په فراه رود ولسوالۍ کې د يوې دیني مدرسې بنسټ کېښودل شو

د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ اړوند دواک او خارک سیمه کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د بنسټ اېښودنې په مراسمو کې یاده مدرسه د (حضرت عمرفاروق رضی الله عنه)  په نوم ونومول شوه. یاد مراسم د معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په […]

د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ اړوند دواک او خارک سیمه کې د یوې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودل شوه او د بنسټ اېښودنې په مراسمو کې یاده مدرسه د (حضرت عمرفاروق رضی الله عنه)  په نوم ونومول شوه.

یاد مراسم د معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د دعا په ترسره کولو سره پای ته ورسېدل.

د یادونې وړ ده چې ددې مدرسې د تعمیرکار د سيمې علماءکرامو او ولسي مخورو عملا پیل کړ.

۴-۲۳-۲۰۲۰