جنګي جنایتونه( اکتوبر)

سید سعید د ۲۰۲۰ز، کال د اکتوبر د میاشتې  په ۲مه نیټه د پکتيکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په پير کوتي سيمه کې د داخلي عسکرو په ډزو کې یو ماشوم شهید شوی دی. د اکتوبر په ۳مه د بدخشان ولایت د یفتل پاین ولسوالۍ په باغبالین کلي کې داخلي عسکرو یو ماشوم شهید کړی […]

سید سعید

د ۲۰۲۰ز، کال د اکتوبر د میاشتې  په ۲مه نیټه د پکتيکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په پير کوتي سيمه کې د داخلي عسکرو په ډزو کې یو ماشوم شهید شوی دی.

د اکتوبر په ۳مه د بدخشان ولایت د یفتل پاین ولسوالۍ په باغبالین کلي کې داخلي عسکرو یو ماشوم شهید کړی دی.

 د اکتوبر په ۴مه د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په چوبخش رباط کلې کې د یرغلګرو په ډرون برید کې یو ځوان شهید شوی دی.

 د اکتوبر په ۵مه د لوګر ولایت مرکز اړوند بابوس سیمه کې حکومتي ځواکونو یو جومات بمبار کړی، چې له امله یې د مسجد یوه برخه نړېدلې، خو ځاني زیان نه دی پکې رامنځته شوی.

د اکتوبر په ۵مه د فراه ولایت د مرکز په دهیک سیمه کي د داخلي عسکرو د توپچي په ډزو کې یو ماشوم او یو سړی شهیدان شوي دي.

د اکتوبر په ۶مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ حسینخیلو کلي کې حکومتي عسکرو د جاوید، محب الله او حاجي یار محمد په نومونو درې تنه ملکي هیوادوال له خپلو کورونو څخه ایستلي او بیا یې  شهیدان کړي دي.

د اکتوبر په ۶مه د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ په انج کلي کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې دوې میرمنې او یو ماشوم ژوبل شوي او دوه کورونه زیانمن شوي دي.

 د اکتوبر په ۷مه دبادغیس ولایت دقادس ولسوالۍ په لنګرسیمه کې د حکومتي الوتکو په بمار کې یو مسجد شهید شوی دی.

د اکتوبر په ۸مه دسرپل ولایت د مرکز اړوند د بغاوي او د سیداباد ولسوالۍ په پنجشیر سیمو کې د حکومتي الوتکو په بمبار کې یو مسجد او څو کورونه ویجاړ شوي او اووه تنه ماشومان او زنانه ټپیان شو ي دي.

د اکتوبر په ۹مه د بغلان ولایت د ده صلاح ولسوالۍ په کاشغري او تل میر غازي سیمو کې حکومتي عسکرو پر ملکي وګړو حمله کړې، چې له امله یې دوه تنه ولسي وګړي شهیدان شوي او یو تن ژوبل شوی دی.

اکتوبر په ۱۰مه د کندز ولایت د خان اباد ولسوالۍ د اکاخیلو په کلي کې د داخلي عسکرو د توپچي په ډزو کې یوه میرمن شهید شوې او دوه تنه ژوبل شوي دي.

د اکتوبر په ۱۰مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د بېش کپه په سیمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د اکتوبر په ۱۲مه د کندز ولایت مرکز په شورابي قشلاق سیمه کې د داخلي عسکرو دتوپچي په بریدنو کې یو مسجد او ګڼ کورونه زیانمن شوي او اووه تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او څلور نفره نور ټپیان شوي دي.

د اکتوبر په ۱۲مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سالارو سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی(عبدالولي) چې بازار ته د سودا رانیولو لپاره روان و، شهید کړی دی.

د اکتوبر په ۱۲مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ د ډنډ شهاب الدین مربوط کليم اغا او اکاخیلو کلیو کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یوه میرمن شهیده شوې او یوه بله ژوبله شوې ده.

د اکتوبر په ۱۲مه دهلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ د نري مانده په سيمه کې د حکومتي الوتکو په بمبا رکې نهه تنه ملکي هیوادوال شهیدان شوي او شپږ تنه ماشومان ژوبل شوي دي.

د اکتوبر په ۱۲مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ په عمر خیلو کلي کې د داخلي عسکرو د ثقیله وسلو په پیرونو کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او دوه تنه ټپیان شو ي دي.

د اکتوبر په ۱۳مه د غزني ولایت د شلګر ولسوالۍ په کنصف کلي باندې حکومتي عسکرو چاپه وهلې، د کورونو دروازې یې ماتي کړې او د اکبرخان، عمراجان او عبدالله په نومونو درې تنه ملکي هیوادوال یې شهیدان کړي او خلکو ته یې مالي تاوانونه رسولي دي.

د اکتوبر په ۱۳مه د کندز ولایت د دښت ارچي ولسوالۍ په عیدګاه او لمړو سیمو کې حکومتي الوتکو بمبار کړی، په دغه بمبار کې درې ښځې او یو ځوان شهیدان شوي او ګڼ کورونه زیانمن شوي دي.

د اکتوبر په ۱۴مه د فاریاب ولایت د ګرزیوان ولسوالۍ په افغان تپه سیمه کې اربکیانو یو پلار او زوی شهیدان کړي دي.

د اکتوبر په ۱۵مه د خوست ولایت مرکز اړوند د لکڼو کوړیانو کلي کې د کمپاین عسکرو  د شوکت الله په نوم یو ملکي وګړی چې په بازار کې یې دوکان درلود، شهید کړی دی.

د اکتوبر په ۱۶مه د فراه د مرکز په کوره ګز سېمه کې حکومتي عسکرو د تازه ازاد شوي بندي( محمد قاسم) پر کور چاپه وهلې، عسکرو نوموړی بندي، یوه کوچنۍ لور یې او درې تنه کلیوال شهیدان کړي او دوه تنه نور ملکي وګړي یې ټپیان کړي دي، همداراز عسکرو په دې چاپه کې یو بل تازه خوشي شوی اسیر( محمد اسمعیل) د لسو تنو نورو کلیوالو سره یو ځای بندیان کړي دي.

د اکتوبر په ۱۶مه د فاریاب ولایت دقیصار ولسوالۍ په ارضلیک سیمه کې د حکومتي عسکرو د توپچي په ډزو کې پنځه تنه ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي ټپیان شوي دي.

داکتوبر په ۱۶مه د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د زاویې په سیمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ماشوم شهید شوی دی.

د اکتوبر په ۱۶مه د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ په سابات سیمه کې اربکیانو د مولوی عبدالله په نوم یو دیني عالم او امام شهید کړی دی.

د اکتوبر په ۱۷مه د تخار ولایت د نمک اب ولسوالۍ په ده بالا کلي کې د حکومت په بمبار کې یو کور او مسجد په نښه شوي، په کور کې یو نارینه، یوه میرمن او درې ماشومان شهیدان شوي او جومات زیانمن شوی، خو چاه ته پکې ځاني زیان نه دی رسیدلی.

د اکتوبر په ۱۸مه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د شهر کهنه بازار ته څېرمه د داخلي عسکرو په ډزو کې یوه میرمن او یو نارینه شهیدان شو ي دي.

د اکتوبر په ۱۸مه د بلخ ولایت د زارع ولسوالۍ په دهن دره علیا سیمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په برید کې یو ملکي وګړی چې خپل پټي کې یې او به لګولې شهید شوی دی.

د اکتوبر په ۱۸مه د بغلان ولایت د دوشي ولسوالۍ په کیله ګي سیمه کې حکومتي ځواکونو له زندان څخه د راخوشي شوي بندي( روح الله) پر کور چاپه وهلې،عسکرو د چاپې په مهال نوموړي بندي، یو زوی او مېلمه یې شهیدان کړي دي.

د اکتوبر په ۱۸مه دهلمند د مرکزلښکرګاه د دریمې حوزې دمنډویانو په سيمه کې د حکومتي ځواکونو په بمبار کې یو سپین ږیری شهید شوی دی.

د اکتوبر په ۱۸مه د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ د بازار په سیمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په برید کې یو سړی شهید شوی، میرمن یې ژوبله شوې او کور یې تخریب شوی دی.

د اکتوبر په ۱۸مه د ننګرهار د مرکز اړوند درونټه سیمه کې حکومتي عسکرو یو دیني عالم( مولوي علي خان مخلص) شهید کړی دی.

د اکتوبر په ۱۹مه د ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ په  ګندمک سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی( ښایسته خان ولد عین الله) چې د سیمه ییز ښوونځي ملازم و، شهید کړی دی.

د اکتوبر په ۱۹مه دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د بند برق په سيمه کې داخلي عسکرو د استوګنې پر سیمه د ډي سي توپ پیرونه کړي چې له کبله یې څلور تنه ماشومان او ښځې شهیدان ا وټپیان شوي دي.

د اکتوبر په ۲۰مه د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ د کاغ سیمه کي د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ماشوم شهید شوی او یو بل ژوبل شوی دی.

د اکتوبر په ۲۰مه دسرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ د ګودار په سیمه کې د داخلي عسکرو د توپچي په ډزو کې پنځه ماشومان شهیدان او ټپیان شوي دي.

د اکتوبر په ۲۰مه د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ په شهرک ترکمني سیمه کې د حکومتي ځواکونو د هاوان په ډزو کې دوې نجونې شهیدانې شوې دي.

د اکتوبر په ۲۰مه دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د مهاجرباز په سيمه کې د هرات- کندهار پر عمومي لاره  داخلي عسکرو له خپلې پوستې څخه پر مسافرو ډزې کړې،چې له امله یې څلور تنه مسافر شهیدان او زخمیان شو ي دي.

داکتوبر په ۲۱مه د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د جوی عرب په سیمه کې حکومتي الوتکو یو مسجد بمبار کړی،په دغه بمبار کې مسجد شریف زیانمن شوی او یو ماشوم پکې ژوبل شوی دی.

داکتوبر په ۲۱مه د تخار ولایت د مرکز تالقان په هزاره قرلق سیمه کې حکومتي الوتکو پر یو مسجد بمبار کړی، په دغه بمبار کې دوولس تنه زده کوونکي شهیدان شوي او د ملا امام په ګډون اتلس تنه نور ټپیان شوي دي. په یاد شوي بمبار کې دتخار والي هم د ملکیانو ذکر شوې مرګ ژوبله تائید کړه، که څه هم د ارګ لومړي مرستیال( صالح) په دغه پیښه کې د ولسي وګړو تلفات رد کړل او زیاته یې کړه کوم کس چې اول دې پیښه کې د ملکي تلفاتو خبر ورکړی، هغه کس به  مجازات کړي!!

د اکتوبر په ۲۲مه د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ په هفت اسیا سیمه کې داخلي عسکرو د ملکي خلکو د سپرلۍ په موټر ډزې کړې چې له امله یې یو سړی شهید شوی او ۱۳ کلن زوی یې ټپي شوی دی.

د اکتوبر په ۲۲مه  د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ په قروق سیمه کې حکومتي ځواکونو پر یو کور بمبار کړی چې شپږ تنه پکې ژوبل شوي دي.

د اکتوبر په ۲۳مه د خوست ولایت مرکز کونډیو سیمه کې د کمپاین عسکرو یو دوکاندار(  محمداکبر) له خپله دوکانه وړی او د منګسو سیمه کې یې شهید کړی دی.

داکتوبر په ۲۵مه د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ په شیخانو کلي باندې داخلي عسکرو هاوانونه ویشتلي، چې له امله یې یو ملکي وګړی شهید او یو بل تن ټپي شوی دی.

د اکتوبر په ۲۵مه د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ د چینو کلي ته څېرمه د یرغلګرو په  ډرون برید کې دیو ملکي وګړي( جیلاني خان) درې ماشومان زامن شهیدان شوي دي.

داکتوبر په ۲۵مه د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په تیمورک کلي کې دحکومتي الوتکو په بمبار کې دوه کورونه زیانمن شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه پکې ټپیان شوي دي.

داکتوبر په ۲۵مه د بلخ ولایت زارع ولسوالۍ د بلند دریغ کلي کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې درې ماشومان ژوبل شوي او خلکو ته مالي تاوان هم ا وښتی دی.

داکتوبر په ۲۵مه د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ په کټه سنګ کلي کې حکومتي عسکرو یو ملکي وګړی( معلم الوزی) شهید  کړی او خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د اکتوبر په ۲۶مه د لوګر ولایت د ازري ولسوالۍ په کوزي چوترې سیمه کې داخلی عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

داکتوبر په ۲۷مه د بلخ ولایت د شولګره ولسوالۍ په بودنه قلاه سیمه کې د داخلي عسکرو د توپچي په ډزو کې شپږ تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او یو تن ژوبل شوی دی.

داکتوبر په ۲۷مه د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د داخلي عسکرو د ثقیله وسلو  په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی او دوه تنه ژول شوي دي.

د اکتوبر په ۲۸مه د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ په زرنداب سیمه کې داخلي عسکرو داستوګنې پر سیمو ډي سي توپونه اورولي چې له کبله یې پنځه تنه کروندګر ژوبل شوي دي.

د اکتوبر په ۲۸مه د کندزولايت د خان اباد ولسوالي د قومندان محراب په کلي کې د حکومت په یو هوایې برید کې یو مسجد شهید شوی او ځینې کورونه ویجاړ شوي دي.

د اکتوبر په ۲۹مه د کـنـدهـار ولایت دارغنداب ولسوالۍ د جوی لاهور په سیمه کي د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یوه ښځه او څلور کوچنیان ټپیان شوي دي.

د اکتوبر په ۳۰مه د میدان ورګ ولایت د جلریز ولسوالۍ په زرلنګ سیمه کې د حکومتي عسکرو د ډي سي توپ په فیرونو کې یو منځنی ښوونځی لګېدلی او سوځېدلی دی.

د اکتوبر په ۳۰مه دکندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د سنګ حصار په سيمه کي د حکومتي الوتکو په برید کې اووه تنه ملکي وګړي ژوبل شوي او یو تن شهید شوی دی.

د اکتوبر په ۳۱مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ د کوهي او قرقول په سیمو کې د داخلي عسکرو د ثقیله وسلو په ډزو کې درې تنه ماشومان ژوبل شوي او یوه میرمن شهیده شوې ده.

د اکتوبر په ۳۱مه دهلمند ولایت دمرکزلښکرګاه د دریمې حوزې دمنډویانو په سیمه کې د یرغلګرو په ډرون برید کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او درې نفره تپیان شوي دي.

د اکتوبر په ۳۱مه د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ مرکز بازار باندې یرغلګرو او حکومتي ځوواکونو بمبار کړی، له سیمې څخه د ورکړل شوو معلوماتو په اساس په دغه بمبا رکې د همدې بازار ګن دوکانو،هوټلونه اومارکیټونه ویجاړ او زیانمن شوي چې په سبب یې خلکو ته پراخ مالي زیانونه اوښتي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ټول افغان ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیا=ا…..]