اسلامي امت د یوه بل  ملا محمد عمر (مجاهد) د راښکاره کیدو په هیله

شاهد (غزنیوال) ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله تعالی) زمونږ د هیواد د تاریخ په داسې یوې حساسې مرحلې کې خپل اصلاحي حرکت پیل کړ چې افغان مسلمان ولس د شوروي سره پوځ د اشغال په مقابل کې د یو نیم ملیون شهیدانو په ورکولو سره د جهاد او سرښندنې بهیر د موفقیت په درشل […]

شاهد (غزنیوال)

ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله تعالی) زمونږ د هیواد د تاریخ په داسې یوې حساسې مرحلې کې خپل اصلاحي حرکت پیل کړ چې افغان مسلمان ولس د شوروي سره پوځ د اشغال په مقابل کې د یو نیم ملیون شهیدانو په ورکولو سره د جهاد او سرښندنې بهیر د موفقیت په درشل درولی او شوروي اشغالګر یې له خپله هیواده شړلي وو.

خو دغه ستره تاریخي بریا د دې په ځای چې افغان غیرتي ولس یې له تاریخي پایلو څخه ګټه تر لاسه کړي د څو جګړه مارو او قدرت طلبه اشخاصو د داخلي اختلافاتو ښکارشوه او افغان مجاهد ولس يي له سختو ستونزو سره مخ کړ.

ملا محمد عمر (مجاهد) د شوروي اشغال په خلاف د جهادي قافلې د یوه نه ستړي کیدونکي لاروي په حیث په دغسي یوه مایوسه کوونکي حالت کې  په خپل اصلاحي حرکت لاس پوري کړ چې د ګډوډي له منځه وړلو، نظام جوړولو ، ارضي تمامیت، تقنین ، اقتصاد ، بیا رغونې او د ژوند په مختلفو برخو کې په سختو جنګي شرائطو ، نه امکاناتو او ډیر کم وخت کې داسې پرمختګ او اصلاحات رامنځته  کړل چې که په یوه منصفانه نظر ورته وکتل شي نو یقینا چې هغه له دې پرته چې په عملي ډګر کې یوه خارق العادته او معجزانه کارنامه وبلل شي بل هیڅ نوم نشي ورته غوره کیدلی.

ځکه دُنیا دار د اسبابو دی او په بشري چارو کې هر څه د امکاناتو او بشري علمي پرمختګ محصول وي خو د ملامحمد عمر (مجاهد)  په لاس د پیل شوي تحریک په مهال نه له هغه سره دومره امکانات وو چې له شوروي اشغال او بیا له هغه راورسته تنظیمي جګړو څخه کنډواله شوي هیواد کې دي ورباندې دومره جامع اصلاحات راولي او نه هم د نظام جوړونې ، تقنین، قضاء ، بیارغوني او اقتصادي پیاوړتیا داسې فني کدرونه ورسره و چې داسې مسلکي کارونه پر مخ یوسي.

که چیري د ملا محمد عمر مجاهد په لاس د جوړ شوي پنځه کلن نظام هغه لاسته راوړنې او پرمختګونه  د اوسني نظام  له لاسته راوړنو او امکاناتو سره مقایسه شي ښايي توپیر یې دومره زیات وي چې د دواړو ترمنځ مقایسه ناشونې کړي.
هغه اصلاحات چې ملا محمد عمر مجاهد یې د خپلې (۵) کلنې واکمنۍ په ترڅ کې په تر سره کولو بریالی شوی عبارت دي له :

۱- په هیواد کې د جهاد د یونیم ملیون شهیدانو د ستر آرمان په توګه د اسلامي نظام حاکمیت چې د واکمنۍ په سیمه کې یې د هرچا ځان ، مال او حیثت ورکې خوندي و.

۲- د ټولو هغو خطرناکو دسیسو شنډول چې د تنظیمي جګړو او تنظیم واکي په وسیله د هیواد د تجزیې او ټوټه کولو لپاره د دښمنانو لخوا په کار اچول شوې وي.

۳ ـ د افغان مجاهد ولس له منځه ټول هغه تفرقه اچوونکي عناصر له منځه وړل کوم چې د تنظیمي ، قومي ، سمتي او لساني تبعیضونو په خپرولو سره یې د ولس ترمنځ د نفرت او تفرق وسیله ګرځیدلي وو.

۴- د هیواد او ټولني د پاک ساتلو لپاره د ټولو هغو مادي او معنوي منکراتو او خرافاتو محو کول چې په دیني، اخلاقي او صحي لحاظ افغانان تري متضرر کیدل.

۵ـ د خپلو لاس لرلو امکاناتو مطابق د هیواد د بیا رغونې او اقتصادي بسیاینې (خود کفايي) لپاره د زیربنايي پروژو احیاء کول.

۶ـ د نظام او حکومت جوړونې په برخه کې داسې نظام عملي کول چې د حکم مرجع یې قران کریم او حدیث وي او پرهغه بل هیڅ قانون فوقیت ونه لري.

۷ـ د هیواد داخلي او بهرنی سیاست ټول د همدي اسلامي نظام د اساساتو پر بنا عیارول او د پلي کولو لپاره يي جدي هلې ځلې کول.

۸- د هیواد له ارضي تمامیت څخه د دفاع په خاطر د یوه مجهز جهادي ځواک برابرول چې فقط د عقیدوي انګیزې په لرلو سره د هر ډول تیري په مقابل کې د مقاومت توان ولري .

۹ـ د هیواد د ځوان نسل د سالمې روزنې لپاره د یوه داسې جامع علمي نصاب برابرول چې د وخت او عصر ټولو سالم مقتضیات ورکي ځای شوي وي.

۱۰- له ګاونډیانو او بهرنۍ نړۍ سره د برخورد په برخه کې د (( لا ضرر او لاضرار)) شرعي قاعدې پراساس تعامل غوره کول.

د نړۍ په نورو اصلاحي او تجددي حرکاتو کې د عمل پرځای تر ډیره په شعارونو بسنه کیږي خو د ملا محمد عمر(مجاهد) رحمه الله په جدوجهد جوړشوي نظام یوه ترټولو غوره ځانګړنه دا وه چې هر امر او فرمان یې د شعاري تظاهر په ځای پر عملي تنفیذ ترکیز درلود او تر صدور سمدستي وروسته به  قابل اجراء و.

د ملا محمد عمر (مجاهد) د نظام د دغه خارق العادته بریالیتوب او پرمختګ یواځینی لامل د هغه بی ساریاخلاص او صداقت و.

پرځای به وي چې  د هغه د اخلاص یوه واقعه چې له طالب منابعو پرته ډیرو نورو بهرنیو منابعو هم ذکر کړی دلته ذکر کړو.

د ۱۹۹۸ کال د جون په ۱۸ مه کله چې د سعودي عربستان د استخباراتو مشر ترکي الفیصل په کندهارکې د ملا محمد عمر (مجاهد) لیدو ته راغی د امارت په مقر کې له هغه سره د رسمي ملاقات په ترڅ کې له ملا محمد عمر (مجاهد) څخه وغوښتل چې اسامه بن لادن یا هغوی ته حواله او یا هم له افغانستانه وباسي، ملا محمد عمر (مجاهد) په داسې حال کې چې حکومت یې ترسختې دیپلوماتیکې او سیاسي محاصرې لاندې او سعودي عربستان د اسلامي نړي د مرکز په حیث یو مهم  اسلامي هیواد و چې اسلامي مارت یې په رسمیت پیژندلی و ، خو دا چې د اسامه بن لادن د سپارلو او یا له هیواده شړلو په اړه یې غوښتنه د افغانستان د نافذه شرعي قوانینو خلاف وه نو هغه یې رده او په ځواب کې یې ترکي الفیصل ته وویل:

((سعودي عربستان ته د یوه مسلمان هیواد په توګه په کار ده چې د خپل یوه مسلمان تبعه حمایت وکړي ، اسامه بن لادن چې نن  امریکا ته مطلوب او تاسو د هغوي په دستور نوموړی تر تعقیب لاندې نیولی ، د تعقیب په ځای ستاسی لپاره د مسلمانانو په حیث دا لازمه وه  چې د هغه حمایت مو کړی وای ، خو داچې تاسو مونږ هم د هغه له حمایت منع کوي او راڅخه غواړئ چې هغه تاسو ته وسپارو  او یایې له خپله هیواده وشړو دا ستاسي لپاره د ډیر شرم او زمونږ لپاره په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده ))

ملا محمد عمر ( مجاهد) د یوه با بصیرته حاکم په حیث د خپلو د غو خبرو په قیمت پوهیده چې خامخا به ورباندې سعودي چارواکي خفه کیږي او په مقابل کې به له اسلامي امارته خپل رسمیت بیرته اخلي خو دا چې خبره د یوه مسلمان شخص په شرعي حقوقو پوري تړلې وه او ترهغه تیریدل ورته له سروکرښو تیریدل و نو د خپلې واکمنۍ په اړه یې هرڅه ومنل خو د مسلمان شخص له حقونو یې دفاع وکړه.

دوهمه خبره  همدا اسامه بن لادن او د شوروي اشغال په مهال دلته د جهاد لپاره راغلي عرب مجاهدین چې د جهاد په مهال یې پخواني تنظیمي چارواکي له مادي امکاناتو او مرستو څخه برخمن وومګر همدغو تنظیمي چارواکو د خپلې واکمنۍ په مهال له یادو مجاهدینو سره د مرستي په ځای د هغوي له متبوعو هیوادونو سره د هغوي د ورسپارلو تړونونه لاسلیک کړل، خو ملا محمد عمر (مجاهد) سره له دې چې د دغو مجاهدینو له هیڅ مادي مرستو او مکاناتو څخه یې استفاده نه وه کړې او په دې پوهیده چې د دوئ حمایت ورته د ټول نظام په له لاسه ورکولو تمامیږي خو دا یې هرڅه د یوه شرعي او اخلاقي مسؤلیت په حیث ومنل مګر د همدي مسلمانو مجاهدینو په سر هیڅ ډول سازش او معاملې ته حاضر نشو.

د ملا محمد عمر (مجاهد) رحمه الله د حاکمیت نور هم ډیرې داسې ځانګړتیاوې شته دي چې هغه د نن عصر په مخاریقو کې شمارل کیږي، نوموړی د خپل عصر یواځینی مسلمان حاکم و چې د غربي مقتدرو غیرمسلم چارواکو له لیدو یې انکار کاوه .

د اسلامي امت د ضعف او کمزوري په دې ځوړ حالت کې د اسلامي نړۍ ډیر ځواکمن چارواکې دغرب د مقتدرو غیر مسلمو چارواکو د یوه ملاقات لپاره شپې او ورځې سباکوي او دا یې دژوند یو آرمان وي ، خو امیر المؤمنین د خپل حاکمیت په مهال د امارت په نورو چارواکو دا شرط کړې وه چې هیڅ غیر مسلم چارواکی به له ده سره نه مخامخ کوي .

د امیر المؤمنین د حاکمیت بله مشخصه دا وه چې د نړۍ له تر ټولو ستر طاغوت سره یې د اسلامي احکامو د پلي کولو په سر مواجهه راغله ، په دې مواجهه کې د غرب او ټولې صلیبي نړۍ هیڅ راز زور ته تسلیم نشو ، د خپل ژوند تر پایه یې له هغو سره داسې تاریخ سازه مقابله وکړه چې نه یې په هغې کې له خپلو اسلامي اهدافو څخه تنازل وکړ او نه همدا په تخنیکي لحاظ مجهز چارواکي له خپلو ټولو پرمختللیو وسائلو سره د نوموړي د جهادي فعالیت په مخنیوي او کشفولو وتوانیدل.

نن چې د دې خواخوږي اوغیرتي حاکم د تلین څلورمه کلیزه ده واقعا چې ټول اسلامي امت د دې ستر او باشهامته مشر، امیر المؤمنین ملا محمد عمر (مجاهد) د نشتون خلا احساسوي ، نن یواځې یو مسلمان شخص او یو اسلامي هیواد د کافرانو لخوا تر تعقیب او تعذیب نه دی لاندې ؛ بلکې ټول اسلامي امت د یوه مسلمان مدافع آمیر د نشتون له وجې د تیري کوونکو کافرانو له تیري او وحشت سره مخ دي.

هو اوس تر بل هروخت زیات د غیرتي ملا محمد عمر(مجاهد) شتون ته اړتیا ده چې د اسلامي امت د مظلومینو له حقوقو دفاع وکړي ، د هغوي پر سر د ترحم او خوا خوږي په لاس راتیرولو سره یرغلګروکافرانو  ته د عبرت درس ورکړي.

خو اوس هغه له مونږ څخه د ابدیت نړۍ ته کوچیدلی ، الله تعالی دي پري ورحمیږي او فردوس جنت دي ځای شي.

نن ټول اسلامي امت د دې تاریخي شخصیت په اړه د اسلامي نړۍ د یوه پیاوړي مسلمان ادیب دكتور حاکم المطیري دا الفاظ تکراروي :

(( د ملا محمد عمر(مجاهد)  په وفات سره اسلامي امت یو ستر مجاهد زعیم له لاسه ورکړ، داسې زعیم چې د یرغلګرې صلیبي ټلوالې په خلاف يي تاریخي مقابله پیل کړه.

اي د اسلامي امت زعيمه ! ته واقعا د اسلامي امت لپاره داسې امام وي چې د اسلامي امت موجود او راتلونکي نسلونه ، د هغوي ټول جهادي نهضتونو او فقهي مدارس به په جهادي قیادت کې په تا پوري اقتداء کوي.

خو اي لویه استاذه!

ایا ته په ریښتیا له مونږه وکوچیدي؟!)).