سوله په وحشت او درندګي نشي راتلی ..!!

د ورځي خبره: د امریکا په مشرۍ بهرنیو یرغلګرو ځواکونو په داسي حال کې شپنیو عملیاتو او ړندو بمباریو ته زور ورکړی چې په عین وخت کې یې د سولې په پار هم منډي ترړي تیزي کړي. د روان 2018م کال جولای کې امریکایی رسنیو وویل چې ټرمپ خپلو مامورانو ته له طالبانو سره د […]

د ورځي خبره:
د امریکا په مشرۍ بهرنیو یرغلګرو ځواکونو په داسي حال کې شپنیو عملیاتو او ړندو بمباریو ته زور ورکړی چې په عین وخت کې یې د سولې په پار هم منډي ترړي تیزي کړي.
د روان 2018م کال جولای کې امریکایی رسنیو وویل چې ټرمپ خپلو مامورانو ته له طالبانو سره د مستقیمو مذاکراتو پیلولو امر کړی.
په دې حساب دا نژدې پنځمه میاشت کیږي چې امریکا له طالبانو سره د مخامخ مذاکراتو منډي ترړي پیل کړي، خو په عین حال کې یې په همدې موده کې په افغانستان کې په ډېر وحشیانه ډول خپلو درنو بمبارونو او شپنیو عملیاتو ته زور ورکړی دی.
له تېر جولای میاشتې د نومبر تر آخیره پوري چې پنځه میاشتې کیږي؛ د بهرنیو یرغلګرو او کورنیو ګوډاګیانو د شپنیو چاپو او بمبارونو په ترڅ کې دقیقاً 1662 شپاړس سوه دوه شپیته تنه عام ولسي وګړي چې زیاتره یې میرمني او ماشومان دي، د هیواد په مختلفو سیمو کې په شهادت رسیدلي، د دې دوه چنده یې تقریباً زخمیان، همدومره یې بندیان او د سلګونو زرو ډالرو په اندازه یې مالي تاوانونه ورته اړولي دي.
متاسفانه چې په ډېره سپین سترګۍ سره دا عام وژني هم ترسره کوي او بیا په وازه خوله د دروغو ادعاوي هم کوي چې ګویا دا یې طالبان په نښه کړي، په داسي حال کې چې ټوله دنیا یې د سوشل میډیا له لاري بوږنوونکي تصویرونه او ویډیوګاني ویني چې ښځي، ماشومان او عام ولسي وګړي پکي ښکاري.
دوې اونۍ وړاندي چې یې په ګرمسیر کې د شپې له مخي بمبار وکړ، څه دپاسه 23 تنه یې په شهادت ورسول، هغه هم (ګډ دښمن) ادعا وکړه چې ټول یې مجاهدین په نښه کړي.
خو وروسته یوناما خپله هغه صحنه ولیدله، او بیا یې تصدیق وکړ چې په دې کې یو هم طالب نه وو، ټول عام وګړي وو چې 18 یې یوازي ښځي او ماشومان وو. سره له دې چې یوناما د یرغلګرو د جنایاتو د پټولو ډېري هڅي هم کوي.
همدا تېر مازدیګر امریکايي ځواکونو د خپلو ګوډاګیانو په ملتیا د هلمند ولایت د نوزاد ولسوالۍ د «اورموز» په نامه سیمه کې د واده پر یوه کور بمبار کړی چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولي،
همدا رنګه یې په لوګر کې 8 کلیوال شهیدان او 7 کورونه یې له خاورو سره خاورې کړل.
دا راز په خوست، کندوز، وردګ، پکتیا، ننګرهار او نورو ډېرو ولایاتو کې یې له یوې مخي ولسي قتل عام، د مساجدو او مدارسو ړنګولو، او د خلکو املاکو تباه کولو ته ملاتړلې، په داسي حال کې چې د سولي او مذاکراتو نغارې هم غږوي.
موږ نه پوهیږو چې دښمن ولي د لیوني داړه مار حیوان غوندې هري خوا ته خولي اچوي، آیا دا ډول دوه رنګي، دروغ، وحشیانه کړني او درندګي هغه کوم هدف ته رسولای شي؟!
د عام ولس په وژنو سره یوازي خپله وحشي څیره نوره هم رسوا کوي، خو هغه مذموم اهداف چې دوی يې ترلاسه کول غواړي، هیڅکله نشي ترلاسه کولای.
حقیقت دا دی چې له دا ډول وحشت او درندګي سره د سولي نغارې غږول هیڅ اړخ نه لګوي، په دې کار سره دوی نشي کولای چې مجاهدین تنزل او یا معاملې ته اړکړي. البته دا لیري نه ده چې اسلامي امارت د ګډ دښمن د دا ډول وحشیانه اعمالو په ځواب کې له هغوی سره د مذاکراتو د قطع کولو په اړه له سره غور کولو ته اړشي.
ځکه له یوې خوا د سولي نغارې غږول له بلي خوا پر عام ولس بمونه اورول، ښځي او ماشومان په شهادت رسول؛ څرګند منافقت، دوه مخي، وحشت او درندګي ده چې اوس فعلاً یې امریکایی یرغلګر او د هغوی مزدور غلامان ترسره کوي.

پای ……………!