جنګي جنایتونه( اپریل)

سید سعید د ۲۰۲۱ز کال، د اپریل د میاشتې په لومړۍ نیټه د زابل ولایت مرکز قلات  نورک کلي ته څېرمه د پوستې عسکرو یو ملکي سړی چې له خپلې کروندې کور ته روان و، شهید کړی دی. د اپریل په لومړۍ نیټه د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په رهین سیمه کې داخلي عسکرو […]

سید سعید

د ۲۰۲۱ز کال، د اپریل د میاشتې په لومړۍ نیټه د زابل ولایت مرکز قلات  نورک کلي ته څېرمه د پوستې عسکرو یو ملکي سړی چې له خپلې کروندې کور ته روان و، شهید کړی دی.

د اپریل په لومړۍ نیټه د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په رهین سیمه کې داخلي عسکرو د فضل الرحمن په نوم یو  ولسي وګړی چې په ژبه ګونګ و، شهید کړی دی.

د اپریل په لومړۍ نیټه د پکتیکا ولایت د سرحوضې ولسوالۍ په نرۍ سیمه کې د داخلي عسکرو په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د اپریل په ۲مه د بادغیس ولایت د ابکمري ولسوالۍ په سنګ لو سیمه کې د داخلي عسکرو دتوپچي په ډزو کې پنځه تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د اپریل په ۲مه د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په کوټالي سیمه کې دحکومتي ځواکونو د ډیسي توپونو په پیرونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یوولس تنه ولسي وګړي ژوبل شوي دي.

د اپریل په ۲مه د خوست مرکز د ورغه کلي سړو اوبو سیمه کې دکمپاین عسکرو یوملکي وګړی شهید کړی دی.

د اپریل په ۲مه د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ په ګوچ سیمه کې د صفر دوو قطعې عسکرو د چاپې په مهال دوه تنه ملکي وګړي شهیدان او څلور ټپیان کړي دي.

داپریل په ۲مه د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ په ګرداب نواباد کلي کې حکومتي عسکرو د چاپې په مهال د ګڼوکورونو دروازې ماتي کړې،خلک یې وهلي، نقلیه وسایط یې سوځولي او یو ملکي وګړی یې شهید کړی دی.

د اپریل په ۳مه دهلمند ولایت دمارجې ولسوالۍ دکیمپ په سيمه کې داخلي عسکرو یو ماشوم شهید کړی دی.

د اپریل په ۴مه دفاریاب ولایت دقیصار ولسوالۍ په بازارکې د داخلي عسکرو په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید او بل ژوبل شوی دی.

د اپریل په ۴مه د پکتیکا ولایت د زیړوک ولسوالۍ په سري میدان سیمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ماشومه شهیده شوې ده.

د اپریل په ۴مه د خوست ولایت د علیشیرو ولسوالۍ د لنډرو کلي په مسجد کې د کمپاین عسکرو یو مسافر شهید کړی دی.

د اپریل په ۵مه دغور ولایت دمرکز فیروزکوه په برخانه  سیمه کې د داخلي عسکرو په  ډزو کې یوه ښځه شهیده اویوه بله زخمي شوې ده.

د اپریل په ۵مه د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په ملنګاب سیمه کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې دوه  ملکي وګړي شهیدان شوي او یو ماشوم ژوبل شوی دی.

د اپریل په ۵مه دهرات ولایت د شینډنډولسوالۍ دبخت آباد په سیمه کې حکومتي چورلکو پر یوه جنازه بریدونه کړي چې له امله یې دوه  تنه کلیوال شهیدان اوګڼ شمیر زخمیان شوي دي.

د اپریل په ۶مه د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ په ګړنګل سیمه کې د حکومتي عسکرو په بمبار او  توپچي بریدونو کې یوولس تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي.

د اپریل په ۷مه د خوست ولایت مرکز د لکڼو په تورو اوبو سیمه کې د کمپاین عسکرو د محمدانور په نوم یو عام وګړی د لویي لاري په سر له موټره کښته کړی او بیایې شهید کړی دی.

د اپریل په ۷مه د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې د داخلي عسکرو د هاوان په برید کې د ډاکتر جلیل درملتون ویجاړ شوی دی.

د اپریل په ۷مه دغور ولایت د تیوره ولسوالۍ په یخن سفلي سیمه کې دحکومت په بمبار کې څلور تنه ماشومان او ښځې زخمیان شوي او ځینې کورونه زیانمن شوي دي.

د اپریل په ۸مه د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د کرتو د ماشین بازار کې د حکومت په بمبار کې څلور تنه زده کوونکي چې له ښوونځي کور ته روان وو، شهیدان شوي او همداراز  ۲۰ دوکانونه زیانمن شوي دي.

د اپریل په ۸مه د خوست ولایت د اسماعیل خیلو ولسوالۍ په حسن زیو کلي کې د کمپاین عسکرو د چاپې په مهال یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

 د اپریل په ۹مه د جوزجان ولایت د منګجیک ولسوالۍ په چارشنغګو کلي کې په یوه ډرن حمله کې یو مسجد شهید شوی او درې دوکانونه زیانمن شوي دي.

 د اپریل په ۹مه د نورستان ولایت د  دواب ولسوالۍ د ژونیه درې په مربوطاتو کې دحکومتي ځواکونو دتوپچي په ډزو کې دوه شپونکیان شهیدان شوي دي.

د اپریل په ۹مه د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په بودنه قلاه سیمه کې دحکومت په هوایې برید کې یو ملکي وګړی شهید شوی دی.

د اپریل په ۱۰مه د هلمند ولایت دګرشک او ښوراب تر منځ دمهاجربازار په سيمه کې د حکومتي الوتکو په بمبار کې لس تنه ولسي وګړي ټپیان او درې تنه شهیدان شوي دي.

د اپریل په ۱۰مه د جوزجان ولایت د خواجه دوکوه ولسوالۍ په لب جرقریش سیمه کې حکومتي عسکرو د دارالعلوم قریشیې مدرسې مهتمم ویشتلی او زخمي کړی دی.

د اپریل په ۱۱مه د سرپل ولایت  دسیداباد ولسوالۍ په  زکه   سیمه کې حکومتي عسکرو درې تنه ولسي وګړي شهیدان کړي، اووه تنه یې ټپیان کړي دي، د خلکو نقلیه وسایط، حیوانات او قیمتي توکي یې له ځان سره وړي او د مسجد په شمول ځینې کورونه یې سوځولي دي.

د اپریل په ۱۱مه دسرپل ولایت د الجهاد ولسوالۍ په سنګ توده سیمه کې  د حکومتي الوتکو په بمبار کې دوه تنه ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

د اپریل په ۱۱مه  د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه درې په چهارکلا سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی چې په خپل پټي کې یې اوبه لګولې شهید کړی دی.

د اپریل په ۱۲مه د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په سدمیش سیمه کې حکومتي عسکرو درې تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او د خلکو نقلیه وسایط یې سوځولي دي.

د اپریل په ۱۲مه دهلمند ولایت دګرشک او ښوراب ترمنځ دنري مانده په سيمه کې حکومتي عسکرو درې تنه بزګران شهیدان او ټپیان کړي دي.

د اپریل په ۱۲مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ په سرخ کوتل سیمه کې داخلي عسکرو یو ماشوم شهید کړی دی.

د اپریل په ۱۳مه د پکتیکا ولایت د سرحوضې ولسوالۍ په قلعه قاضي کلي باندې د کمپاین عسکرو چاپه وهلې، دکورونو دروازې یې په بمونو الوزولې،یو درملتون یې سوځولی، د خلکو له کورنو یې قیمتي توکي او نغدي پیسې وړې او درې تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي دي.

د اپریل په ۱۳مه د بدخشان ولایت مرکز کې حکومتي عسکرو  د نواباد دهن اب سپینګل کلي د مسجد ملا امام شهید کړی دی.

د اپریل په ۱۳مه دهلمند ولایت  دناوې ولسوالۍ دمرکز په مربوطاتو کې داخلي عسکرو( حافظ محمدیونس د  معلم محمدرقیب زوی) چې په لاره روان و، شهید کړی دی.

د اپریل په ۱۳مه د هلمند ولایت  دګرشک ولسوالۍ دسیدانو په سيمه کې داخلي عسکرو یو  موټرچلونکی د ناقانونه پیسو د نه ورکولو په وجه شهید کړی دی.

د اپریل په ۱۳مه د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ د سرخ کوتل په دوسره او د مکتب بالا دورې سیمو کې د حکومت په بمبار کې درې تنه ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.

د اپریل په ۱۴مه دبلخ ولایت د خاص بلخ ولسوالۍ په حسن خیلو سیمه کې حکومتي الوتکو پر یو مسجد برید کړی، په دغه برید کې  مسجد شهيد شوی او مسجد ته نژدې یو کور کې یوه میرمن او سړی شهیدان شوي دي.

د اپریل په ۱۷مه د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په بازار کې سنګوري اربکیانو یو ماشوم شهید کړی دی.

د اپریل په ۱۸مه د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ د کیمپ په سيمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په برید کې یوه ښځه شهیده شوې ده.

د اپریل په ۱۸مه د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په بوس تېپه سیمه باندې داخلي عسکرو ډیسي توپونه ویشتلي، چې له امله یې یوه ماشومه شهیده شوې او یوه میرمن ټپي شوې ده.

د اپریل په ۱۹مه د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په ایسکي سیمه کې د حکومت په بمبار کې یوه میرمن شهیده شوې او یو سړی ژوبل شوی دی. همداراز د دې ولسوالۍ موټر شویي پله ته څېرمه هم د حکومت په بمبار کې یو سپین ږیری شهید شوی او کور یې ویجاړ شوی دی.

د اپریل په ۱۹مه د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په کونجک کلي کې اشغالګرو د طالبانو پر یو محبس دوه ډرون بریدونه کړي چې له امله یې شپږ تنه حقوقي او جنايي بندیان شهیدان شوي او یو تن ژوبل شوی دی.تر ډرن بریدونو وروسته پر یاد شوي زندان داخلي کمانډویې عسکرو چاپه وهلې، خلک یې وهلي او تهدید کړي او اته ویشت تنه نور جنایې او حقوقي اسیران یې له ځان سره وړي دي.

د اپریل په ۲۰مه د بدخشان مرکز فیض اباد کې داخلي عسکرو یو ملکي سړی شهید کړی دی.

د اپریل په ۲۰مه د غزني ولایت مرکز اړوند نواباد سیمې په ارزو کلي باندې حکومتي عسکرو بمبار کړی چې له امله یې دوه ملکي وګړي شهیدان شوي او یو تن ژوبل شوی دی.

د اپریل په ۲۰مه دغور ولایت دالله یار ولسوالۍ په اسفه سنګ او جري سرخ سیمو کې اربکیانو د ملکي خلکو پر کورونو یرغل کړی، یوه میرمن او یو ماشوم یې شهیدان کړي، یو تن یې ژوبل کړی او دوه ماشومان یې له ځان سره بېولي دي. اربکیانو پر ملکي تلفاتو سربیره خلکو ته پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي،ګڼ نقلیه وسایط او ۱۳۰ کورونه او دوکانونه یې وران او سوځولي دي.

د اپریل په ۲۰مه دهرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی( ارباب سیداحمد طاهري د حاجي عبد المجید طاهري زوی) له خپله کوره وړی او بیا یې په چاړه حلال او ټوټې ټوټې کړی دی.

د اپریل په ۲۱مه حکومتي عسکرو د نیمروز ولایت د خاشرود ولسوالۍ په منار سیمه کې پر سړک جوړونکو چاپه وهلې، څلور تنه کاریګر یې شهیدان او ټپیان کړي، د سړک جوړنې وسایل یې سوځولي او شپږ تنه انجنیران او کارکونکي یې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي دي.

د اپریل په ۲۱مه د زابل ولایت د مرکز اړوند د باوړیو په قبائل سیمه کې داخلي عسکرو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د اپریل په ۲۲مه د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ په جګ کوټکي کلي کې اربکیانو دوه ملکي وګړي شهیدان کړي دي.

د اپریل په ۲۲مه د کاپیسا ولایت د اله سای ولسوالۍ په وزګر، خنجرخیلو او صادقانو سیمو کې د حکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ماشوم شهید شوی او د یوې میرمنې په ګډون دوه تنه ژوبل شوي دي.

د اپریل په ۲۳مه د لوګر ولایت مرکز بابوس سیمه کې اشغالګرو د ولسي وګړو یو موټر په نښه کړی،چې له امله یې موټر چلوونکی او یو ماشوم شهيدان شوي دي.

د اپریل په ۲۳مه د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په پشکړي او شاتورو سیمو کې داخلي عسکرو دچاپې په مهال یوه ماشومه او یو سړی شهیدان کړي دي.

د اپریل په ۲۴مه د میدان وردګ ولایت د سیدآباد ولسوالۍ په اوتړیو کلي کې د حکومتي عسکرو د توپچي په ډزو کې درې ماشومان شهیدان شوي او پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د اپریل په ۲۴مه د کندهار ولایت د ارغستان  ولسوالۍ په خوګیاڼو کلي کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یو ملکي وګړی شهید شوی او یو بل تن ژوبل شوی دی.

د اپریل په ۲۵مه د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ په خاشاه سیمه کې داخلي عسکرو د ولسي خلکو په کورونو ډیسي توپونه ویشتلي، چې له امله یې یوه ماشومه شهیده شوې، یوه میرمن او درې ماشومان ژوبل شوي دي.

د اپریل په ۲۵مه د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ په زرولنګ کلي کې د حکومتي ځواکونو په بمبار کې اووه تنه ملکي هیوادوال چې خپلو پټیو کې په کار  بوخت وو، شهیدان شوي دي.

د اپریل په ۲۶مه دغور ولایت د تیوره ولسوالۍ د یخن علیا په سیمه کې حکومتي الوتکو پر یوې مدرسې بمبار کړی، په دغه بمبار کې مدرسه ویجاړه شوې، خو د ځاني تلفاتو په اړه یې تر دې دمه خبر نه دی ورکول شوی.

د اپریل په ۲۶مه د کونړ ولایت د منوري ولسوالۍ په پیتاو کلي کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې یوه ماشومه شهیده شوې ده.

د اپریل په ۲۶مه د تخار ولایت د نمک اب ولسوالۍ په خمیرخواران سیمه کې د داخلي عسکرو په ډزو کې یوه ماشوه شهیده شوې ده.

د اپریل په ۲۶مه د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په بازار، بېش بلا او سر آسیاب سیمو کې د حکومتي ځواکونو دتوپچي په ډزو کې درې تنه کلیوال ټپیان او دوه تنه شهیدان شوي دي.

د اپریل په ۲۶مه د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په چرچرک کلي کې داخلي عسکرو د یوې سیمه ییزې مدرسې زه کوونکی شهید کړی دی.

د اپریل په ۲۷مه دهلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په دهمزنګ سيمه کې اربکي قوماندان عبدالرزاق یو ملکي وګړی( محمد نسیم) شهید کړی دی.

د اپریل په ۲۷مه د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ په کړسو سیمه کې اربکیانو یو ملکي وګړی شهید کړی دی.

د اپریل په ۲۸مه د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په سریاڼو سیمه کې د حکوتي الوتکو په بمبا رکې یوه ماشومه شهیده شوې او دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

د اپریل ۲۹مه دهلمند ولایت د ګرمسېر ولسوالۍ دخاري په سيمه کې دحکومتي عسکرو د هاوان په ډزو کې څلور تنه ملکي وګړي شهیان او ټپیان شوي دي.

د اپریل په ۲۹مه د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د سرې کلا په سيمه کې د داخلي عسکرو د هاوان په ډزو کې پنځه ماشومان او یوه میرمن ټپیان شوي دي.

د اپریل په ۲۹مه د لغمان ولایت د بادپښ ولسوالۍ په سپینه کلا  کې د حکومتي عسکرو د توپچي په ډزو کې لس تنه ملکي وګړي ټپیان شوي او یو تن شهید شوی دی.

د اپریل په ۲۹مه حکومتي عسکرو د لغمان ولایت مرکز کې د علیشنګ له کلي څخه د تېښتي پر مهال دوه تنه ملکي وګړي شهیدان کړي او بیا یې تر ټانګونو لاندې کړي دي.

د اپریل په ۳۰مه د جوزجان مرکز ترکمن قندوق سیمه کې اربکیانو پنځه تنه ولسي وګړي شهیدان کړي دي.

مأخذونه :[بي بي سي راډیو،ازادي = ،افغان اسلامي اژانس ،پژواک = ،ټول افغان ویبپاڼه ،لراوبر= ،نن ټکی اسیااو=]