جنګي جنایتونه( سپټمبر)

سید سعید د ۲۰۲۰ز، کال د سپټمبر د میاشتې په لومړۍ نیټه د فاریاب ولایت د جمعه بازار ولسوالۍ د کوسه قلعه او نوده په سیمو کې حکومتي الوتکو بمبار کړی، په دغه بمبار کې دوه  مسجدونه او د ولسي وګړو کورونه وران شوي دي. د سپټمبر په لومړۍ نیټه حکومتي عسکرو د بلخ ولایت […]

سید سعید

د ۲۰۲۰ز، کال د سپټمبر د میاشتې په لومړۍ نیټه د فاریاب ولایت د جمعه بازار ولسوالۍ د کوسه قلعه او نوده په سیمو کې حکومتي الوتکو بمبار کړی، په دغه بمبار کې دوه  مسجدونه او د ولسي وګړو کورونه وران شوي دي.

د سپټمبر په لومړۍ نیټه حکومتي عسکرو د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ د علم خېلو څلورلارې مسجد په بلډوزرونو شهید کړی دی.

د سپټمبر په لومړۍ نیټه دتخار  ولایت  د نمک اب ولسوالۍ په مربوطاتو داخلي عسکرو یوه میرمن شهیده کړې ده .

د سپټمبر په لومړۍ نیټه دبادغیس ولایت د سنګ آتش ولسوالۍ دلودینانو کلي کې داخلي عسکرو یوه میرمن شهید کړې ده .

د سپټمبر په ۴مه  د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ د مومن خيلو په کلي کې د حکومتي عسکرو د هاوانونو د ویشتلو له امله یوه ماشومه شهیده شوې او درې تنه ژوبل شوي دي.

د سپتمبر په ۵مه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ د کدیخیلو ملایانو قلعه سیمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې پنځه تنه ماشومان شهیدان شوي او دوې ښځې ژوبلې شوې دي.

د سپټمبر په ۵مه دفاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په بخاري قلعه سیمه کې حکومتي الوتکو په جامع مسجد او ګڼو کورونو باندې بمبار کړی، په دغه بمبار کې دوې ښځې او لس تنه ماشومان ژوبل شوی، مسجد شهید شوی، د ملکي خلکو  شپږ کورونه او یو دارالحفاظ وران شوي دي.

د سپتمبر په ۶مه  د هرات ولایت د کشک کهنې ولسوالۍ د زاړه بازار په سیمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ماشوم شهید شوی او یوه میرمن ټپي شوې ده.

د سپټمبر په ۷مه د هلمندولایت دګرشک ولسوالۍ  دسيدانو په سيمه کې د حکومتي ځواکونو د توپچي په ډزو کې یو ماشوم شهید او بل ژوبل شوی دی.

د سپټمبر په ۷مه د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ د کمال په کلي باندې داخلي عسکرو هاوانونه توغولي، چې له امله یې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه ولسي وګړي شهیدن شوي دي.

د سپټمبر په ۹مه د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ دشاجوی په سيمه کي داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د سپټمبر په ۱۲مه د جوزجان ولایت د منګجیک ولسوالۍ له مرکز څخه په توغول شوي میزایل یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د سپټمبر په ۱۲مه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د ارباب خیلو او د دهمرده  په سیمو کې حکومتي الوتکو د ملکي وګړو د استوګنې پر سیمو بمبار کړی، په دغه بمبار کې یوولس تنه ولسي وګړي ټپیان شوي او خلکو ته پراخ مالي تاوان رسیدلی دی.

د سپټمبر په ۱۲مه د لوګر ولايت مرکز اړوند پياروخيلو کلي کې د یرغلګرو په ډرون حمله کې یو مسجد زیانمن شوی او دوه ولسي وګړي شهیدان شوي او اته تنه نور ژوبل شوي دي.

د سپټبر  په ۱۳مه د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ د ګرم آبک په سیمه کې د حکومتي ځواکونو په بمبار کې یو سپین ږیری هیوادوال شهید شوی دی.

د سپټمبر په ۱۳مه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په مرکخېلو سیمه کې د حکومتي ځواکونو په بمبار کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د سپټمبر په ۱۳مه د بغلان ولایت د تاله برفک ولسوالۍ په دشت لجام سیمه کې دحکومت په هوایې برید کې یو مسجد او څو کورونه په نښه شوي،چې له امله یې یو سړی شهید شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د سپټمبر په ۱۳مه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په حافظ بچه سیمه کې د حکومت په بمبار کې یو کور تخریب شوی او دوه تنه ملکي وګړي پکې شهیدان شوي دي.

د سپټمبر په ۱۳مه د غزني ولایت مرکز اړوند قلعه غچ کلي کې د حکومتي ځواکونو له خوا پر یو کور د  بمبار په ترڅ  کې دوې ماشومانې شهیدانې شوې او دوې ژوبلې شوې دي.

د سپټمبر په ۱۵مه د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د تره خیلو کلي کې حکومتي ځواکونو د استوګنې پرسیمه بمبار کړی، چې له کبله یې یو مسجداو پنځه کورونه  زیانمن شوي او خلکو ته مالي زیانونه او ښتي دي.

د سپتمبر په ۱۶مه د زابل ولایت مرکز قلات اړوند د خواځوکو پر کلي حکوتي الوتکو بمبار کړی، په دغه بمبار کې یو کور تخریب شوی او یو سپین ږیری کلیوال شهید شوی دی.

د سپټمبر په ۱۷مه د سمنګان ولایت په خرم سارباغ کې داخلي عسکرو د بابه قمبر د مدرسې دوه تنه زده کوونکي شهیدان کړي دي.

د سپټمبر په ۱۷مه د بغلان ولایت د برکې ولسوالۍ په چپه سیمه کې داخلي عسکرو د ولسي خلکو پر کورونو هاوانونه پیر کړي، چې له امله یې درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او اته تنه ژوبل شوي دي.

د سپټمبر په ۱۸مه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په نوشهرعلي زو سیمه کې د حکومت په هوایې برید کې دوه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي او خلکو ته مالي تاوان رسیدلی دی.

د سپټمبر په ۱۹مه د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ په قاري اباد سیمه کې د حکومتي ځواکونو په توپچي بریدونو کې څلور میرمنې شهیدانې او ټپیانې شوې دي.

د سپټمبر په ۱۹مه د پکتیا ولایت د ګردې څېړۍ ولسوالۍ سواکې کنډو سیمه  د حکومتي الوتکو په بمار کې  یو ملکي وګړی شهید شوی او دوه تنه ټپیان شوي دي.

د سپټمبر په ۱۹مه دهرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ د زمان اباد په سیمه کې حکومتي الوتکو د عامو خلکو پر کورونو بمبار کړی، په دغه بمبار کې یوه میرمن شیهده شوې او خلکو ته زیات مالي زیان او ښتی دی.

د سپټمبر په ۱۹مه د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ په مربوطاتو کې حکومتي الوتکو د استوګنې سیمې بمبار کړې، چې له امله یې درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي، یو شمېر دوکانونه سوځیدلي او خلکو ته پراخ مالي تاوانونه اوښتي دي.

د سپټمبر په ۱۹مه د کندز ولایت د خان آباد ولسوالۍ په نیک پای سید رمضان کلي کې حکومتي ځواکونو د عامو خلکو پر کورونو بمبار کړی، دعیني شاهدانو په وینا په دغه بمبار کې ۲۳ تنه ولسي هیوادوال شهیدان شوي او اوولس تنه ټپیان شوي دي، همداراز په دغه بمبا رکې ګڼ کورونه هم ویجاړ او زیانمن شوي دي.

د سپټمبر په ۱۹مه دهرات ولایت دګلران ولسوالۍ د خواجه بزرګ په سیمه کې د داخلي عسکرو په ډزو کې یو ماشوم شهید شوی دی.

د سپټمبر په ۲۱مه د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ په کندریم سیمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی، ګڼ څاروي له لمنځه تللي او خلکو ته مالي تاوان رسیدلی دی.

د سپټمبر په ۲۱مه د غزني ولایت د دهیک ولسوالۍ په علي خیلو کلي کې د حکومتي ځواکونو په بمبار کې یو مسجد زیانمن شوی دی.

د سپتمبر په ۲۳مه د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په هزاره قشلاق سیمه کې د حکومتي ځواکونو په هوایې برید کې مور او دوه ماشومان یې شهیدان شوي دي.

د سپتمبر په ۲۶مه د بغلان ولایت ددهنه غوري ولسوالۍ په  ګاویانو کلي کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې دوې ښځې شهیدانې شوې او درې ماشومان ژوبل شوي دي.

د سپتمبر په ۲۷مه  د غزني ولایت داب بند ولسوالۍ په ړنده خیلو سیمه کې د داخلي عسکرو په ډزو کې دوته تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د سپټمبر په ۲۷مه دهرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ د شوز کمپنۍ په سیمه کې د حکومتي ځواکونو دهاوان په ډزو کې څلور ښځې شهیدانې شوې او دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

د سپتمبر په ۲۷مه د بلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ د چهارسنګ د سمرقندیانو سیمه کې د داخلي عسکرو د توپچي په ډزو کې یوه  میرمن شهیده شوې ده.

د سپټمبر په ۲۹مه د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ په الوخیلو سیمه کې حکومتي عسکرو داستوګنې پر سیمو توپچي بریدونه کړي، چې له امله یې  یو ځای پنځه تنه ولسي وګړي ژوبل شوي او بل ځای بیا یوه میرمن او دوه ماشومان یې شهیدان شوي او دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

د سپټمبر په ۲۹مه د بلخ ولایت د کشندې ولسوالۍ په کشندې بالا سیمه کې حکومتي الوتکو دولسي وګړو پرکورونو بمبا رکړی، په دغه بمبار کې دوه ولسي وګړي شهیدان شوي او یو تن ژوبل شوی، همدا راز پدې بمبار کې درې دوکانونه سوځېدلي او خلکو ته پراخ مالي تاوان اوښتی دی.

د سپټمبر په ۲۹مه د بامیان ولایت په باغک سیمه کې حکومتي عسکرو د عامو خلکو له کورونو او دوکانونو قیمتي توکي وړي او بیا یې همدا دوکانونه او کورونه سوځولي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ټول افغان ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=اوبینوا=]