خدای راکړې آزادي ساتل او پالل غواړي

د ورځې خبره دا دوهم کال دی، چې افغان ملت له پخواني شوروي اتحاد. اخيستل شوې آزادي داسې مهال لمانځي، چې هيواد مو د امپرياليستي اشغالګرو له منګولو آزاد شوی او ملت مو د الله تعالی په مرسته او د بې سارو قربانيو په بدل کې د آزادۍ اوهوساينې سا اخيستې. که څه هم د […]

د ورځې خبره
دا دوهم کال دی، چې افغان ملت له پخواني شوروي اتحاد. اخيستل شوې آزادي داسې مهال لمانځي، چې هيواد مو د امپرياليستي اشغالګرو له منګولو آزاد شوی او ملت مو د الله تعالی په مرسته او د بې سارو قربانيو په بدل کې د آزادۍ اوهوساينې سا اخيستې. که څه هم د اشغالګرو په وړاندې د مبارزې او مقاومت په محاذ کې مو ګڼ شمېر هيوادوال شهيدان، ټپيان او تري تم شول، ښارونه او کلي مو ويجاړ شول او د ترقۍ او پرمختګ له کاروانه کلونه-کلونه وروسته پاتې شوو؛ خو معنوي ارزښتونه مو وساتل، آزادي مو واخيسته او اوس الحمدلله د يو بشپړ خپلواک او اسلامي نظام څښتنان يو.د ۱۳۵۸ل کال دجدي مياشتې په شپږمه نېټه د هغه وخت شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل وکړ، هغه مهال شوروي اتحاد د نړۍ په کچه ستر ځواک ګڼل کېده او د هيوادونو د استعمار او استثمار فکر کرارکېناستلو ته نه پرېښوده. شوروي ځواکونو د خپل څه دپاسه ۹ کلن اشغال پر مهال له هېڅ راز وحشت څخه دريغ ونه کړ، د مېرمنو او کوچنيانو په ګډون يې سلګونه زره بې ګناه افغانان شهيدان، زرګونه نور يې تري تم او ميليونونه يې هجرت کولو ته اړ کړل، د هيواد زيربنا، ښارونه او کلي يې هم ويجاړ کړل. خو افغان ملت يې په وړاندې تسليم نشو، بلکې د هيواد د آزادۍ او خپلواکۍ د بېرته اعادې لپاره يې د تن په وينو سخته مبارزه وکړه، نږدې يونيم ميليون هيوادوال موشهيدان شول، د همدغو بې سارو قربانيو برکت او د متعال خدای نصرت و، چې د ۱۳۶۷ل کال د دلوې مياشتې په ۲۶مه نېټه د سرو لښکرو وروستی عسکر هم د افغانستان له سپيڅلې خاورې ووت. نن افغان ملت له شوروي اتحاد څخه د خپلواکۍ اخيستلو۳۴مه کليزه په داسې حال کې لمانځي، چې امريکا او ناټو ته د ماتې ورکولو ستر وياړ هم لري، په ټول هيواد کې سرتاسري امنيت تامين دی، د ظلم او وحشت مخه نيول شوې، پر ټول هيواد يو مرکزي اسلامي نظام حاکم دی، د بيا رغونې او پرمختګ کارونه په چټکۍ سره روان دي.د آزادۍ او خپلواکۍ له سروکي سره د قربانۍ او کړاو توري هرو مرو ذهن ته راځي، اوس چې افغانستان خپلواک او امن هيواد دی، دا د ميليونونو مخلصو افغانانو د قربانيو پايله او نتيجه ده او آزادي موږ ته په ډېر لوړ قيمت تمامه شوې ده؛ اوس زموږ ټول افغان ملت او حکومت مسئوليت او دنده ده، چې دغه خدای راکړې آزادي وساتو، د حکومت مسئوليت دادی، چې د ظلم او فساد مخنيوی وکړي، د چارو واګي د اهليت له مخې خلکو ته وسپاري، د ملت ټول مشروع حقونه ورکړي، په ځانګړې توګه د هوسا ژوند او د علم او پوهې د ترلاسه کولو حق، له دين، هيواد او خپلواکۍ سره د مينې او تلپاتې اړيکې لپاره بايد په ښوونيزو نصابونو کې دغو مضامينو ته ډېر ځای ورکړل شي. او د ملت مسئوليت دا دی، چې د موجود اسلامي نظام کلک ملاتړ وکړي، د قانون په تطبيق، د جرمونو په مخنيوي، د امنيت په تامين او د ټولګټو پروژو په ساتلو کې له امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ودريږي.لوېديځه نړۍ او ځينې نور هيوادونه به خامخا د خپلو سياسي او اقتصادي ګټو او دغه راز له افغان ملت څخه د خپلې ماتې د کسات اخيستو په پار يو ځل بيا د افغانستان د نا امنه کولو هڅې کوي؛ خو موږ ټول افغانان بايد د قوم، سمت، ژبې او ګوند له توپيرونو پرته د هيواد د آزادۍ ساتلو او دغه راز د هيواد د ځان بسياينې لپاره په ګډه هڅې او کوښښونه وکړو.لنډه دا چې موږ بايد يوازې له انګريزانو،پخواني شوروي اتحاد او ناټو څخه د خپلواکۍ اخيستو د ورځو په لمانځلو بسنه ونه کړو، بلکې د هيواد د آزادۍ او خپلواکۍ د ساتلو او پاللو لپاره عملي ګامونه پورته کړو. په سياسي ، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د نورو اغېزو او اثر ته اجازه ورنه کړو. د خپل هيواد د ځان بسياينې او پرمختګ لپاره په هماغې کچه هڅې وکړو، لکه د خپلواکۍ د اخيستو لپاره مو چې کولې.