د يو موټي امارت د ويشلو ناکامه هڅې؟!

د ورځې خبره د شر او فساد له منځه وړلو، له تجزيې څخه د افغانستان ژغورلو او د اسلامي نظام د اقامې په څېر سپېڅلو اهدافو لپاره د مرحوم اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی په لاس جوړ شوی امارت هماغسې متحد او يوموټی دی. په ۲۰۰۱م کال کې د امريکا په مشرۍ لوديځې […]

د ورځې خبره

د شر او فساد له منځه وړلو، له تجزيې څخه د افغانستان ژغورلو او د اسلامي نظام د اقامې په څېر سپېڅلو اهدافو لپاره د مرحوم اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی په لاس جوړ شوی امارت هماغسې متحد او يوموټی دی.
په ۲۰۰۱م کال کې د امريکا په مشرۍ لوديځې نړۍ چې پر افغانستان يرغل وکړ، له افغانانو يې ازادي وتروړله او دلته حاکم مشروع اسلامي نظام يې ړنګ کړ، افغانانو يې پر وړاندې د اسلامي امارت تر قيادت او مشرۍ لاندې د خپلواکۍ د بېرته اعادې سپېڅلې مبارزه پيل کړه.
په دغه اوږده او د امکاناتو له درکه نا اډوله جګړه کې ډېرې ترخې او سختې ورځې تېرې شوې، که له يوې خوا شهادتونه، زندانونه او فشارونه د اسلامي امارت د مشرانو او کارمندانو لپاره ورځنی معمول و، له بلې خوا د دغه يو موټي او نه ماتېدونکي صف ترمنځ د بې باورۍ او اختلافاتو رامنځته کولو لپاره دښمن له هرې ممکنې لارې هڅې او کوښښونه کول.
دښمن سلګونو چاپي، برېښنايي او ټولنيزو رسنيو ته دنده سپارلې وه، چې خپلو خپرونو ته داسې مطالب چمتو او خپاره کړي، چې اسلامي امارت د حقاني شبکې او کوئټې شورا، دغه راز د تندلارو او معتدلو طالبانو په نومونو سره وويشي. ددې لپاره چې دغه صف تقسيم کړي او په خپل منځ کې يې پر يو بل باور کمزوری کړي، ځينې مشرانو ته د مادي امتيازاتو او اقتدار بېلابيل وړاندېزونه کېدل.د سولې د خبرو په نوم ځينې ډراماتيک او خودساخته مجلسونه جوړ شول، تر څو وښيي اسلامي امارت متحد او يو موټی نه دی.
خو د الله تعالی مرسته وه، د اسلامي امارت د مشرانو خورا ځيرکتيا او سياسي بصيرت و او د مشرانو او کشرانو ترمنځ د شفقت او اطاعت بې سارې او بې مخينې حالت و، چې د دښمن دا ټولې هڅې يې شنډې او ناکامه کړې او دغه سپېڅلی خوځښت يې د بريا تر مقامه ورساوه.
د ښمن د تېر په څېر اوس هم خپلې موخې ته د رسېدو په خاطر هڅې او کوښښونه کوي او داسې ګنګوسې خپروي، چې ګويا د اسلامي امارت د کابينې ځينې لوړرتبه غړي د اسلامي امارت له زعامت سره اختلاف لري او ددې لپاره چې خپله دعوی ثابته کړي په ډېر هنر سره د ځينې مشرانو د وينا يوه برخه را اخلي او بيا پرې تبصرې کوي.
خو ملت بايد هوښيار واوسي او دغسې بې بنسټه خبرو ته پاملرنه ونه کړي، اسلامي امارت د تېر په څېر يو موټی او متحد دی، ټول مشران مشترک اهداف او هيلې لري، د اسلامي نظام او خپلواکي پايښت او بقا او دغه راز د هيواد پرمختګ او د هيوادوالو هوسا ژوند د ټولو هيله او هدف دی؛ هو، د انسانانو د نظر او ليدلوري اختلاف طبعي او فطري خبره ده او ان د يوې کورنۍ غړی هم بيلابيل نظريات او ليدلوري لري، خو دا هيڅکله په اختلافاتو او تقسيم سره نشي تعبيريدلی ځکه د کورنۍ ټول غړي په هر صورت د خپل کور استحکام غواړي او په ګډه یې دفاع هم کوي.
په دې اساس د ځینو مشرانو څرګندونې او دریځونه هم یوازې د نظام د استحکام، سمون او پرمختګ لپاره دي نو ځکه باور لرو چې یادې څرګندونې په هیڅ صورت د مخالفت او تخریب لپاره نه دي او نه دي څوک د ددې متحد صف د پاشل کيدو خوبونه ویني.
لنډه داچې د افغانستان اسلامي امارت د پخوا په څېر يو موټی او متحد دی، ټول د يو مشر او زعيم له لوري اداره کيږي، د ټولو مشرانو او کشرانو اهداف او هيلې مشترکې دي او همدا يې د بريا تر ټولو ستر زار دی. د اسلامي امارت متحد پاتې کېدل نه يوازې د اسلامي نظام د بقا او پايښت ضمانت کوي، بلکې د هيواد او ملت د پرمختګ لپاره هم ډېر ضروري دي او دغه راز د سيمې او د نړۍ د هيوادنو لپاره هم يوموټی اسلامي امارت ګټور دی.