د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور بیا هم یو لوریز او له حقیقت څخه لري دی

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ یوناما لخوا د ملکي تلفاتو په اړه یوځل بیا شپږ میاشتنی راپور خپورشو. په دغه راپور کې د ملکي خلکو د تلفاتو تر ۴۰٪ سلنې پورې مسئولیت د اسلامي امارت مجاهدینو ته منسوب شوی او د کابل ادارې او امریکایانوته تقریبا برأت ورکړل شوی دی. اسلامي […]

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ یوناما لخوا د ملکي تلفاتو په اړه یوځل بیا شپږ میاشتنی راپور خپورشو.
په دغه راپور کې د ملکي خلکو د تلفاتو تر ۴۰٪ سلنې پورې مسئولیت د اسلامي امارت مجاهدینو ته منسوب شوی او د کابل ادارې او امریکایانوته تقریبا برأت ورکړل شوی دی.
اسلامي امارت دغه راپور ردوي، په تیرو شپږو میاشتو کې د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا په هيڅ ځای کې ملکي خلک په قصدي ډول نه تلف شوي او نه هم داسې بریدونه شوي چې د عامو خلکو د تلفاتو احتمال په کې وي.
برعکس د کابل ادارې لخوا داستوګنې پر سیمو په لویه کچه په بې هدفه بمبارونو، توغندویزو بریدونو او چاپو کې په مطلق ډول عام خلک په نښه شوي، سلګونه کورونه، بازارونه او عام تأسیسات نړول شوي، د سپين ږیرو، ماشومانو او ښځو په ګډون زرګونه تنه ولسي خلک يې شهیدان او ټپيان کړي دي.
البته په ځینو جنګي سیمو کې د پخواني پاتې شوو ماینونو له امله هم ممکن ځینې محدود ملکي تلفات وارد شوي وي چې هغه کوم قصدي عمل نه دی، بلکې یو تصادفي او غیر اختیاري پیښه ده.
له دې ماسېوا څوک نشي ثابتولی چې د اسلامي امارت مجاهدینو دې عام خلک تر هدف لاندې نیولي وي، کوم کور دې يې تخریب کړی وي او یا دې کوم بل ملکي زیان اړولی وي.
همدا ډول د دښمن د استخباراتي پروپاګند له امله په بعضو سیمو کې د ملکي خلکو د تلفاتو کاذب راپورونه هم خپاره شول، لکه د کندهار په سپين بولدک او د غزني په مالستان کې، چې هيڅ واقعیت يې نه درلود او هسې د عامه ذهنیت د تخریب لپاره یوه افواه او دسیسه وه.
موږ په یوناما غږ کوو چې باید د ملکي تلفاتو قضیه له پروپاګند څخه راوباسي او واقعا د یوې بشرې قضيې په سترګه ورته وګوري، خپل معلومات د دښمن د استخباراتي او پرپاګند آمیزه منابعو څخه تکمیل نه کړي، بلکې لږ زحمت وباسي، د پيښو د څیړلو لپاره له نیږدې او بې طرفه منابعو څخه استفاده وکړي، ترڅو په ريښتوني بڼه د ملکي خلکو د تلفاتو مخه ونیول شي او د ملکي خلکو د تلفاتو اصلي عاملان او جنایتکاران تبریه نشي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۶/۱۲/۱۴۴۲هـ ق
۴/۵/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/7/26م