جنګي جنایتونه( جنوري)

سید سعید د ۲۰۲۱ز، کال د جنوري د میاشتې په لومړۍ نیټه د خوست مرکز اړوند ورغه کلي کې د کمپاین په نوم  عسکرو یو ملکي وګړی چې د خوست – کابل پر لاره یې موټر چلاوه، شهید کړی دی. د جنوري په ۴مه د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د حکومتي عسکرو دهاوان […]

سید سعید

د ۲۰۲۱ز، کال د جنوري د میاشتې په لومړۍ نیټه د خوست مرکز اړوند ورغه کلي کې د کمپاین په نوم  عسکرو یو ملکي وګړی چې د خوست – کابل پر لاره یې موټر چلاوه، شهید کړی دی.

د جنوري په ۴مه د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د حکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې دحضرت بلال رضی الله عنه د لیسې دوه تنه  شاګردان شهیدان او دوه تنه ټپیان شو ي دي.

د جنوري په ۵مه د پکتیا ولایت د احمدابا ولسوالۍ په  تاندغړک کلي کې د کمپاین په نوم عسکرو دچاپې په مهال ګڼ خلک ځورولی او دوه تنه یې شهیدان کړي دي.

د جنوري په ۵مه دفاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ په بازار کې داخلي عسکرو د ملکي خلکو پر  یو موټر ډزې کړې، چې له امله یې د موټر چلونکي په ګډون درې تنه ولسي وګړي شهیدان شو ي دي.

د جنوري په ۶مه  دھلمند ولايت د مرکز لښکرګاه د لسمې حوزې دبشران دمکتب په سیمه کې د اشغالګرو په بمبار کې اته تنه ولسي وګړي چې ښځې او کوچنیان هم پکې دي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جنوري په ۸مه د لغمان مرکز په کچۍ مسکین آباد سیمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې په یو کور کې شپږ تنه میرمنې او ماشومان ژوبل شوي او په یو بل کور کې بیا یوه ښځه شهیده شوې ده.

د جنوري په  ۱۱مه  د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په نکړخیلو سیمه کې د حکومت په  ډرون برید کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د جنوري په ۱۰مه  د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ کې حکومتي عسکرو د روینج اب په نوم  بازار باندې توپچي بریدونه کړي، چې له امله یې ۶۰ دوکانونه سوځیدلي او تخریب شوي او ملیونونه افغانۍ زیان خلکو ته رسیدلی دی.

د جنوري په ۱۰مه  د غزني ولایت د اب بند ولسوالۍ په دالانو کلي کې حکومتي عسکرو یو طالب العلم چې د بازګي کلا مدرسې ته روان و، شهید کړی دی.

د جنوري په ۱۱مه  د غزني ولایت مرکز  په پورته قلعه غچ کلي کې حکومتي الوتکو پر یو مسجد بمبار کړی،په دغه بمبا رکې مسجد ته زیان رسېدلی او درې تنه لمونځ کونکي پکې ژوبل شوي دي.

د جنوري په ۱۲مه  د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په زرغون ښار سیمه کې حکومتي عسکرو د چاپې په مهال د خلکو د کورونو دروازې په بمونو الوزولې،خلک یې وهلي او ځورولي دي او د شمس المدارس مدرسې خطیب (مولوي محمد نسیم) یې شهید کړی او څلور تنه نور ولسي وګړي یې ټپیان کړي دي.

د جنوري په ۱۳مه د کونړ ولایت دمنورې ولسوالۍ په بچي کلي کې د صفردو په نوم عسکرو د سیمه ییز ښوونځي یو استاد شهید کړی او ګڼ نور ولسي وګړي یې کړولي دي.

د جنوري په ۱۴مه  د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ په کاغ سیمه کې د داخلي عسکرو د توپچي په ډزو کې یوه ښځه شهیده شوې او دوه تنه ماشومان ټپيان شوي دي.

د جنور ي په ۱۴مه دهلمند ولایت دناوې ولسوالۍ دجرنامو په سيمه کې داخلي عسکرو دکلي ملا امام ( مولوي احمدالله) شهید کړی او یو ماشوم یې زخمي کړی دی. همداراز په سیمه کې د یرغګرو په ډرون حمله کې هم یو تن شهید شوی او یو بل کس ژوبل شوی دی.

د جنور ي په ۱۵مه د خوست ولایت په سپېره ولسوالۍ کې دکمپاین په نوم عسکرو دولسي خلکو پرکورونو چاپه وهلې، څلور تنه ملکي وګړي یې له خپلو کورونو څخه رایستلي او بیا یې شهیدان کړي دي.

د جنوري په ۱۶مه دهرات ولایت دکهسان ولسوالۍ داسلام قلعه پر بازار حکومتي عسکرو دهاوانونو پیرونه کړي، چې له امله یې اته تنه دوکانداران ټپیان شوي او خلکو ته پراخ مالي تاوانونه رسیدلي دي.

د جنوري په ۱۷مه د غور ولایت د ساغر ولسوالۍ د زالانه په سیمه کې اربکیانو یو شپونکی شهید اویو بل تن زخمي کړی دی.

د جنوري په ۱۷مه  دهرات ولایت د کهسان ولسوالۍ د اسلام قلعه په قدوس آباد سیمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې دوولس تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جنوري په ۱۸مه د جوزجان ولایت مرکز په  شورجر کلي کې داخلي عسکرو د علاء الدین په نوم یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د جنوري په ۲۰مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ په خلازیو سیمه کې دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې د یوې کورنۍ اته تنه غړي د ښځو او ماشانو په ګډون ژوبل شوي او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د جنوري په ۲۰مه د کندزولايت د امام صاحب ولسوالي په بخمل کوچه سيمه کې داخلي عسکرو یو ماشوم شهید کړی دی.

د جنوري په ۲۰مه  د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ په مربوطاتو کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د جنوري په ۲۰مه د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په  محمدرضا کلي کې د حکومتي عسکرو د توپچي په ډزو کې یو کلیوال شهید شوی او یو تن ژوبل شوی دی.

د جنوري  په ۲۳مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ په  اکاخیلو کلي کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې یو کلیوال شهید شوی دی.

د جنوري په ۲۴مه د هرات ولایت د شینډنډولسوالۍ د زاول حوزې په تاج کلي کې اربکیانو یو ملکي وګړی چې خپله ناروغه میرمن یې د درملنې په موخه  دپوزي دسیمي کلنیک ته په موټرسایکل سپره کړي وه، دخپلې میرمنې په مخکې شهید کړی دی.

د جنوري په ۲۴مه دنیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ په مربوطاتو کې حکومتي الوتکو دنیمروز- دلارام  پر  سړک بمبار کړی، په دغه بمبار کې اته تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د جنور ي په ۲۵مه دفاریاب ولایت د لولاش ولسوالۍ په  ملاعارفي سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د جنوري په ۲۵مه  د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په  ناکام کلي کې د کمپاین عسکرو د چاپې په مهال د رحمة الله په نوم یوملکي شهید کړی دی.

د جنوري په ۲۵مه د کندز ولایت د دښت ارچي ولسوالۍ د امیر ملوک کلي کې حکومتي الوتکو یو  مسجد بمبار کړی، چې له کبله یې مسجد تخریب شوی او  د سر زیان نه دی پکې رامنځته شوی.

د جنوري په ۲۵مه د لوګر ولایت مرکز اړوند پښتون اباد سیمه کې داخلي عسکرو پر ولسي وګړو  ډزې کړې،چې له امله یې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د جنوري په ۲۷مه د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ دناني په سیمه کې حکومتي عسکرو دکابل- کندهار پر لاره د مسافرو په کاسټر موټر ډزې کړې چې له امله یې اته تنه مسافر شهیدان شوي او یو تن ژوبل شوی دی .

د جنور ي په ۲۷مه د میدان وردګ ولایت سیدآباد ولسوالۍ سالارو کې د داخلي عسکرو په ډزو کې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي دي.

د جنوري په ۲۷مه د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ د سلیمانخیلو کلي باندې د حکومتي ځواکونو په  بمبار کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د جنوري په ۲۷مه د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په ګنج سیمه کې د داخلي عسکرو په ډزو کې یوه ښځه او زوی یې شهیدان شوي او دوه تنه ټپیان شوي دي.

د جنوري په ۲۸مه دبادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ د ترکو کلي کې د حکومتي ځواکونو په بمبار کې یوه کلیوالي دواخانه او یو دوکان ویجاړ او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د جنور ي په ۲۹مه دبادغیس ولایت د آبکمرې ولسوالۍ په  کهنه قول سیمه کې د داخلی عسکرو د ډي سي توپ په ډزو کې پنځه تنه ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

 د جنور ي په ۲۹مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ د  ډنډ شهاب الدین په اوریا خېلو سیمه کې دحکومت په بمبار کې یو کور تخریب شوی او درې تنه ملکي وګړي پکې شهیدان او ژوبل شوي دي.

د جنوري په ۲۹مه د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په  نواباد کلي کې حکومتي الوتکو په سیمه کې یو جامع مسجد بمبار کړی، چې له کبله یې مسجد ته زیان رسیدلی دی.

د جنوري په ۳۰مه د فراه ولایت دفراه رود ولسوالۍ پر بازار یرغلګرو او حکومتي ځواکونو چاپه وهلې، قیمتي توکي یې له دوکانونه وړي،یو منځنی ښوونځی او شل دوکانونه یې نړولي او په بازار کې ولاړ نقلیه وسایط یې په مرمیو سوري سوري کړي دي.

د جنوري په ۳۱مه دهرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ په بازار کې اربکیانو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د جنور ي په ۳۱مه دبادغیس ولایت د آبکمري ولسوالۍ مرکز ته څیرمه د حکومتي عسکرو د توپچي په ډزو کې یوه ښځه شهیده شوې او دوې ماشومانې ژوبلې شوې دي.

د جنوري په ۳۱مه د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ دهدیرې په سیمه کې حکومتي عسکرو پر یو صحي کلینیک چاپه وهلې، د کلنیک اته تنه ډاکټران او پرسونل یې بندیان کړي او طبي وسایل یې له منځه وړي دي.همداراز له دې پیښې یوه ورځ وړاندې هم دارغنداب ولسوالۍ په بولان دره کې حکومتي الوتکو یو امبولانس موټر په نښه کړی چې یو ناروغ پکې شهید شوی دی.

د جنوري په ۳۱مه دهرات ولایت د پښتون زرغون ولسوالۍ د میانده جو په سیمه کې اربکیانو د یو ملا امام په ګډون څلور تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ټول افغان ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیااو=]