بګرام؛ پرون د مرګ او نن د ژوند سرليک!

د ورځې خبره نږدې ۳۰ ميله مربع مساحت لرونکې بګرام هوايي اډه په ۱۹۵۰م کال کې د شوروي اتحاد له لوري جوړه شوه او بيا په ۱۹۸۰م کې پر افغانستان د يرغل پرمهال يې له همدې ځايه جګړه هم مخته وړله. د امريکا په مشرۍ دلوېديځې نړۍ د يرغل پر مهال هم بګرام هوايي اډه […]

د ورځې خبره

نږدې ۳۰ ميله مربع مساحت لرونکې بګرام هوايي اډه په ۱۹۵۰م کال کې د شوروي اتحاد له لوري جوړه شوه او بيا په ۱۹۸۰م کې پر افغانستان د يرغل پرمهال يې له همدې ځايه جګړه هم مخته وړله. د امريکا په مشرۍ دلوېديځې نړۍ د يرغل پر مهال هم بګرام هوايي اډه د اشغالګرو له ټولو ستره اډه وه.
د دغه ځای د مرکزي موقعيت له امله بهرنيو ځواکونو خپلې ډېرې هوايي حملې او شپنۍ چاپې له همدې هوايي اډې تنظيمولې. له ګوانتانامو وروسته د امريکايي ځواکونو لوی زندان د بګرام پههوايي اډه کې و، دغه زندان په وحشت، ربړونو او شکنجو کې دومره مشهور و، چې د ځينو بنديانو په مستندو کيسو او داستانونو کې د ګوانتانامو حالت ترې ښه ياد شوی دی.
د اشغال پر مهال د بګرام هوايي ډګر هره ورځ د وژنو، شکنجو او وحشتونو سرليک و، د افغان ملت زرګونه ځوانان، سپين ږيري، ماشومان ا و مېرمنې له همدغه ځايه د پورته شويو الوتکو په بمبار کې شهيدان شوي او څو چنده نور يې معيوب شوي، په هغه وخت کې د بګرام له يادولو سره د هر افغان سترګو ته مرګ، وحشت او شکنجه درېده.
د افغان ملت د بې سارې قربانۍ او اوږدې مبارزې په برکت ، په ۲۰۲۱م کال کې د امريکا له ماتې وروسته بګرام هوايي اډه هم د اسلامي امارت د ځواکونو لاس ته ورغله، که څه هم امريکايي ځواکونو د تېښتې پر مهال ددغې اډې زيات امکانات تخريب کړي وو، خو اوس هم پکې ډېر پرمختللي امکانات موجود دي.
اسلامي امارت د اقتصادي ودې او پرمختګ په هيله غواړي، چې دغه ستره اډه پر اقتصادي حوزه بدله کړي او په دې هکله يې لومړنۍ څيړنې هم بشپړې کړي دي. داقتصاد وزارت په خبره، د بګرام هوايي ډګر د پراخ مساحت او پرمختلليو امکاناتو له امله د اقتصادي حوزې لپاره ډېر مناسب ځای دی او په دې هکله د دوی له لوري لومړنۍ څيړنې هم تر سره شوي دي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم د افغانستان داسلامي امارت له دغې طرحې هرکلی کوي او دغه چاره د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره مؤثره ګڼي او هيله لري، چې په اقتصادي حوزې د بګرام هوايي اډې بدلېدل به د کورنيو توليداتو پر ودې هم مثبته اغېزه وکړي.
د اقتصادي خوځښت او ودې لپاره دغه چاره له څو وجو ډېره مهمه او مؤثره ده: يو دا چې بګرام د افغانستان ډېرو توليدي کارخانو او صنعتي پارکونو ته له ټولو نږدې هوايي ډګر دی. بله دا چې د افغانستان د تازه مېوې او سبزيو د توليد يوه لويه برخه په پروان، کاپيسا او ګاونډيو ولايتونو کې ده او بګرام د خپل مناسب او مرکزي موقعيت له امله د غو ولايتونو ته له ټولو نږدې هوايي اډه ده.
د يوه هيواد د ثبات، پرمختګ او هوساينې لپاره اقتصادي وده او استقلال خورا مهم دي، هغه ملتونه ډېر ژر د پرمختګ او ترقي لوړو پوړونو ته رسيږي، چې پر خپلو پښو ولاړ اقتصاد ولري او هغوی بيا تل د نورو تر اغېزې او اثر لاندې وي، چې اقتصادي وده او استقلال نه لري.
اسلامي امارت دغه مهم راز درک کړی دی او واک ته له رسېدو وروسته د نورو برخو تر څنګ د اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره هم چټکې هڅې کوي، چې ښه نتيجه يې هم ورکړې، څو ورځې وړاندې نړيوال بانک هم په خپل وروستي راپور کې ۲۰۲۲م کال د افغانستان لپاره د اقتصادي ودې له پلوه ښه ګڼلی و او د افغانۍ د ارزښت ساتلو، د نرخونو کنټرولولو، دانفلاسيون کمېدو او د عوايدو راټولولو برخو کې يې د افغانستان د نوي حکومت هڅې او لاس ته راوړنې ستايلې وې.