ملا عبدالغني برادر: زده کړې د هیواد پرمختګ دی، ژر به یې د پیل زمینه برابر شي

د رئیس الوزارء لومړی مرستیال ملا عبد الغني برادر نن د یوې غونډې په ترڅ کې د لوړو زده کړو پر اهمیت او د د لوړو زده کړو لپاره یې د زمینې په برابرولو ټینګار کړی دی. ‏د رئیس الوزراء لومړي مرستیال ملا عبد الغني برادر اخوند دا خبرې د افغانستان د دولتي پوهنتونونو له […]

د رئیس الوزارء لومړی مرستیال ملا عبد الغني برادر نن د یوې غونډې په ترڅ کې د لوړو زده کړو پر اهمیت او د د لوړو زده کړو لپاره یې د زمینې په برابرولو ټینګار کړی دی.

‏د رئیس الوزراء لومړي مرستیال ملا عبد الغني برادر اخوند دا خبرې د افغانستان د دولتي پوهنتونونو له استادانو سره په کتنه کې کړيږې دي، نوموړي په دغه غونډه کې وویل: ”چې لوړې زده‌ کړې د یوه هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره اړینې دي او ا.ا.ا ژمن دی چې له شرعي اصولو سره سم د نارینه وو او ښځو‌ لپاره د لوړو زده ‌کړو زمینه برابره کړي.“

دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو سرپرست مولړي عبد الباقي حقاني هم د دولتي پوهنتونونو د ژر پرانیسلو خبر ورکړی دی، روانو هڅو ته په کتو ښایي ډېر ژر د هیواد محصلینو ته تدریسي چارې پیل شي.