د سترو پروژو تطبيق او د افغانستان اوسنی مناسب وضعيت

دورځې خبره د نړۍ هيوادونه د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د يو او بل همکارۍ ته اړتيا لري، افغانستان د اسيايي هيوادونو ترمنځ د اتصال له ټولو غوره او لنډه لاره ده، د منځنۍ اسيا هيوادونه د انرژۍ پراخې زيرمې لري؛ خو تر څنګ يې د ژوند د نورو ضرورتونو د پوره کولو لپاره […]

دورځې خبره

د نړۍ هيوادونه د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره د يو او بل همکارۍ ته اړتيا لري، افغانستان د اسيايي هيوادونو ترمنځ د اتصال له ټولو غوره او لنډه لاره ده، د منځنۍ اسيا هيوادونه د انرژۍ پراخې زيرمې لري؛ خو تر څنګ يې د ژوند د نورو ضرورتونو د پوره کولو لپاره د جنوبي اسيا هيوادونو سره تجارت ته ډېره اړتيا لري.
دغه راز د جنوبي اسيا هيوادونه په صنعت کې پرمختللي دي؛ خو د نفوسو د زياتوالي له امله د انرژۍ او خوراکي توکو له کمبود سره مخ دي. افغانستان کولی شي د جنوبي او منځنۍ اسيا ترمنځ په اتصال او تجارت کې خورا مهم رول ولوبوي.
د افغانستان له دغه مهم جغرافيايي موقعيت څخه هيڅوک سترګې نشي پټولی، افغانستان کولی شي د ټولې سيمې اقتصادي وضعيت ته مثبت تغير ورکړي. چين هم د افغانستان دغه ارزښتناک موقعيت درک کړی او همدا لامل دی، چې افغانستان به هم د خپلې سترې حلقوي لارې (سي پک) برخه وګرځوي.
پوښتنه دا ده چې پر دومره مهم موقعيت سربيره ولې تر اوسه په افغانستان کې د سيمې د اتصال په موخه سترې پروژې نه دي پلې شوي؟ کيدای شي دا کار ځينې سياسي لاملونه هم ولري، داسې چې ځينې ستر قدرتونه د خپلو ګټو په خاطر نه غواړي دغه سيمه پرمختګ وکړي؛ خو له ټولو ستر لامل يې د افغانستان ناامني وه.
اوس چې الحمدلله پهافغانستان کې بشپړ امنيت تامين او يو خپلواک نظام حاکم دی، د سترو پروژو تطبيق ته له بل هر وخته مناسب فرصت برابر شوی دی. د افغانستان باثباته کېدل د افغان حکومت دعوی نه ده، بلکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال مارټين ګريفيټس هم د افغانستان د باثباته کېدو پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې د ښه امنيت له کبله ‎ توانېدلي يو چېخپل خدمات د افغانستان تر ګوټ ګوټه ورسوو.
ښه امنيت په افغانستان کې پانګونې، په ځانګړې توګه د سترو پروژو تطبيق ته لاره هواروي، چې د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو د نلليکې (ټاپي) د غځولو، ټاپ، کاسا۱۰۰۰ او دغه راز د ريل پټلۍ پروژې يې د ځانګړې يادونې وړ دي.
اسلامي امارت هم ددغو پروژو د تطبيق په برخه کې خورا جدي دی، د شنبه په ورځ د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ټاپي پروژې چارو د بشپړېدو ته پوره چمتووالی ښودلی و او ويلي يې و، چې هېڅ راز امنيتي خنډ نشته او که اړتيا شي ددغې سترې پروژې د امنيت ساتنې لپاره به يو ځانګړی ځواک هم جوړ کړي.
دغه راز د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي، چې د يکشنبه په ورځ يې د کرنيزې پرمختيا صندوق په پرانيستغونډه کې خبرې کولې، وويل:((له ترکمنستان سره د ټاپي او ټاپ پروژو په اړه خبرې روانې دي، پر عملي اقداماتو کار کېږي او دا د افغانستان او سيمې لپاره بهترينې پروژې دي»
اسلامي امارت په داسې حال کې د ټاپي پروژې عملي چارو ته له خپل لوري د بشپړ چمتووالي ډاډ ورکوي، چې ددغې پروژې د عملي کار تړون په (۲۰۱۶) م کال په عشق آباد کې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان د مشرانو ترمنځ لاسليک شو، خو لا يې هم عملي چارې نه دي پيل شوي.
د دغې حياتي پروژې ۸۱۶ کيلومټره نلليکه د افغانستان خاوره کې تېرېږي. د اقتصادي چارو کارپوهان په دې اند دي، چې په پلي کېدو سره به يې ملي عوايد لوړ او د پام وړ کاري بوختياوې به برابرې شي. له ۱۰ زرو ډېرو افغانانو ته به کاري بوختياوې برابرې شي او هر کال به د تېرېدو او ټرانزيټ له لارې له شاوخوا ۴۰۰ تر ۵۰۰ ميليونه ډالرو ملي عوايد ولري.
پراقتصادي ګټو سربيره به دغه پروژې د سيمې د تلپاتې امنيت او ثبات په برخه کې هم خورا مهم اثر ولري، ځکه په دې سره به د سيمې د هيوادونو ترمنځ ګټې مشترکې شي او هر هيواد به د خپلو ګټو د خونديتوب لپاره د نورو دخيلو هيوادونو د امنيت او ثبات لپاره هڅې کړي، چې دا په خپله لويه لاس ته راوړنه ده.