د هيواد رغونه او پرمختګ د چا مسئوليت دی؟

د ورځې خبره څه باندې څلور لسيزې افغان ملت په بېلابېلو نومونو د جګړو او نا امنيو څخه سخت کړاوونه وګالل، دلته د ژوند هره برخه اغېزمنه شوې ده، موږ سره له دې چې پراخي طبعي زيرمې، مناسب جغرافيايي موقعيت او د زراعت لپاره پوره ځمکه، مناسبه هوا او خوږې اوبه لرو؛ خو بيا هم […]

د ورځې خبره
څه باندې څلور لسيزې افغان ملت په بېلابېلو نومونو د جګړو او نا امنيو څخه سخت کړاوونه وګالل، دلته د ژوند هره برخه اغېزمنه شوې ده، موږ سره له دې چې پراخي طبعي زيرمې، مناسب جغرافيايي موقعيت او د زراعت لپاره پوره ځمکه، مناسبه هوا او خوږې اوبه لرو؛ خو بيا هم د نړۍ د پرمختګ له کاروانه ډېر وروسته پاتې يو.
موږ د اړتيا وړ تقريباً ټول شيان له نورو هيوادونو واردوو، ان د لومړنيو اړتياوو پوره کولو برخه کې هم په ځان بسيا ملت نه يو، روغتيايي برخه مو هم ډېرې نيمګړتياوې لري او هره ورځ مو د هيواد پر پولو ګڼ ناروغان، په دې هيله چې ګاونډيو هيوادونو ته د درملنې لپاره سفر وکړي، ساعتونه-ساعتونه په اوږدو کتارونو کې انتظار باسي.
موږ ټول دا حالت وينو، خو بيا هم هيواد سره د مينې او محبت غټې غټې خبرې کوو، تر ټولو د ياړلي ملت شعار په ډېر وياړ او افتخار سره بدرګه کوو، هر څوک د هيواد رغونې او پرمختګ لپاره په تودو بحثونو، ټولنيزو رسنيو او مرکو کې طرحې او وړانديزونه لري او ټول همدا خبره کوو، چې هيواد بايد ورغول شي او پرمختګ وکړي.
خو پوښتنه داده چې دا هيواد ولې تر اوسه نه دی جوړ شوی؟ او رغونه او پرمختګ يې د چا مسؤليت دی؟ دا ډېرې اساسي پوښتنې دي، موږ هر يو بايد له ځان څخه دغه پوښتنې وکړو.
ددې پوښتنو ځواب ډېر ساده دی، د لومړۍ پوښتنې ځواب دا دی، چې هيواد مو ځکه تر اوسه نه دی جوړ شوی، چې موږ يې د جوړولو لپاره نورو ته په تمه يو، موږ فکر کوو، چې نور خلک به راځي، موږ ته به هر څه جوړوي او موږ به له کار او زيا پرته په تياره د پرمختګ تر لوړو پوړونو رسيږو، دا هسې خيال پلو دی! او که موږ همدا تمه لرو، هيڅکله به ودان او پرمختللی هيواد ونه وينو.
او د دوهمې پوښتنې ځواب دا دی، چې د هيواد رغونه او پرمختګ زموږ ټولو مسؤليت او دنده ده؛ هو، د منصبونو او صلاحيتونو په بدلون سره دمسؤليت په کچه او نوعيت کې هرومرو توپير شته؛ خو مسؤليت يې د ټولو مشترک دی او هغه مهال به مو دغه ستر مسؤليت سرته رسولی وي، چې ټول په خپلو-خپلو برخو کې د مسؤليت احساس وکړو او د هيواد د رغونې او پرمختګ لپاره مټې بډوهو.
د امکاناتو او پوره صلاحيتونو لرلو له امله طبعي ده، چې د حکومتي چارواکو مسؤليت تر نورو ډېر او دروند دی، د خلکو د ځان، مال عزت او ارزښتونو ساتنه، هر چا ته د زده کړو، کار او هوسا ژوند مناسب چاپيريال جوړول د حکومتي چارواکو دنده او مسولیت دی.
خو ددې معنا دا نه ده، چې ملت هيڅ مسووليت نه لري، بلکې هغوی دنده او مسولیت لري چې قانون ته درناوي وکړي، د ټولګټو پروژو ساتنه او څارنه د ټولو شريکه وظيفه ده او دغه راز د امنيت او ثبات په برخه کې د ملت هر وګړی بايد حکومتي ارګانونو سره همکاري خپله دنده وګڼو.
که موږ ټول په ګډه کار وکړو او د هيواد رغونه او پرمختګ خپل مشترک مسؤلیت وبولو، په راتلونکي نږدې وخت کې به ان شاء الله تعالی د يو پرمختللي، پر ځان بسيا او مترقي افغانستان شاهدان يو؛ خو که -خدای مه کړه- همداسې بې احساسه او غافل پاتې شو، بيا د پرمختللي، باثباته او نړۍ سره سيال افغانستان هيله او خبرېِ يوازې ځان غولونه، ددروغو شعار او په خپلو سترګو کې د خاورو شيندل دي.