د مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) ژوند لیک

ترتیب: د فرهنګي کمیسیون د تاریخ څانګه زوکړه او نشأت: مرحوم ملا محمد عمر (مجاهد) د مولوي غلام نبي زوی، د مولوي محمد رسول لمسی او د مولوي باز محمد کړوسی، په کال ۱۳۳۹ هجري لمریز کې چې له ۱۹۶۰ میلادي سره سمون خوري د افغانستان د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د چاه همت […]

ترتیب: د فرهنګي کمیسیون د تاریخ څانګه

زوکړه او نشأت:

مرحوم ملا محمد عمر (مجاهد) د مولوي غلام نبي زوی، د مولوي محمد رسول لمسی او د مولوي باز محمد کړوسی، په کال ۱۳۳۹ هجري لمریز کې چې له ۱۹۶۰ میلادي سره سمون خوري د افغانستان د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ د چاه همت کلي په یوه متدینه او علمي کورنۍ کې وزیږېد. د ملا محمد عمر (مجاهد) والد مرحوم مولوي غلام نبي صاحب هم په همدې خاکریز ولسوالۍ کې دنیا ته راغلی او د همدې سیمې په مختلفو دیني درسونو او دائرو کې خپلې دیني زدکړې ترلاسه کړې، چې بیا په یاده سیمه کې د تدريس او اسلامي دعوت په چارو کې د زیار او مصروفیت له امله د خلکو په منځ کې د یو ښه علمي او ټولنیز شخصیت په توګه وځلید.

د ملا محمد عمر (مجاهد) له زوکړې دوه کاله وروسته د هغه والد صاحب د کندهار له خاکریز ولسوالۍ څخه د دې ولایت د ډنډ ولسوالۍ د نودې کلي ته ولاړ او هلته د خپل ژوند تر پایه د سیمې د خلکو د دیني ښونې او روزنې په چارو بوخت ؤ، نوموړی په ۱۳۴۴هجري لمریزکال کې چې له ۱۹۶۵میلادي کال سره سمون خوري په همدې سیمه کې وفات او د کندهار ښار د طالبانو په پخوانۍ مشهوره هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

ملا محمد عمر (مجاهد) د خپل پلار له وفات وروسته د پنځه کلنۍ په عمر له خپلې کورنۍ سره د کندهار له ډنډ ولسوالۍ څخه د اروزګان ولایت د هراو د ولسوالۍ ته ولیږدیده او هلته یې د خپلو ترونو هر یو مولوي محمد انور او مولوي محمد جمعه تر سرپرستي لاندې د ژوند لومړنۍ مرحله پیل شوه .

زدکړه او تعلیم:

مرحوم ملا محمد عمر (مجاهد) په اته کلنۍ کې د دیني علومو د ترلاسه کولو لپاره د روزګان ولایت د د هراو د ولسوالي د شهرکهنه سیمې ابتدایې دینې مدرسې ته شامل شو. د دغې مدرسې سرپرستي هم د ملامحمد عمر (مجاهد) د تره مولوي محمد جمعه لخوا ترسره کیده او ملا محمد عمر (مجاهد) هم لومړنۍ دیني زدکړې له نوموړې څخه پیل کړې .

د ملا محمد عمر (مجاهد) دواړو ترونو په تیره مولوي محمد انور د نوموړي په دیني روزنې او پالنې کې خاص رول ترسره کړ .

مرحوم ملا محمد عمر (مجاهد) د خپل شرعي تعلیم لومړنۍ او متوسطه دوره په همدغه مدرسه کې په بريالۍ توګه پای ته ورسوله او اتلس ۱۸ کلنۍ ته له رسیدو سره یې په افغانستان کې د مروجه لوړو شرعي زدکړو په تحصیل پیل وکړ، خو د شرعي لوړو زدکړو د تحصیل مرحله یې په کال ۱۳۵۷ هـ ش ـ۱۹۷۸ م په افغانستان کې د کمونستانو د واک ته رسیدلو له امله نیمګړې پاته شوه.

کورنۍ:

له قبیلوي اړخه د ملا محمد عمر (مجاهد) تعلق د پښتنې قبیلې هوتکو په تومزي قوم پورې دی.

هوتک د پښتنې قبیلې يو لوى شاخ ، او هوتکیان د معاصر افغانستان په تاریخ کې د نومیالي اسلامي شخصیت حاجي میرویس خان هوتک په څیر اسلامپال، مدبر، ملي او جهادي اتلان لري

سترغازي حاجي میرویس خان هوتک رحمه الله چې افغانان یې احتراما د میرویس نیکه په ویاړلي لقب یادوي په کال ١٠٨٨ هـ ۱۷۱۲ م افغانستان له صفوي ظالمانه واکمنۍ ازاد، او د افغانانو لپاره يې په کې د یوه خپلواک مقتدر اسلامي حکومت بنسټ کیښود.

د ملا محمد عمر (مجاهد) کورنۍ له مسلکې اړخه ټول علماء او د دیني علومو مدرسین دي. هغوی خپل ټول ژوند د الله تعالی د دین خدمت، د شرعي علومو تدريس او د مسلمانانو دیني اوفکري روزنې ته وقف کړی، له همدې امله یې په خپله سیمه کې خورا زیات مقبولیت درلود او په معنوي لحاظ د ټولنې تر ټولو باوقاره او اجتماعي حیثیت لرونکي اشخاص پیژندل شوي دي.

د يوې داسې علمي او روحاني کورنۍ په ماحول کې د ملامحمد عمر(مجاهد) پیدایښت او بیا د خپلو علمي او فکري مربیینو (پالونکو) ترمستقیمې پالنې لاندې د هغه نشأت په جهادي او فکري لحاظ نوموړي ته د دې صلاحیت ور وباښه چې د افغاني ټولنې د نورو افرادو په منځ کې د یو مخلص، مجاهد، زړه سواند، با احساسه، اسلامي او ملي شخصیت په توګه راڅرګند او په خپلو جهادي او اصلاحي هڅو سره خپله ټولنه د فساد ، ظلم او بی عدالتۍ او ګران هیواد افغانستان د حتمي تجزیې له شره وژغوري .

د مرحوم ملا محمد عمر (مجاهد) جهادي کورنۍ، وروڼه او ترونه ټول مجاهدین او له ۱۳۵۷ لمریز كال راهيسې  تر اوسه پوري یې په تیرو جهادي جریاناتو کې د خپلې کورنۍ څلورتنه شهیدان شوي دي.

په افغانستان باندې د امریکايي یرغل په لومړۍ ورځ ۱۵/۶/۱۳۷۹ـ ۷/۱۰/۲۰۰۱ د ملا محمد عمر (مجاهد) تره ملا محمد حنفیا لومړنی شخص و چې د امریکايي یرغلګرو په بیرحمانه هوایې برید کې په شهادت ورسید.

جهاد او مبارزه:

مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر (مجاهد) د خپل ژوند دریمې لسیزې ته لا نه و ور داخل شوی چې په افغانستان کې کمونستانو د پوځي کودتا له لارې واک ترلاسه کړ. دا هغه وخت و چې نور نو د ملا محمد عمر (مجاهد) په څير د هیواد ټولو زده‌کوونکو ته د خپلو دیني زده کړو استمرار ناشونی ښکاریده؛ ځکه د ملحدو کمونستانو لومړنۍ مقابله د ټول هیواد په کچه له علماوو، طالبانو، محصلینو او مسلمانو منورینوسره وه، هماغه وچې ملا محمد عمر (مجاهد) هم اړینه وبلله چې خپلې لوړې دیني زدکړې نیمګړې پریږدي او د خپل شرعي مسؤلیت د ترسره کولو لپاره له مدرسې څخه د جهادي جبهې په لوري مخه کړي. ‎

نوموړي خپل جهادي بهیر د روزګان ولایت د د هراو د په ولسوالۍ کې د حرکت انقلاب اسلامي په تنظیم کې پیل کړ. په دغې ولسوالۍ کې له څه وخت تیرولو وروسته نوموړی د روزګان ولایت په کچه د یوه پیژندل شوي زړور جهادي شخصیت په توګه مطرح او د دغه ولایت په بیلا بیلو برخو کې يې د کمونیستانو په وړاندې په متعد دو پوځي عملیاتوکې فعال رول ترسره کړ چې نوموړي د دغه جهادي شهرت او په جهادي عملیاتو کې د موفقانه رول له امله په مجاهدینوکي دومره مقبول او ومنل شو چې کله په هغه وخت کې د د هراو د په ولسوالۍ د مختلفو سیمو د مجاهدینو له لوري پراخ تعرضي عملیات ترسره کیدل نو ملامحمدعمرمجاهد په همدې عملیاتو کې د ټولو مجاهدینو په خوښه د مختلفو جبهاتو د مجاهدینو مشر او تعرضي قومندان وټاکل شو او ښه موفق عملیات یې ترسره کړل چې په همدي عملیاتو کې نوموړی په لومړي ځل زخمي هم شو‎‎ ،نوموړي تر دریو کلونو زیات وخت د خپلې سیمې د مجاهدینو سره د یرغلګرو روسانو او کمونستانو خلاف په ډیرو مخامخ جګړو کې ګډون درلود.

د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د جبهې ملګري او مشران وایې چې ملامحمدعمراخوند په هغه وخت یعنې د جهاد په پیل کې سره له دې چې عمر یې کم و خو د هر ډول مسئولیت او کار د ترسره کولو استعداد او صلاحیت درلود او د ډیر ښه صحت او قوت خاوند و.

وروسته په کال ۱۳۶۲ هش ۱۹۸۳ میلادي کې له خپلوجهادي ملګرو سره د جهادي فعالیتونو د انسجام په غرض د کندهار ولایت میوندولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم د مشهور جهادي قومندان فیض الله اخوند زاده په جبهه کې د روسي یرغلګرو او د هغوی د کمونستي تالي څټو په خلاف وسله وال جهاد ته دوام ورکړ. په کندهار ولایت کې هم په بي شمیره جهادي عملیاتو کې د نوموړي د موفقانه رول او په پوځي تکتیکونو کې د ښې وړتیا اوشهرت له کبله د سیمه ییزو جهادي قومندانانوپه کچه د وخت د جهادي تنظیمونو د پاموړ شخص وګرځید او د مرحوم مولوي محمد نبي محمدي په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامي د تنظیم لخوا د مستقلې جهادي جبهې مسؤلیت ورته وسپارل شو.

له کال ۱۳۶۲هـ ش ـ ۱۹۸۳ م تر۱۳۷۰ـ ۱۹۹۱ پورې ملامحمد عمر (مجاهد) د کندهار ولایت د میوند، ژړۍ، پنجوایې او ډنډ ولسوالیو په مربوطاتو کې چې د شوروي قواوو په ضد د جهاد مهم مرکزونه ول او نيږدې هره ورځ به یې مجاهدین له دښمن سره په جګړه بوخت ول همدارنګه د زابل په ولایت کې د شهرصفا او مرکز قلات مربوطو سیمو کې د کابل ــ کندهار په لویه لاره د روسي یرغلګرو په خلاف ډیر موفقانه عملیات ترسره کړل چې ديرو هغو کې نوموړی  شخصا په مستیقمه توګه سهیم و. د ملا محمد عمر (مجاهد) تر ټولو خوښه کړای شوې وسله د روسي جنګي شوبلو(ټانګونو) په ضد استعمالیدونکې مؤثره وسله « R.P.G.7» توغندی و چې د مجاهدینو په مینځ کې به راکټ بلل کیده او ده یې په ویشتلو کې ځانګړی مهارت درلود، د یادوني وړ ده چې کندهار په ځانګړي ډول د میوند، ژړۍ او پنجوایې سیمي د کمونیزم خلاف جهاد کې هغه سیمي وې چې د روسانو د ماتې او شکست محوري نقطي بلل کېدې په دې سیمه کې د کندهار هرات په لویه لاره د کمونستانو دومره زیات ټانګونه او نوروسایط تخریب شوي و چې د سرک پر یوه او بله غاړه دښمن د هغو سوځول شویو ټانګونو او پوځي وسائطو دیوالو نه وهلي و څو د مجاهدینو له بریدونو څخه ځانونه پرې وساتي .

مرحوم ملا محمد عمر (مجاهد) له روسانو سره د جهادي عملیاتو په مخامخ نښتو کې څلور ځله ټپي شوی  او په وروستي ځل ټپي کیدو کې یې خپله ښۍ سترګه هم له لاسه ورکړې وه .

ملا محمد عمر مجاهد د کندهار او همجوارو ولایاتو په سطحه د شوروي یرغلګرو او داخلي کمونیستانو په ضد د جهاد یو وتلی او مخکښ قومندان پیژندل کیده، چې په خورا ډيرو جهادي عملیاتو کې یې ټاکونکې ونډه او رول درلود، دلته به د نوموړي د روس ضد جهاد مهال د ملګرو له قوله یو څو خاطرې او یادوني د بیلګې په توګه رانقل کړو:

۱ – د کندهار په ولایت کې د دښمن یوه خورا محکمه پوسته وه چې د بدوانو پوسته یې ورته ویله د دې پوستې سره دښمن په خورا حساس او حاکم ځای کې ټانګ درولی و چې له انداخت کولو یې مجاهدین ډیر په تکلیف و ډیرو مجاهدینو څو ځله کوښښ ورباندې وکړ چې دا ټانګ وولي او مجاهدین یې له شره خلاص کړي خو له بیا بیا هڅو سره سره یې کوم مجاهد په ویشتلو بر یالي نشو بالاخره د سیمې مجاهدینو له سنګ حصار نه د مرستې لپاره ملا محمدعمرمجاهد راوغوښت او همدا ټانګ چې د بدوانو د پوستي په ټانګ یې شهرت موندلی و ملا محمد عمر مجاهد د خپل آر پي جي راکټ په توسط په نښه او له منځه یووړ چې دا په هغه وخت کې مجاهدینو ته خورا ستره لاسته راوړنه وه .

۲ – له روسانو سره د جهاد په دوران کي د کندهار د محله جات په سیمه کې په یوه مخا مخ جګړه کې چې د کندهار یو تن بل وتلی او غښتلی مجاهد شهید ملا عبید الله اخوند چې وروسته یې د اسلامي امارت د دفاع وزیراو د امریکا تر یرغل وروسته د مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د نائب په توګه دنده ترسره کوله هم ورسره ملګری و، د دښمن دومره ټانګونه او موټر وسوځول چې په سبا ورځ له لیري نه کتونکو خلکو چې دا سوزول شوی کتار لید نو ګمان یې کاوه چې قوه اوس هم ولاړه ده، حال دا چې د قوې زیات موټر سوزول شوي او نور یې بېرته خپلو مرکزو ته په شا شوي و.

۳ – د روس ضد جهاد په مهال د کندهارـ هرات په لویه لاره د ژړۍ ولسوالۍ د سنګ حصار په سیمه کې د روسانو ټانګونه تیریدل ملا محمد عمر مجاهد چې ملا برادر اخوند (چې بیا د اسلامي امارت نا ئب شو) هم ورسره و، د روسانو په قوه د برید لپاره یواځي د راکټ څلور ګولۍ (مرمۍ) ورسره وي دوی له همغو څلورو ګولیو سره د دښمن په کتار جنګ شروع کړ چې په ترڅ کې یې په همدې څلورو مرمیو د دښمن څلور ټانګونه وویشتل .

۴ – ملا برادر اخوند چې له مرحوم ملامحمد عمر مجاهد سره په جهادي دوره کې نیږدي پاتې شوی وایې چې ملاصاحب دومره زیات روسي ټانګونه ویشتلي چې د ډیر والي له وجې یې شمیر ناشونی و.

په کال ۱۳۷۱هـ ش، ۱۹۹۲ز کې د نجیب د کمونستي واکمنۍ له سقوط او په هیواد کې د تنظیمي جګړو له پیلیدو سره سم ملا محمد عمر (مجاهد) هم د نورو رښتینو مجاهدینو په څیر وسله له اوږې کوزه او په خپله جهادي سیمه کندهار ولایت، د میوند ولسوالۍ د سنګ حصار د كیشاڼو کلي د حاجي ابراهیم د مسجد ترڅنګ یې یوه دیني مدرسه جوړه او په همدي مدرسه کې میشت شو او له ۱۴ ستونزمنو جهادي کلونو وروسته یې د خپلو څو تنو جهادي ملګرو په ملتیا د خپلو نیمګړیو شرعي زدکړو په پوره کولو بیا پیل وکړ.

دا هغه مهال و چې د پلازمېني کابل په شمول ټول هیواد تنظیمي بې هدفه جګړو په سراخیستی و، د ځینو تنظیمي جګړه مارانو د شخصي غرضونو او هوسونو د ترلاسه کولو له امله د مقدس جهاد سپیڅلي آرمانونه نیمګړي او د افغان مسلمان ولس د یو نیم میلیون شهیدانو پاکې هیلې همداسې تر پښو لاندې وې.

د فساد په وړاندې پاڅون او د اسلامي امارت تأسیس:

د کمونیستي رژیم له سقوط وروسته د دې په ځای چې اسلامي نظام تاسیس شي او په دې توګه د مجاهد ملت د کلونو کلونو ارمان پوره شي، خپل منځي جګړي پیل شوې، واقعي مجاهدین د یوې منظمي دسیسي له مخې ضعیفه او یا هم بیخي له صحني وایستل شول، ځینو پخوانیو مجاهدینو هغه کمونیستان چې باید محاکمه شوي وای په څنګ کې ورسره ونیول او ځینو نورو په منظمه توګه د ولس په لوټلو، ځورولو او د وطن په چور تالان پیل وکړ.

په دې توګه په درست هیواد کې د هرج ومرج یو داسې تور دوران راغی، چې شاید پخوایې افغانانو نمونه او بیلګه نه وي لیدلې، د افغانانو سر، مال او ناموس هره شیبه له ګواښ سره مخامخ و، د هیواد په لارو او سرکونو د خودسره، جاهلو او پست صفته ټوپکیانو ځنځیرونه او پاټکونه خپاره شول، چې هر یوه د خپل مزاج موافق له بې وسه خلګو نه یواځي پیسې اخیستي، بلکې د هیوادوالو په عزت او ناموس یې هم صرفه نه کوله، د هیواد د ملي شتمنیو، مادي او معنوي پانګو، د جهاد د غنائمو او حتی د هیواد د ځنګلونو او کانونو داسې بې رحمانه چور تالان پیل شو، چې پخوا یې کله هم بیلګه نه وه لیدل شوې، مؤمن اولس چې څوارلس کاله یې جهاد کړی و نه تنها دا چې د جهاد ثمره یې د ضیاع له خطر سره مواجه وه، بلکې ورځنی ژوند یې هم له خطر سره مخامخ و.

د هرج ومرج د فتنې له امله ټولنیز فساد، قتل وقتال، چورتالان، ظلمونه، وحشتونه او د مسلمانانو رنځونه هره شیبه په ډیریدو و، چې دې حالت رښتیني مجاهدین كوم چې د افغان مؤمن اولس د سوکالۍ، ازادۍ او سرلوړۍ لپاره یې مبارزه کړې وه سخت ځورول.

ارواښاد ملا محمد عمر مجاهد چې دغه مهال له خپلو مجاهدو ملګروسره د کندهار په میوند ولسوالۍ کې اوسیده، د نورو واقعي مجاهدینو غوندې د دې حالاتو لیدلو ډیر زیات اندیښمن کړی و, نوموړي لیدل چې د کندهار – هرات پر لویه لاره ګام په ګام پاټکونه جوړ شوي او ټوله ورځ د هیواد مظلوم مسافر، ښځې او سپین ږیري د بد اخلاقه ټوپکیانو په لاس لوټل کیږي، ځورول کیږي او وژل کیږي، باید ووایو چې دغه مهال په کندهار کې پاټکونه دومره زیات شوي و، چې د هیواد تجارانو چې له هرات څخه به یې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د ویش باډر ته مالونه راوړل، د دې په ځای چې په عمومي لاره خپل مالونه انتقال کړي د ډیرو پاټکونو له امله یې له هرات څخه راوړي تجارتي اموال په میوند کې ښکته کول او د ریګ له لارې یې په دښتو کې په ډیرو تکلیفونو تر ویش پورې رسول تر څو د پاټکوالوله شره خوندي وي .

ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله او د ده مجاهدو ملګرو ته د کندهار ښار وضعیت هم ورمعلوم و، چیرته چې خودسره ټوپکیانو ښار کوڅه په کوڅه تر خپل منځ ویشلی و، د بیت المال ملکیتونه یې مسلسل غصبول او په نغدو پیسو یې پلورل او په دولتي ځمکو یې شخصي مارکیټونه جوړول، په دې سربیره یې تر خپل منځ همیشه جګړې کولې چې ترمنځ یې اولس ځپل کیده.

همدې بې پایه ناخوالو واقعي مجاهدین اړ کړل چې د فساد د ورکولو او د مسلمانانو د سر او مال د تحفظ په خاطر خپل وس وکړي، مجاهدینو تر خپل منځ مشورې او غونډې پیل کړې، ملامحمد عمر مجاهد او ملګرو یې خپله لومړنۍ غونډه د پنجوایې ولسوالۍ د زنګاوات په سیمه کې د سیمې له مشهورو او پیژندل شویو علماء کرامو سره جوړه کړه، د روس ضد جهاد په مهال د کندهار د مجاهدینو د عمومي قاضي مولوي سید محمد صاحب ( چې په مولوي پاسني صاحب یې شهرت موندلی و) په مشرۍ د علماء کرامو دې غونډې ملا محمد عمر مجاهد ته و ویل چې باید د فساد په ضد قیام وکړي او دوی ټول یې ملاتړي دي، له همدې غونډې څخه ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي تحریک اساس کیښود او د ۱۴۱۵ هـ ق کال د محرم الحرام ۱۵ نیټه د فساد او ګډوډۍ په ضد یې د مبارزې بنسټ کیښود.

د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ اسلامي تحریک د فساد د مخنیوي په خاطر مبارزه پیل کړه، چې د اولس او رښتنیومجاهدینو له پراخ هرکلي سره مخامخ شوه، لومړی یې کندهار ولایت او ورپسې یې د افغانستان زیاتي سیمې له بي بندوباره او فاسدو ټوپکیانو تصفیه کړې، هغه مهال چې د هیواد ډیرې سیمې د طالبانو تر تسلط لاندې راغلې وې د ۱۴۱۶ هق کال د ذوالقعدې میاشتې په ۱۵ مه نیټه د افغانستان د علماء کرامو یو لوی ټولي چې شمیر یې تر ۱۵۰۰ زیات و، په کندهار کې یې د یوې غونډې په دائرولو سره د ملامحمد عمر مجاهد امارت تائید او نوموړي ته یې د امیرالمؤمنین لقب ورکړ، د ۱۳۷۵ هـ ش کال د میزان میاشتې په شپږمه نیټه د افغانستان پلازمینه کابل هم د اسلامي امارت تر تسلط لاندې راغله چې ورپسې د افغانستان د ټولو مرکزي او شمالي سیمو په شمول د هیواد په ۹۵ فیصده خاوره د اسلامي امارت حاکمیت ټینګ شو .

د ملا محمد عمر مجاهد په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت په افغانستان کې د شریعت په اساساتو ولاړ اسلامي نظام رامنځته کړ، له اوږده ځنډ وروسته یې یوځل بیا نړۍ ته د اسلامي نظام ژوندۍ بیلګه وړاندې کړه، هیواد یې له تجزیې وژغوره او هم یې د بې مسؤلیته کسانو نه د بیت المال اسلحې را ټولي کړې او یو بي مثاله امن یې راووست دا په داسي حال کي چې ټوله نړۍ د ملل متحد په شمول دغه کار ته بې وسه او وارخطا وه خو نړیوال کفري مستکبرینو دا شریعت او امارت ونه شو زغملی نو ځکه یې په وړاندې دښمنانه دریځ خپل کړ او بې ځایه بهانې یې ور ته لټولې ترڅو یې په پای کې ورباندې په ګډه پوځي برید وکړ.

د ملا محمد عمر (مجاهد) قیادي شخصیت:

ملا محمد عمر (مجاهد) د یو قیادي شخصیت په توګه د ځانګړي طبیعت او سلیقې څښتن و.

نوموړي د نړۍ د نورو چارواکو او لوړ رتبه مشرانو برعکس له ځان ښکارونې او تظاهر څخه کرکه درلوده، له اړتیا پرته یې خبرې نه کولې، خو د ضرورت په وخت کې یې خبرې بیا ډیرې پخې، سنجول شوې او معقولې وې. د بیلګې په توګه په افغانستان باندې د امریکايي یرغل په پیل کې چې د امریکا یانو له لوري د اسلامي امارت د له منځه وړلو او په تبلیغاتي لحاظ د مجاهدینو د مورال کمزوري کولو لپاره امریکايي هڅې ډیرې ګړندۍ روانې وي او ټولې غربي رسنۍ، راډیویې او ټلویزوني شبکې ورته وقف وې

ملا محمد عمر (مجاهد) د دغو ټولو شیطاني تبلیغاتي هلو ځلو په وړاندې په خورا مطمئنه او ډاډه روحیه سره په خپلو عام فهمه اوساده خبرو کې خپل ملت ته د اطمنان او ډاډ ورکولو داسې معنا لرونکی پیغام ورکړ: «الله تعالی په هرڅه قادر دی په الله تعالی باندي د امریکا او د یوه میږي (میږتون) د قدرت هیڅ فرق نشته امریکایان او د هغوی ملګري دي دا خبره په غور سره واوري چې اسلامي امارت داسې نظام نه دی چې امیر به یې لکه ظاهر شاه (د افغانستان پخواني پاچا) غوندي روم ته ولاړشي او عسکر ( افراد ) به یې تاسو ته تسلیم شي، بلکې دا د جهاد منظمې جبهې دي .

که تاسو ښارونه او پایتخت لاندې او اسلامي امارت ړنګ هم کړئ زمونږ مجاهدین به وطنونه او غرونه درته ونیسي بیا به تاسو څه کوئ؟ بیا به لکه د کمونستانو غوندي په هر ځای کې وژل کیږئ!

تاسي پوه شئ چې ګډوډي رامنځ ته کول اسانه ده خو بیرته د ګډوډۍ له منځه وړل او نظام جوړول خورا ګران کاردی، مرګ حق دی او هر چاته راځي نو چې د امریکا په ملګرتیا کې د بې ایمانۍ او بیغیرتۍ په حالت کې وي دا به ښه وي او که په اسلام کې له ایمانه سره د غیرت په حالت کې شهادت؟

ښایې په هغه وخت کې د مرحوم ملا محمد عمر (مجاهد) په دغه عقیدوي وینا د ډیرو ښاغلیو پوره سرنه وي خلاص شوی، خو اوس چې د دغې نا انډوله حیرانوونکې معرکې له پیل نه 16 کاله تیریږې او د امریکایانو په شمول د ناټو تړون او د هغوی ټول ایتلافیان د ملا محمد عمر (مجاهد) د تش لاسو عقیدوي مجاهدینو په مقابل کې له ښکاره ماتې سره مخامخ شوي، د نوموړي د هماغې تاریخې وینا په حقیقت به یې سرخلاص شوی وي .

دغه راز نوموړي د امریکايي یرغل په پیل کې افغان ولس ته د یوې راډیویې وینا په ترڅ کې یرغلګرو او د هغوی ګوډاګیانو ته په اشارې سره و ویل:

«وسلې مرګ کولای شي، خو مرګ ګرځولی نشي » یاده شوې جمله همغه مهال ځینو ته یو بې مفهومه ترکیب ښکاریده، خو دادی په تېرو 16 کلونو کې د یاد مضمون عیني مصداق نړیوالو د سر په ستوګو ولید چې یرغلګرو ځواکونو د خپلې پرمختللي ټیکنالوژۍ او وسلو په زور ډیر مرګونه وکړل خو له ځانه یې مرګ ونشو ګر ځولی او له خپلو ټولو پوځي پرمختللو امکاناتو سره سره  په سلګونو زره  پوځیان د اتلو مجاهدینو په لاس مړه او ژوبل شول او له افغانستان څخه پرشاتګ ته مجبور کړای شول.

دا هغه عیني واقعیت دی چې اوس په پرمختللو وسلو او تجهیزاتو سمبال مغرور یرغلګر ځواکونه هم په افغانستان کې د خپلو زرګونو پوځیانو د مرګ ژوبلي ښکاره اعترافونه کوي.

مرحوم ملا محمد عمر (مجاهد) له ډيرو ویلو لږ عمل غوره باله د نوموړي ژوند له تکلفي تشریفاتو ډیر صفا اوپاک و، سادګي او بي تکلفه حالت یې د ژوند په ټولو اړخونو احتواکړې وه، ساده لباس، ساده خوراک، بې تکلفه خبرې، بي تکلفه ناسته ولاړه یې فطري عادت و، تکلف، متکلفین او متکلفانه کړه وړه يې هیڅ نه خوښیدل .

نوموړي قاطع والی، تدبر او اخلاص د کارونو د پرمختګ لامل باله او د ملګرو له منځه یې هغه څوک ډیر خوښیده چې مدبر اخلاصمند او جدي به و.

همدارنګه نوموړي له مشکلاتو، مصیبتونو او کړاونو سره ښه ځان عادت کړی و، د هر ډول لويې حادثې او مشکل پیښیدلو په مقابل کې یې وضعیت کاملا عادي و، ویره او وارخطایې یې په زړه کې نه ورتیریده. د خوښۍ او مصیبت، کامیابۍ او ناکامۍ په مهال کې یې پرخپل ځان خورا ښه کنترول درلود او مطمئن به و .

د علماوو او مشرانو یې ډیر درناوی کاوه، سنګیني، وقار، حیاء، ادب، متقابل احترام ، خواخوږي، ترحم او اخلاص یې طبیعي خصلتونه و، کلک عزم او په ټولو کارونو کې پر یوه الله توکل او د هغه پر مقدراتو ریښتونی باور یې د ژوند ځانګړي مشخصات و .

همدا لامل دی چې ملا محمد عمر (مجاهد) د خپلو لارویانو او مجاهدینو په زړه کې داسې محبوبیت پیدا کړی و چې د هغه تعلق نه په ظاهري منصب پوري و او نه په مادي امکاناتو پوري، د امریکايي یرغل په خلاف د جهاد په کلونو کې د هغه تر مشرۍ لاندې عام مجاهدین ماسوا له دي چې هغه مخامخ و ویني یواځې د هغه شفاهي او مکتوبي اوامرو ته په داسې احترام قائل و، چې د تعمیل لپاره يې آن د خپل سر قربانول هم نه دريغول.

د نړیوالو اسلامي قضایاو په اړه یې اهتمام:

ملا محمد عمر (مجاهد) د طالبانو د اسلامي تحريك د مؤسس او د مسلمانانو د یوه مشر په حیث د اسلامي امت د قضایاوو په اړه خاص اهتمام درلود.

د مسلمانانو د لومړې قبلې مسجد اقصی او د فلسطیني مسلمانانو له برحقې داعیې او د نړۍ په لر او بر کې له داسې نورو اسلامي قضایاوو يې همیشه دفاع کوله او له غاصبو صهیونستانو څخه د مسجد اقصی ازادول یې د هرمسلمان شرعي مسؤلیت ګاڼه .

مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د اسلامي امت په درد دردمند مشر و، او له مسلمانانو وروڼو سره اخوت، همدردي ، ایثار او همکاري یواځي شعاري نه بلکې عملا یې هم ثابته کړې وه .

عقیدوي او فکري انتماء:

ملا محمد عمر (مجاهد) په عقیدوي او فکري لحاظ د مسلمانانو د اهل السنة والجماعة د منهج لاروی او د حنفي مذهب مقلد و .

د خرافاتو او بدعتونو سخت مخالف و، د مسلمانانو ترمنځ یې مذهبي، فکري او تنظیمي اختلافات هیڅ نه خوښیدل. خپلو مجاهدینو او ټولو مسلمانانو ته په خپلو منځونوکې د اسلامي وحدت او فکري همغږي په ټینګولو توصیه او ټینګارکاوه، د مسلمانانو ترمنځ عقیدوي وحدت او یو والی د وخت تر ټولو اهم ضرورت باله او د قرآن اوحدیثو په رڼا کې يې د سلف صالحینو او ائمه مجتهدینو په نقش قدم رفتار کول د اسلامي امت د نجات اساسي وسیله ګڼله.

شخصي ژوند:

مرحوم ملا محمد عمر (مجاهد) چې د ژوند زیاته برخه یې د دیني علومو په زدکړه او مطالعه، جهاد، دعوت او د اسلام د لارې په خدمت کې تیر کړې د افغانستان د معاصرو چارواکو په جمله کې شاید تر ټولو نیستمن او د بیت المال له شتمنیوڅخه نه استفاده کوونکی شخص وبلل شي؛ ځکه نوموړي نه د تیرجهاد په مهال له خپل جهادي نفوذ څخه په استفادې سره د خپل شخصي ژوند د برابرولو په اړه څه کړي او نه یې په افغانستان باندې د امارت د «۷» کلنې واکمنۍ په مهال کې.

مرحوم ملا محمد عمر (مجاهد) د وفات تر وخته نه کوم د اوسیدلو عادي کور په ملکیت کې درلود او نه هم د بهرنیو هیوادونو په بانکونو کې نغدي شتمنۍ.

په کال ۱۳۷۸هش ۱۹۹۹م کې چې د ملګروملتونو د امنیت شوری له لوري په افغانستان باندې ظالمانه اقتصادي بندیزونه ولګیدل او په بهرنیو بانکونو کې د طالبانو د مشرانو د مالي حسابونو د کنګل کیدلو حکم وشو، مرحوم ملا محمد عمر (مجاهد) د افغانستان د اسلامي امارت د امیر په توګه د امارت تر ټولو لوړرتبه شخص ؤ چې نه یې د افغانستان په داخل کې او نه له افغانستان نه بهر په کوم بانک کې نه په خپل شخصي او نه هم په مستعار نوم مالي حساب درلود.

د امارت د حاکمیت په مهال چې د نوموړي استوګنځی د دښمنانو له لوري تر مرګونو بریدونو لاندې راغي او د فامیل د نږدي افرادو په شهادت سربیره د ګڼو نورو کسانو د شهادت لامل هم وګرځیده ، نو د امارت ځینو چارواکو د نوموړي د حفاظت په مقصد د کندهار ښارپه شمال لویدیځ کې د باباصاحب د غره د کوتل لاندي سیمه کې چې نيږدې خوا و شا یې کومه ولسي ابادي نه وه د نوموړي لپاره یو استوګنځی او د اسلامي امارت د مقام دفترجوړ کړ، چې هغه هم د تصرف په لحاظ د بیت المال له عمومي ملکیتونوڅخه ګڼل کیده نه د نوموړي شخصي ملکیت .

په کال ۱۳۷۵ـ هش ۱۹۹۶ م کې چې کله د هیواد د یونیم زر علماوو او مخورو له لوري نوموړي ته د اسلامي امارت د امیر لقب ورکړل شو نوموړي د دې په ځای چې د امارت د ورسپارلو له امله د خوښۍ احساس وکړي دومره وژړل چې خپل د اوږي لوي څادر یې په اوښکو لوند او د غونډې په پای کې یې حاضرو علماوو ته په خپلې تاریخې ویناکې داسې و ویل:

«اي علماوو! تاسو د خپل شرعي علم له مخې د حضرت رسول اکرم ص د وارثانوحیثیت لرئ، تاسوچې نن ماته دغه دروند مسؤلیت پر اوږو را واچاوه په حقیقت کې د هغه د استقامت او انحراف مسؤلیت ټول ستاسو پر غاړه دی!

ای زموږ استاذانو درنوعلماوو! که خدای مه کړه له موږ څخه د مسلمانانو په دې ستر امانت کې څه تقصیر او انحراف پیښیږي د هغه سمونه او اصلاح ستاسو شرعي مسؤلیت دی، تاسو به د خپل شرعي علم په رڼا کې مونږ ته د استقامت او په حقه لاره د تللو حتمي لارښوونه کوئ، که چیري له مونږ څخه د اسلامي احکامو د تنفیذ په اړه کوتاهي یا انحراف رامنځته کیږي او تاسو هغه وینئ او د اصلاح په اړه یې څه نه وایاست د هغې پړه به د الله په نزد ټوله ستاسو پرغاړه وي او زه به د سوال ځواب په ورځ ستاسو ګریوان ته لاس دراچوم .»

طبیعت او شخصي مزاج:

ملا محمد عمر (مجاهد) د خپلې خاموشي ترڅنګ یو ډول خاص ظرافت او خوش طبعي هم درلوده نوموړي په هیچا باندې که څه هم په هر لحاظ تر ده کشر و ځان لوړ نه ګاڼه، له خپلو ملګرو سره یې برخورد ډیر مینه ناک، صمیمانه، باشفقته او له متقابل احترامه ډک و، په مجالسو کې یې زیاتره د جهاد په اړه بیانونه کول .

له امریکايي یرغل وروسته

له امریکايي یرغل وروسته ستونزمنو امنیتي شرائطو او د دښمن له لوري سخت جدي تعقیب د مرحوم ملامحمدعمر(مجاهد) په معمولي وظایفو او د اسلامي امارت د زعیم په توګه د جهادي چارو په تعقیب او تنظیم کې کوم تغیر نه را ووست .

په دې وخت کې چې نوموړی په افغانستان کې په مخفي شکل اوسیده خپله کاري ورځ يې د الله عز وجل په عبادت او د قرآن کریم په تلاوت پیلوله او د فرصت په مهال یې د قرآن کریم د بېلابیلو تفاسیرو او احادیثو مطالعه کوله، د یرغلګرو په خلاف د جهادي چارو مراقبت یې ډیر په جدیت سره کاوه، د جهادي او پوځي امورو د ترتیب او سمبالښت په غرض یې په معینه طریقه جهادي قومندانانو ته اوامر او توجیهات صادرول، د جهادي نشراتي منابعو او نړیوالو خبري رسنیو له تعقیب څخه یې د یرغلګرو خلاف جهادي بریاوو او نورو موضوعاتو معلومات ترلاسه كول ، او له همدې لارې یې د هیواد او نړۍ له ورځنيو پیښو ځان خبراوه.

او بالآخره وفات يې

له ټول عمر جهاد، دعوت، اصلاح، فداکاریو او سر ښندنو وروسته له الهي قضا او تقدير سره  سم بالاخره د غه فداكاره مجاهد د اسلامي امارت  نوښتګر مؤسس امیر المؤمنین ملامحمد عمر مجاهد له دې فاني نړۍ د ابدیت په لوري وکوچید.

هغه امیر المؤمنین چې د واکمني هره لحظه یې له تاريخي کارنامو ډکه وه

هغه امير المؤمنین چې د اسلامي امارت  په مهال يې په افغانستان کې د شريعت ځنډیدلي احکام یوځل بیا نافذ شول.

هغه امير المؤمنین چې د واکمنۍ په مهال يې د افغانستان حكومتي نظام اسلامي شو، اقتصاد اسلامي شو، بهرنی سیاست اسلامي او د حکومت د ټولو احکامو یواځنۍ مرجع قرآن کریم ، نبوي احادیث او اسلامي فقه وګرځول شوو.

همدي امير المؤمنين د یرغلګرو د اشغال  په مقابل کې  پوره ۱۲ کاله  په ډیرو ستونزمنو شرائطو کې د ټولې کفرۍ نړۍ په مقابل کې د يوه جهادي مقاومت حیرانوونکي قیادت وکړ، داسې قیادت چې پوځي تکتیکونواو محاربوي نزاكتونو ته یې د نړۍ د پوځي اکاډیميو ماهرین ګوته په غاښ او د امریکا او ناټو تر ټولو مغرورو قومندانانو يې نظامي وړتیا ته د تسليمي سر ټیټ کړ.

نوموړي قائد د نړیوال صلیبي ایتلاف په وړاندې دغه معجزانه قیادت د خپل هیواد له سپیرو کلیو او خټینو کورونو څخه رهبري کړ، هغه په دې ټولې ۱۲کلنې جهادي دورې کې هم دعصري الیکترونیکي وسائلو له استفادې څخه بي پروا و او هم د معاصرې نړۍ د مصنوعي سپوږمکیو د تخنیک له کارولو څخه مستغني.

هغه به په خپلې ځانګړې طریقې  له مجاهدینو سره په تماس کې و ، خو دښمن یې نه د هستوګنې ځای معلوم کړای شو او نه یې د مقاومت له لومړۍ کرښې سره د مداوم ارتباط څرک ولګاوه.

ریښتیاهم چې ملا محمد عمر(مجاهد) په جهادي قیادت کې د کلیوالي تکتیکونو په کارولو سره د غربي نړۍ د کشف او څار پرمختللې تکنالوجي وننګوله ،ځکه هغوی له خپل ټول تخنیکي تفوق سره سره نه د ده د ځای ځایګي درک ولګاوه او نه يي هم د خپلو پرمختلليو تسلیحاتي وسائلوپه مټ د هغه له جهادي ګوزارونو څخه ځان خوندي کړای شو.

هوکې ! ملامحمد عمر مجاهد د ۲۱ پیړۍ زاهد واکمن و، داسې واکمن چې خپله واکمني یې د الله د کلمې تر لوړ والې ځار کړه.

همدې زړور او نوښتګر قائد بالاخره  له الهي قضا او پریکړې سره سم  د۱۳۹۲ هـ ش کال د ثور د میاشتې په څلورمه نیټه  خپله روح د هغې حقیقي مالک ته وسپارله او له فاني نړۍ څخه يې د تل لپاره سترګې پټې کړې:

انا لله وانا الیه راجعون…

راځې دلته د دغه نوښتګر قائد په اړه د اسلامي نړۍ د علماوو, اسلامي مفکرینو او سیاست پوهانو ځینې هغه تاثرات ولولو چې د نوموړي د وفات په مناسبت یې څرګند کړي:

د اسلامي نړۍ ستر محدث او د سترو مجاهدینو استاد علامه ابو محمد المقدسي:

خدای دي پرامام ملاعمر باندې رحم وکړي، د ده امثال په اوسنۍ زمانې کې ډیر کم لیدل کیږي، د الله نظام يي پر ځمکه نافذ کړ، مهاجرینو ته يي پناه ورکړه ، د نصحیت ګرو نصیحت يې و مانه او له کفارو سره ترهغو وجنګیدو تر څو یقین (مرګ) ورته راغی.

د سعودي عربستان ستر محدث او فقیه علامه شیخ علوان :

د تاریخ ټولې پاڼې مې واړولې خو له ملا عمر پرته مې داسې حاکم پیدا نه کړ چې هغه دې خپله واکمنې د الله تعالی له دین څخه قربان کړي وي الله دي پري ورحمیږي او فردوس جنت دي ځای شي.

مشهور ژورنالیست عرفان صدیقي:

هغه چې کله دخپلې واکمنۍ دوروستی ښار کندهار له سقوط وروسته د افغانستان د مغرورو غرونو په خوا روان و نو په تندي یې له الله تعالی پرته بل چا ته د سجدې خاپ نه ښکارېدو.

دوكتور حاکم المطیري الكويتي:

د ملا محمد عمرمجاهد په وفات سره اسلامي امت یوستر مجاهد زعیم له لاسه ورکړ، داسې زعیم چې د یرغلګرې صلیبي ټلوالې په خلاف يي تاریخي مقابله پیل کړه.

اي د اسلامي امت زعيمه ! ته په ریښتیا د اسلامي امت لپاره داسې امام وي چې د اسلامي امت موجود اوراتلونکي نسلونه ، د هغوي ټول جهادي او فکري نهضتونو او فقهي مدارس به په تا پسي اقتداء کوي.

اي لویه استاذه ایا ته په ریښتیا له مونږه وکوچیدې؟!

دكتور شامل:

ای د نړۍ ژبپوهانو اديبانو !

راشئ د نړۍ د ټولو ژبو قاموسونه له سره ولیکئ ، له هغو ټولو څخه د رجولیت (نارینه توب) لغت وباسئ او پرځای یې یواځې د ملاعمر نوم ورځای کړئ…

أبو حمزة الدرعاوي:

دا شرعي مسئله ده چې څوک له دښمن سره د مقابلې په سنګر کې د رباط په حال کې وفات شي هغه شهید دی خدای تعالی دي د شهید ملاعمر (مجاهد) شهادت قبول او فردوس جنت ځای کړي.

أبو عزام الأنصاري:

لوی سړی و په ډیر لوی وجود کې امیر (ساربان) يې پیاده شو ( وفات شو) خو قافله مخ په وړاندې روانه ده.

پر دې سربیره د امیر المؤمنین  د وفات خبر د نړۍ د خبري رسنیو تر ټولو داغ خبر و او د اسلامي نړۍ یو زیات شمیر علمي او جهادي شخصیتونو په دې اړه د  اسلامي امارت د مشر تابه په نوم د غمشریکي او خواخوږۍ پیغامونه راولیږل.
خپله  د اسلامي امارت رهبري شوری هم د امیر المؤمنین  د وفات  په مناسبت په لاندې متن  افغان مجاهد ولس او اسلامي نړۍ  ته  د تسلیت  او خواخوږۍ  اعلامیه خپره کړه .

د عاليقدر امير المؤمنين ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات د اعلان په اړه د اسلامي امارت د رهبري شوری او د مرحوم د کورنۍ اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

إن الحمد لله , نحمده، ونستعينه، ونستغفره، ونتوب إليه، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله؛ فلا مضل له، ومن يضلل؛ فلا هادي له. ونشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، ونشهد أن محمداً عبده ورسوله، صلى الله عليه وعلى آله وأصحابه وسلم تسليماًکثیرا.

أما بعد. فقد قال الله تبارک و تعالی:

وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلاَّ بِإِذْنِ الله كِتَابًا مُّؤَجَّلاً وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا وَسَنَجْزِي الشَّاكِرِينَ۱۴۵وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُواْ لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَمَا ضَعُفُواْ وَمَا اسْتَكَانُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ۱۴۶وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلاَّ أَن قَالُواْ ربَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ۱۴۷ آل عمران.

ترجمه : او هیڅ یو کس لره دا واک نشته چې مړ شي مګر دالله تعالی په حکم سره په لیکل شوې ټاکلې نیټه  به مري،او څوک چې ددنیا اجر غواړي نو له همدې یي برخه ورکوو او څوک چې داخرت اجراو  ثواب غواړي نو له هماغه یعني اخرته یي ورکوو،او زر به شاکرینو ته ښه بدله ورکړو. او ډیر داسې نبیان دي چې په خوا کې یي ډیر خدای پالونکي جنګیدلي دي خو دالله  په لاره کې د ور رسیدلو مصیبتونو له امله نه سست شول،نه کمزوري شول او نه یي سرټیټی وکړ او الله همداسې صابرین خوښوي.او ددوی له دې پرته بله خبره نه وه چې ویل به یې: اې زموږ ربه ګناهونه مو راوبخښه او په خپلو چارو کې زموږ تیری راوبخښه او پښې مو ټینګې کړه او پر کافرانو نصرت او بریا راکړه .

مرګ حق دی موږ پردې ایمان لرو چې  له الله تعالی پرته هر موجود د مرګ  سره مخ کیږي،حتی د الله تعالی تر ټولو محبوب مخلوق د دوو جهانونو سردار حضرت رسول اکرم محمد صلی الله علیه وسلم هم د مرګ څکه کړې او له دنیا څخه یي رحلت کړی دی.

همدې حقیقت ته په پام سره د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه او د ملامحمد عمر مجاهد کورنۍ اعلانوي چې د اسلامي امارت  مؤسس او زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د ورپيښې شوې  ناروغۍ له امله خپل روح ملک الارواح ته وسپاره او له دې فاني جهان څخه یي رحلت وكړ. انالله واناالیه راجعون  .ورحمه الله تعالی رحمة واسعة

ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله علیه د اسلامي امت یو ویاړلی او مخلص رهبر و،چې په ډیرو سختو شرائطو کې یي د اسلامي حاکمیت لویدلی بیرغ راپورته کړ، د اسلامي امارت تر نامه لاندې یي  یو بشپړ منظم او د اسلامي سیاست پر اصولو برابر شرعي نظام تأسیس کړ،الله تعالی  دده په توسط نه یوازې  د افغانستان په سطحه مؤمنانو ته د اسلامي نظام نعمت  ور ولید بلکې  درست جهان ته یي د واقعي اسلامي حاکمیت نمونه وړاندې کړه.

دا څو کرښې شاید د نوموړي د ویاړمنو کارنامو د احتوا تاب ونلري،نوځکه اصلي خبرې ته ځو او هغه داچې عالیقدر امیرالمؤمنین رحمه الله نور له دې دنیا رحلت کړی،په دې شرائطو کې زموږ دنده دا ده چې له نوموړي راپاتې امانت  اسلامي امارت هماغسې وپالو لکه  ده مرحوم چې پاللی و،هماغسې اسلامي شریعت ته التزام وکړو،هماغسې مخلص او په الله تعالی متوکل واوسو،هماغسې قربانۍ ته حاضر او د حق په لاره کې مؤمن، متعهد،متوکل،صابر،ثابت او له الله تعالی څخه ویریدونکي واوسو تر څو الله تعالی همداسې ددې ستر بار د پورته کولو او تر منزله رسولو توفیق راکړي،او همداسې مو د دنیا او اخرت په  سرلوړۍ  او بریا ونازوي .

مرحوم ملامحمدعمر مجاهد چې دامریکا په مشرۍ دنړیوال کفري یرغل له ټول فشار او تعقیب سره سره  په هیواد کې اوسېده اوپه تیرو څوارلسو کلونو کې حتی د یوې ورځې لپاره هم له افغانستان څخه بهر پاکستان یا کوم بل هیواد ته نه دی تللی او له خپل میشت ځای څخه یي د اسلامي امارت چارې رهبرې کولې چي دنوموړي په دي ستر استقامت او له هیواده په نه وتلو کره شواهد او دلایل مو جود دي څه موده وړاندې د ورپیښې شوي  ناروغۍ  له امله چې دناجوړي په وروستیو دوه اونیو کې سختي زیاته  شوه او په حق ورسید.

عالیقدر امیرالمؤمنین رحمه الله که جسما یو شخص و مګر په معنوي لحاظ نوموړی  یو خوځښت،یوه نظریه  او د یوه  مقدس ارمان حامل و،که څوک غواړي د هغه روح خوشاله کړي او له هغه سره د وفا ثبوت وړاندي کړي،نوباید د نوموړي  له میراث  اسلامي امارت سره وفا وکړي،د اسلامي نظام  د اعادې لپاره په دې شرائطو کې په حیث د مسلمان دا زموږ د فرد فرد وظیفه ده چې د اسلامي امارت د قوت،وحدت ، پراختیا او بریا لپاره ټولې هڅې په کار واچوو، ددې ګډ کور بنیادونه لا پاخه کړو،ځکه زموږ  د مسلمان اولس او مجاهد قشر عزت او سرلوړي یوازې د همدغه صف په قوت سره تضمیندلی شي .

مرحوم  امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله اسلامي امارت د یوه ستر خوځښت په حیث  په داسې ډول  ودان کړی او روان کړی چې ترشا یي جوړ او محکم بنیادونه ، مخلص  او باتدبیره ملګري او منظم تشکیلات پرې ایښي دي  لهذا مجاهدین او ټول مسلمانان دي مطمئن اوسي،چې دا کاروان به د اسلامي امارت  ټول  مسؤلین او افراد د الله تعالی په نصرت او دمسلمانانو په ملاتړ د عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله  له ارمانونو سره سم  منزل مقصود ته رسوي  ان شاءالله تعالی و ماذالک علی الله بعزیز

د اسلامي امارت د مشرتابه ، رهبري شورى او دعالیقدرامیرالمؤمنین رحمه الله دکورنۍله پریکړې سره سم به سر له نن  یعني د ۱۴۳۶ هـ ق کال د شوال له ۱۴ څخه  تر دریو ورځو پورې  په ټولو سیمو کې دعلماء کرامو ،د مساجدو د امامانو،قومي او جهادي شخصیتونو،د اسلامي امارت د مسؤلینو،مجاهدینو او عام اولس لخوا د  مرحوم امیرالمؤمنین  ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله  روح ته د دعاء په خاطر دقران کریم د ختمونو ،فاتحو او دعاګانو مراسم ترسره کیږي،او له الله تعالی څخه به مرحوم امیرالمؤمنین ته د مغفرت او اسلامي امارت ته د استحکام او بریالیتوب دعاګانې کیږي .

په پای کې باید یادونه وکړو چې د مرحوم امیرالمؤمنین  ملامحمد عمر مجاهد مورنی ورور ملا عبد المنان اخنداو د مرحوم ملامحمد عمر مجاهد مشر زوی مولوي محمد یعقوب له ټولومسلمانانو څخه خصوصي غوښتنه کوي چې  د مرحوم ملا محمدعمر مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت په واکمنۍ کې که ددوی کوم ډول حقوق تلف شوي وي، نو ټول دې ورته عفو وکړي او په دعاګانو کې دي تل یاد ساتي،موږ په دې ستر غم کې ټول مسلمان امت او په خاص ډول د افغانستان مجاهد ولس له ځان سره شریک بو لو او ټولو ته  له الله تعالی څخه د تسلیت او صبر جمیل غوښتونکي یو. والسلام

د افغانستان د اسلامي امارت رهبري شوری او د عالیقدر مرحوم ملا محمدعمر مجاهد کورنۍ

۱۴۳۶ هـ ق کال د شوال المکرم ۱۴مه

۱۳۹۴هـ ش کال د اسد ۸ مه

۲۰۱۵میلادي کال د جولای ۳۰ مه