په عام المنفعه ودانیو د بمبارونو لړۍ

د کابل فاسد رژیم چې په دې وروستیو کې د جګړې په ډګر کې مسلسلې ماتې خوړلې، ډيرې سیمې، د ولسوالیو مراکز، پوځي قرارګاوې او ښارګوټي یې له لاسه وتلي. له دې علاوه په اکثرو ولایتي مراکزو کې د محاصرې په شکل وخت تیروي. نو د خپلو ناکامیو په غچ کې یې په هغو سیمو […]

د کابل فاسد رژیم چې په دې وروستیو کې د جګړې په ډګر کې مسلسلې ماتې خوړلې، ډيرې سیمې، د ولسوالیو مراکز، پوځي قرارګاوې او ښارګوټي یې له لاسه وتلي. له دې علاوه په اکثرو ولایتي مراکزو کې د محاصرې په شکل وخت تیروي. نو د خپلو ناکامیو په غچ کې یې په هغو سیمو کې په دولتي ودانیو، عام المنفعه تاسیساتو او ملي شتمنیو بمبارونه پيل کړي چې د اسلامي امارت تر واک لاندې دي.
په تیرو څو ورځو کې د کابل رژیم الوتکو د لغمان په علیشنګ، د بدخشان په ارګو او یاوان او د هلمند په ګرشک ولسوالیو کې په حکومتي ودانیو بمبارونه کړي او دغه عامه تأسیسات یې په قصد ډول نړولي دي. دغه راز د کونړ په غازي آباد کې د تعلیم او تربیې مدیریت او د هلمند په مرکز لښکرګاه کې یو روغتون هم د بمبارونو په واسطه تخریب او له منځه وړل شوي دي.
په عامه رسنیو کې هره ورځ د هیواد له بیلابیلو سیمو دغسې راپورونه نشریږي چې د ولسوالیو مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ، د زراعت، معارف او نورو عام المنفعه چارو ادارې په قصدي ډول بمباریږي، تر څو له ګټې اخیستنې ووځي.
افغانستان چې له لویه سره څلویښت کلنو جګړو ځپلی او زیاتره زیربناوې یې له منځه تللي، اوس یې دا دی د پاته کم شمیر ټولګټو تأسیساتو تخریب هم پيل شوی دی. دغه عمل که له یوې خوا له دې ملت او هیواد سره تاریخي او نه بښل کیدونکې جفا او خیانت دی، له بله اړخه جنګي جرم هم ګڼل کیږي چې د کابل ادارې چارواکي یې باید په اړه وپوښتل شي.
موږ ټول هیوادوال دې ته رابولو چې د خپلو ملي تأسیساتو او زیربناوو د دفاع لپاره غږ پورته کړي. د کابل اداره چې د پردیو الوتکو په مټ زموږ د هیواد شتمنۍ له منځه وړي، باید نور د داسې اعمالو فرصت ورنکړل شي. د دغسې اعمالو د مخنیوي او د ملي شتمنیو د نجات یوه لاره دا ده چې هیوادوالو د کابل د ګوډاګۍ ادارې د ټغر په ټولولو کې له مجاهدینو سره په ټول توان همکار شي، تر څو دغه په ښارونو کې پاته د دین او وطن دښمنان له خپلو کرغیړنو اعمالو منع او د هیواد یې له آزار و اذیت نه وژغورل شي.
د افغانستان اسلامي امارت په نړیوالو سازمانونو، خصوصا هغوی چې د جنګي جرمونو په اړه د څار او فعالیت دعوه لري، غږ کوي چې د کابل ادارې چارواکي له دغو تخریب اعمالو راوګرځوي. اسلامي امارت خپله ټوله هڅه کړې چې ښارګوټي په داسې ډول تصرف کړي چې هلته هیچا ته زیان ونه رسیږي او نه هم عام المنفعه تاسیسات زیانمن شي. له همدې امله خو په تیرو څو میاشتو کې د ۲۰۰ په شاوخوا کې ولسوالۍ او ښارګوټي په بشپړ سالم ډول د مجاهدینو تر واک لاندې راغلې او هلته موجودو حکومتي تأسیساتو ته هیڅ صدمه ونه رسیدله.
د افغانستان د زیربناوو تخریبوونکي باید په دې هم پوه شي چې دا وړ اعمال له ملت او هیواد سره دښمني دي. زموږ ولس به هیڅکله دغه تخریبي او ظالمانه اعمال هیر نه کړي. په دغسې اعمالو سره د کابل اداره یوازې د ولس قهر راپاروي او خپله غیر افغاني څیره هیوادوالو ته روښانوي.