جنګي جنایتونه( اګست)

سید سعید: د ۲۰۲۰ز، کال د اګست د میاشتې په لومړۍ نیټه د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ دګدام په سیمه کې اربکي قومندان ( بولاد موچین) درې تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي. د اګست په ۲مه دبادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ د غوچاقو په کلي کې (په سیمه کې د محاصره کنډک څخه) […]

سید سعید:

د ۲۰۲۰ز، کال د اګست د میاشتې په لومړۍ نیټه د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ دګدام په سیمه کې اربکي قومندان ( بولاد موچین) درې تنه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

د اګست په ۲مه دبادغیس ولایت د مرغاب ولسوالۍ د غوچاقو په کلي کې (په سیمه کې د محاصره کنډک څخه) د پیر شوو هاوانونو له امله یوه ښځه او دوې نجونې شهیدانې شوې او څلور تنه ټپیان شوي دي.

د اګست په ۴مه د غور ولایت د پسابند ولسوالۍ د خبال په سیمه کې د داخلي عسکرو دتوپچي په ډزو کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د اګست په ۵مه د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د غوچاقو پر بازار حکومتي عسکرو د هاوان ډزې کړې چې له امله یې یو ملکي وګړی شهید شوی او لس تنه ولسي هیوادوال ټپیان شوي دي.

د اګست په ۵مه دبادغيس ولايت دمقر ولسوالۍ د سنجیدکې په سيمه کې اربکيانو درې تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او یو تن یې زخمي کړی دی.

د اګست په ۶مه د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ په نواباد سیمه کې اربکیانو یو ملکي وګړی شهید کړی او دوه تنه یې ټپیان کړي دي.

د اګست په ۶مه د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ د تورتکل په سیمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یوه میرمن او دو ماشومان ژوبل شوي دي.

داګست په ۷مه د بادغیس ولایت د مرغاب ولسوالي د جوي خوجې په سیمه کې د حکومتي عسکرو د ثقیله وسلو په بریدونو کې یو مسجد زیانمن شوی او پنځه تنه طالب العلمان او عام وګړي پکې شهیدان او ژوبل شوي دي. همدارنګه د یادي ولسوالۍ  د جوي ګنج د سر خلنګ په سیمه کې یې هم د حکومتي عسکرو د هاوان په برید کې یوه میرمن او درې لوڼې یې شهیدانې شوې او  دوې نجونې ټپیانې شوې دي.

د اګست په ۹مه د پکتیکا ولایت د خیرکوټ ولسوالۍ په بلوخیلو کلي کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

 د اګست په ۹مه دغور ولایت د دولتیار ولسوالۍ د قاضي په سیمه کې اربکیانو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د اګست په ۱۰مه د غور ولایت د دولتیار ولسوالۍ د قاضي په سیمه کې دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې شپږ تنه ماشومان او ښځې شهیدان شوي او اته تنه ټپیان شوي دي.

د اګست په ۱۰مه د غزني ولایت د ګیلان ولسوالي د رسنی سیمې په مدوکلا کې داخلي عسکرو یو ماشوم شهید کړی دی.

د اګست په ۱۱مه د بدخشان ولایت د تشکان ولسوالۍ کې حکومتي عسکرو د اب شیر کلي یو ملکي اوسیدونکی صیام الدین شهید کړی دی.

د اګست په ۱۱مه دهلمند ولایت دناوې ولسوالۍ دسرخدوز په سيمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو سپین ږیری شهید شوی دی.

د اګست په ۱۲مه د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په بني شیرافغان سیمه کې دیرغلګرو په ډرن حمله کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

داګست په ۱۳مه دهلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ دلوی مانده د دښت په سيمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په بریدونو کې یوه میرمن شهیده او دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

د اګست په ۱۳مه د فاریاب ولایت د جمعه بازار ولسوالۍ په بادغیسي سیمه کې دحکومتي ځوواکونو په بمبار او توپچي ډزو کې یوه د نجونو لېسه او یو کور تخریب شوي او یوه میرمن شهیده شوې ده.

د اګست په ۱۳مه دهرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ دعزیزآباد دمانک په سیمه کې د د اخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې دوې ښځې شهیدانې شوې دي.

د اګست په ۱۵مه د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د روزګانیانو په سیمه کې د حکومتي عسکرو د توپچي په ډزو کې یو مسجد شهید شوی دی.

د اګست په ۱۶مه دهلمند ولایت دناوې ولسوالۍ دټانګانو په سيمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یوه میرمن شهیده شوې ده.

د اګست په ۱۷مه دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ دنهرسراج په ديکه لنګ سيمه کې د داخلي عسکرو دهاوان په پیرونو کې یو ماشوم شهید شوی دی.

د اګست په ۱۷مه دفاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د بوري په سیمه کې د حکومتي ځواکونو په بمبار کې پنځه تنه ښځې او ماشومان شهیدان او ټپیان شوي دي.

د اګست په ۱۸مه د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په غني خیلو کلي کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې درې تنه  ملکي وګړي شهیدان شوي او درې نجونې ټپیانې شوې دي.

داګست په ۱۸مه د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په  اسماعیل قشلاق سیمه کې دحکومتي ځواکونو په  توپچي ډزو کې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شو ي دي.

داګست په ۱۸مه د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په لغړو کلي کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې شپږ تنه ولسي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې دي شهیدان شوي او اووه تنه ټپیان شو ي دي.

 داګست په ۱۸مه دهلمند ولایت دګرشک ولسوالۍ د سيدانو په سيمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو لس کلن ماشوم شهید شوی دی.

داګست په ۱۸مه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په پیټلو سیمه کې د حکومتي ځواکونو دتوپچي په ډزو کې اووه تنه ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د اګست په ۱۸مه د فاریاب ولایت د جمعه بازار ولسوالۍ په بادغیسي سیمه کې دحکومتي ځواکونو په بمبا رکې څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او پنځه نفره ژوبل شوي دي.

د اګست په ۱۹مه د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ په دوراني کلي د داخلي عسکرو دثقیله وسلو په بریدونو کې یوه میرمن شهیده شوې او ددوو ښځو په ګډون شپږ ماشومان ژوبل شوي دي.

د اګست په ۱۹مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په چهلګزي سیمه کې حکومتي الوتکو د مدني فعال اسدالله کاکړ پر کور بمبار کړی، په دغه بمبار کې د نوموړي د کورنۍ درې میرمنې شهیدانې شوې او د کورنۍ یو شمېر غړي یې ټپیان شوي دي.

داګست په ۲۰مه د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ په کلاندې کلي کې دحکومتي ځواکونو د ډي سي توپ مرمۍ پر یو ښوونځي او کلینک لګېدلې دي،چې له امله یې ښوونځی او کلینیک زیانمن شوي دي.

د اګست په ۲۱مه  د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ د اهنګرانو کلي کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې یوه میرمن شهیده شوې او کوچنی زوی یې ژوبل شوی دی.

د اګست په ۲۱مه د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالي د دفتاڼوعيدګاه سيمه کي د حکومتي عسکرو د توپچي په ډزو کې څلور ماشومان شهیدان شوي او درې تنه ټپیان شوي دي.

د اګست په ۲۱مه دهرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ په حاجي ګلاب کلې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو سپین ږیری او ماشوم شهیدان شوي او پنځه تنه ژوبل شوي دي.

د اګست په ۲۲مه د کندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په عربيه سيمه کې د حکومتي ځواکونو د هاوان په ډزو کې څلور ښځې شهیدانې شوې او درې نارینه ټپیان شوي دي.

د اګست په ۲۲مه  د فاریاب ولایت دالمار ولسوالۍ په بازار کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی( نقیب الله د رمضان زوی) شهید کړی دی.

د اګست په ۲۴مه دفاریاب ولایت دجمعه بازار ولسوالۍ په ده نو سیمه کې د حکومتي عسکرو په بمبار او د هاوان په ډزو کې دوه ماشومان او  یو سړی شهیدان شوي دي.

د اګست په ۲۵مه دفاریاب ولایت دچهلګزي ولسوالۍ په هزارقلعه سیمه کې د حکومتي الوتکو په بمبار کې یو مسجد شهید شوی دی.

د اګست په ۲۵مه دفاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د ینګي په سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د اګست په ۲۵مه دسرپل ولایت د سیداباد ولسوالۍ د قوش تپې په سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د اګست په ۲۶مه د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د صیادو پل ته څېرمه حکومتي عسکرو دولسي وګړو د سپرلۍ پر موټر ډزې کړې، چې له امله یې په موټر کې سپاره څلور تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او دوه نفره ژوبل شوي دي.

د اګست په ۲۶مه د فاریاب ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په بازار کې داخلي عسکرو دوه تنه ملکي وګړي چې پر یو موټر سایکل سپاره وو، شهیدان کړي دي.

د اګست په ۲۶مه دهلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ د باريګل بازار په سيمه کې حکومتي الوتکو بمبار کړی، چې له امله یې یو کور تخریب شوی او پکې څلور تنه ملکي وګړي ژوبل شوي دي.

د اګست په ۲۷مه د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالی په پتنګ او سلطانخېلو کليو کې دحکومتي عسکرو دهاوان په ډزو کې شپږ ماشومان ژوبل شوي او خلکو ته مالي تاوانونه رسیدلي دي.

د اګست په ۲۸مه د فاریاب ولایت د جمعه بازار ولسوالۍ د دونقلعه، بایمغلي او بادغیسي سیمو کې د حکومتي عسکرو د توپچي په ډزو کې دوې نجونې شهیدانې شوې او شپږ تنه ملکي هیوادوال ټپیان شوي دي.

د اګست په ۲۹مه د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د میرخان خیلو په مسجد حکومتي الوتکو بمبار کړی، چې له کبله یې مسجد شهید شوی دی.

د اګست په ۲۹مه د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ په نمک اب سیمه کې داخلي عسکرو دوه شپونکیان شهیدان کړي دي او یو شمېر څاروي یې هم وژلي دي.

د اګست په ۲۹مه د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ د تنلر او نشیبدر په کلیو کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو کور تخریب شوی او دوه ماشومان او یو سړی پکې ټپیان شوي دي.

د اګست په ۳۰مه د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ په خوشلاباد کلي کې د داخلي عسکرو دهاوان په ډزو کې دوې میرمنې او دوه کوچنیان ژوبل شوي دي.

د اګست په ۳۰مه دهلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ د نري مانده د دښت په سيمه کې یرغلګرو پر یو کور ډرون حمله کړې، په دې حمله کې شپږ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د اګست په ۳۰مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د ینګي په سیمه کې د حکومتي الوتکو په بمبار کې یو مسجد شهید شوی، درې کورونه زیانمن شوي او درې ماشومان ژوبل شوي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ویسا ورځپاڼه، مسیر=،نن ټکی اسیاویبپاڼه او=]