شوې ده او لکه تاسو چې یادونه وکړه تراوسه یې درې جلدونه چاپ شوي دي او د څلورم او پنځم جلدونو ترتیب او کمپوز شوی دی او په تصحیح یې کار روان دی، د دعاء ګانو ضرورت دی چې الله تعالی یې په خیر سره مکمّله کړي.

او داچې تاسو وویل: په بدر الفتاوی کې د کوم دور فتواوې راټولې شوې دي، مفتیان یې څوک وو او د مسائلو مستندوالي ته یې څومره پام شوی دی؟ دا ټولې خبرې د بدر الفتاوی په مقدمه کې راغلي دي، مونږ ددغې فتاوی لپاره یوه جامع مقدمه لیکلې ده چې د بدر الفتاوی د اول جلد په سر کې چاپ شوې ده، ډیرو به هغه کتلې او مطالعه کړې هم وي، کتل او مطالعه یې ضروري ده؛ ځکه په هغې کې د هغه وخت د مرکزي دارالافتاء او فتواو په اړه ډیر معلومات درج دي.

خلاصه داچې په بدر الفتاوی کې د اسلامي امارت د حاکمیت د دور د مرکزي دارالافتاء چې موقعیت یې په کندهار کې ؤ فتواوې راټولې شوې دي، چې استفتاء ګانې او پوښتنې به عموماً له دغو خواوو څخه راتللې :
۱ــ د عام ولس او ملت لخوا
۲ــ د مختلفو امارتي او حکومتي اداراتو لخوا .
۳ــ د قضاتو او محاکمو لخوا، ترڅو د قضائي حکم او فیصلې لپاره ځانته مسئله روښانه کړي.
۴ــ د امارت د مقام(امیر المؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله) لخوا.

او مفتیان یې د بنده (د مرکزي دارالافتاء د رئیس) په شمول ټول څوارلس(۱۴) علماء وو، چې په مقدمه کې یې نومونه ذکر شوي دي او دوی به دائم الوقت په مرکزي دارالافتاء کې وو او په باقاعده او دوامداره توګه به روزانه فتواوې صادرېدلې.

او د مسائلو کره والي او مستند والي ته به ډیره زیاته پاملرنه کېدله، هره مسئله به ډیره په دقت سره لیکل کېدله او د معتمدو او معتبرو کتابونو او فتاواوو ګڼې حوالې به پرې رانقل کېدلې.

بنده به په خپله هم فتواوې لیکلې او د دارالافتاء اعضاوو مفتیانو به هم لیکلې؛ خو بنده به د بل هر یو لیکلې فتوی کتله او چې تأیید به شوه او اتفاقي به وګرځېدله نو بیا به مو دستخط او ټاپه کړه او صادره به مو کړله.

په دغه بدر الفتاوی کې ډیر اهم معلومات او ډیر عمده او ضروري مسائل راغلي دي، په دې کې د قدیم او جدید دور دواړه ډَوله مسائل شامل دي او دا هغه مسائل دي چې د مسلمانې ټولنې په تیره بیا زمونږ په هېواد کې تقریباً هر وخت ورته ضرورت پېښيږي او مشکل ورباندې حل کیږي، ان شاء الله تعالی.

وروستۍ پوښتنه: قدرمن شیخ صاحب! تاسې معمولاً د هیواد په کچه مهمې پېښې او واقعات هم په تاریخي بڼه ﺛﺒﺖ ﮐﻮﺉ، په ځانګړې توګه مو د تېرو ۲۵ کلونو مهمې لوړې ژوري لیکلي، که مناسب درته بریښي په اړه یې څه معلومات درنو اوریدونکو او لوستونکو ته ورکړئ او دا شفقت هم وکړئ چې که دا سلسله او یادښتونه منسجم کړی شی له شک پرته یو مستند تاریخ ترینه جوړیږي نو کله مو ﺩﺍ فکر کړی چې هغه به چاپ ﺍﻭ ﺷﺎﻳﻊ ﺷﻲ.

جواب: محترمه وروره ! ددې پوښتنې په جواب کې به داسې عرض کړم: هو! له ډیر وخت راهیسې زما دا معمول دی چې د ژوند ځینې پېښې په تیره بیا غټې پېښې یاد داشت کوم او لیکم، د افغانستان د طالبانو په اسلامي تحریک او اسلامي امارت کې د ژوند او خدمتونو د ترسره کولو په مهال به بنده تقریباً همه روزه د ژوند ځینې چارې یاد داشت کولې په اصطلاح د روزنامچې(ډایري) په شکل کې او په مختصر ډول او داسې په ضمني توګه بې له دې چې داسې خاصه توجه ورته شوې وي، په دغو یاد داشتونو کې بنده د خپلو روزمره کړنو او خدمتونو او دغه راز د تحریک او امارت په سطحه د هېواد د ځینو اهمو او تاریخي حالاتو او واقعاتو ذکر کړی دی، البته په دې کې به زما د خپلو شخصي خدمتونو او افتخاراتو ذکر نسبتاً زیات وي؛ ځکه یو خو طبیعي ده چې انسان خپلو ښو خدمتونو او افتخاراتو ته خوشحالیږي او غواړي چې یاد داشت یې کړي او بل داچې د ټول نظام ورځني حالات او واقعات لیکل خو کیدای نه شول ځکه دا خو بیا ډیر کار ؤ، زمونږ د ډیرو او درنو مصروفیتونو سره دا کله کیدای شو، دا کار خو هغه څوک کولای شي چې د تاریخ لیکونکي په بڼه یې همدا کار وي، نو ځکه ما ورځني څه خاص، خاص حالات او غټ، غټ واقعات لیکلي دي.

باید یادونه وکړم چې زما دغه لیکلي معلومات ډیر دقیق، رښتوني او پر واقعیت بناء دي او هیڅ ډول مبالغه په کې نه ده شوې.

پاتې شوه دا خبره چې تاسو وویل: که دا سلسله او یادښتونه منسجم کړی شي له شک پرته یو مستند تاریخ ترېنه جوړیږي نو کله مو دا فکر کړی چې هغه به چاپ او شایع شي؟

نو ما خو یادښتونه اجمالاً لیکلي دي البته د هر حالت او واقعې سره مې هغه ورځ او درې واړه تاریخونه(هجري قمري، هجري شمسي او میلادي) ښه دقیق لیکلي دي او تفصیلات یې راته په ذهن کې یاد دي، نو که هر حالت او واقعه پوره راولیکل شي او منسجم کړل شي یقیني ده چې د وخت یو ښه لوی او مستند تاریخ ترېنه جوړېدای شي، ما د امارت ځینو خلکو ته د دوی په غوښتنه له دغو یاد داشتونو څخه د تاریخ لیکلو لپاره ځینې معلومات ورکړي هم دي؛ خو په خپله مې لا تردا دمه دې کار ته خاصه پاملرنه نده کړې، مشاغل او مصروفیتونه هم ډیر وي.

بیا هم که باعثتیا وي او دا کار مناسب او ضروري وبلل شي او الله تعالی وخت مساعد کړي نو یو څه کیدلای شي، د الله په توفیق سره.

عزتمند شیخ القرآن والحدیث، فقیه العصر، مفتي مولانا نور محمد ثاقب صاحب ستاسي له بېش قېمته معلوماتو، تاریخي ارزونو او علمي مرکې څخه یوه نړۍ مننه، په عمر او عمل کې مو رب جلّ جلاله ډېر برکتونه ولوروه. آمین ثم آمین

له تاسو څخه هم ډیره مننه، الله تعالی مو د صحت او عافیت سره هر راز کامیابي او ترقي نصیب کړه.

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته