په فراه کې دانسان تښتونکو له منګولو ژغورل شوي یوتن هیواد وال سره مرکه

په فراه ولایت کې د تیرې ورځې د انسان تښتونکو له ناوړه منګولو څخه، له ازاد شوي کس (سیدعلي) سره د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د رئیس مولوي امام الدین ” صادق ” ځانګړې مرکه! صادق: بسم الله الرحمن الرحیم. وروره په لومړي سر کې مو ځان را وپېژنئ؟   سیدعلي: بسم […]

په فراه ولایت کې د تیرې ورځې د انسان تښتونکو له ناوړه منګولو څخه، له ازاد شوي کس (سیدعلي) سره د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د رئیس مولوي امام الدین ” صادق ” ځانګړې مرکه!

صادق: بسم الله الرحمن الرحیم.

وروره په لومړي سر کې مو ځان را وپېژنئ؟

 

سیدعلي: بسم الله الرحمن الرحیم.

زما نوم سیدعلي دی، د غرجستان پوهنتون، د درېیم ټولګي زده کړیال، په اصل کې د بدخشان ولایت د بارک والسوالۍ اوسیدونکی یم.

 

صادق: موږ خبر ترلاسه کړل، چې ته تیره ورځ د انسان تښتونکو له خوا څخه تښتول شوی وي، که چیرته د دې جریان جزئیات راسره ګډ کړي؟

 

سیدعلي: کله چې ما غوښتل، له فراه ولایت څخه د کابل پر لوري حرکت وکړم، د فراه ښار په مرکز کې انسان تښتونکو زه وتښتولم. د سهار یولس نیمې بجې وي، تر بله سهاره د ملایانو تر اذانونو پورې له دوی سره وم، د الله ج په مرسته له هغوی څخه وتښتېدلم، بیرته ښار ته راغلم او مجاهدینو ته مې راپور ورکړل. مجاهدینو ته مې ټوله قضیه واوروله، وروسته له دوی سره د هغه ځای په ډاګه کولو لپاره ولاړم، چې د دریو انسان تښتونکو، یو عراده موټر او څو مېله سلاء په نیولو کې مې ورسره مرسته وکړه.

 

صادق: د انسان تښتونکو د ځای په اړه که راته ووایې، دوی څنګه ځای جوړ کړی وه؟

 

سیدعلي: آ مولوي صاحب کله چې یې زه هلته یوړم، په میلمستون کې یې زما لاسونه او پښې را وتړلې، تقریباً شاوخوا د شپې یولس نیمې بجې به وي، چې زما سترګې یې را وتړلې، یو تنور ته په کوم تنور کې چې ډوډډۍ پخېږي، تر تنور لاندې سوری وه، یو سیمنټې شی (تخته) یې جوړه کړې وه، تر دې لاندې یې زیر زمینې (تکاو) جوړ کړی وه، زه یې هلته یوړم، بیرته یې د تنور سر وتړل، هلته یې یو پایپ د اکسیجن لپاره تړلی وه، ځکه چې سیوا (بغیر) له اکسیجنه هلته ژوندی پاتې کیدل ناشونی (ناممکن) وه، د هغه پیپ په واسطه ما ساه (تنفس) اخېستل، وروسته له هغه ځای څخه د الله (جل جلاله) په مرسته راووتلم.

 

صادق: کله چې راغلي او مجاهدینو ته دي راپور ورکړل، هغوی سم لاسي عملیات په لاره واچول؟

 

سیدعلي: نه! د الله (جل جلاله) په مهربانۍ سره، کله چې ما د پوهنتون رئیس صاحب ته راپور ورکړل، هغه د ملي امنیت ریاست، ښاغلي مرستیال رئیس سره په اړیکه کې شو او ورته یې وویل، چې داسې یوه قضیه ده، مرستیال رئیس وغوښتلو، ماته یې هم وویل، چې راځه، مرستیال رئیس ته راغلو، وروسته زه ولاړم د ملي امنیت ریاست ته، حاجی صاحب تواب هم هلته وه، ده ځواکونو ته امر وکړل، چې د عملیاتو پلان لرو، چې انسان تښتونکي له هغه ځای څخه ونه تښتې، بس هغه مهال له هغه ځای څخه عملیات پیل شوه، چې هغه یې له یو میل کلاشینکوپ، یو مېل توفنګچې او له نورو امریکایې دوربینونو سره ونیول، همدارنګه GPS او نور د مجاهدینو لاس ته ورغلل.

 

صادق: د عملیاتو په ترڅ کې د انسان تښتونکو، څو تنه ونیول شول؟

 

سیدعلي: د کومو عملیاتو په ترڅ کې، چې زه ورسره تللی وم او د عملیاتو په سر کې مرستیال رئیس صاحب قرار درلود، ۳ تنه ونیول شول، لاسونه او پښې یې ور وتړلې او د ملي امنیت ځواکونو له ځان سره راوړل.

 

صادق: تاسو د مجاهدینو له عملیاتو څخه څومره خوښ یاست؟

 

سیدعلي: الحمدالله ویاړم، چې د افغانستان د خلکو پر سر الله (جل جلاله) داسې کسان حاکم کړو، ان شاءالله چې عدالت حاکمېږي، د خلکو په اصطلاح زه د بل ولایت وم، دلته مسافر او پردی (بېګانه) هم وم، زه دلته هیڅ د مسافري یا پردېتوب احساس نه کوم، دلته چې کوم دولت دی، زه سل سلنه د دوی له دولت او کړنو څخه خوښ یم، چې حق و حقدار ته ورکول کېږي، څنګه چې زه یو بدخشی وم، موضوع تر دوی پورې ورسيده، دوی هم سم لاسي اقدام وکړل، همدارنګه هغه انسان تښتونکي هم فراهیان وه.

اما، الحمدالله هیڅ ډول قومي، مذهبي او ژبني تعصبات یې په منځ کې نه وه، زه د دوی له دولت څخه په دي خاطر خوښ یم، چې هیڅ د تعصب ځای، قوم پالنې، سمت پالنې، ولایت پالنې، الحمدالله د دوی په منځ کې هیڅ شتون نه درلود او نه وه، کوم کار چې مې ولیدل، دوې شپې مې د پوهنتون له رئیس صاحب تیرې کړي، نور، نن شپه له مجاهدینو سره وم، دا چې زه په اصل کې دری ژبی یم، ما هیڅکله د دې احساس نن دی کړی، ما فکر کول، چې موږ د یوې کورنۍ یو، ما هیڅ د یوازې او خوابدې احساس نه دی کړی، فکر مې کول، چې زه په بدخشان کې یم او خپل کور مې دی.

 

صادق: تاسو څومره د مجاهدینو له عملیاتو څخه خوښ یاست؟

 

سیدعلي: زه د مجاهدینو له عملیاتو څخه سل سلنه خوښ یم، الحمدالله بیا هم د الله (جل جلاله) شکر باسم، چې داسې دینداره، دین پاله، د ځمکې پر سر حاکمان خلک دي. الحمدالله ثم الحمدالله سل په سله خوښ یم.

 

صادق: ستاسو پیغام انسان تښتونکو او یا هغو کسانو ته، چې اوس هم انسانان تښتوي څه دی؟

سیدعلي: دوی ته زما پیغام دادی، چې انسان تښتونه له خپل سر څخه لیرې کړي، ځکه دوی باید په دي فکر کې نه شي، چې د مجاهدینو حکومت چې اوسمهال په افغانستان کې شتون لري، د پخواني حکومت په پرتله، چې مخکې وه ورته ونه ګوري، که چیرته دوی انسان تښتونکي نیول، یا به یې د وایسطې او یا هم د نورو لارو په وسیله، د هغوی له نیولو څخه ځانونه ساتل، اما زما پیغام هغو انسان تښتونکو ته، که چیرته زما غږ اوس اوري دادی، چې له دي چټل کار څخه لاس واخلئ، ځکه چې دا حکومت، داسې حکومت نه دی چې دوی پرېږدي، سل په سل کې چې هر ځای وي نیسې به یې او ان شاءالله تعالی  سل په سل کې به د خپل عمل سزا وینې.

ده مرکي په اخیر کي سیدعلی ته داطلاعاتو او فرهنګ رئیس صادق مولوي صاحب لخوا   ۲۰۰۰  افغانۍ  دکرایي لپاره ورکړل شوي

2021/10/31