وروستي تحولات او د ځینو رسنیو شرارت

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په سیاسي او نظامي وضعیت کې مهم تحولات راغلل. د افغانستان څه کم دوه سوه ولسوالۍ د مجاهدینو تر تصرف لاندې راغلې. په لویو لارو، ستراتيژیکو نقطو او مهمو بندرونو د اسلامي امارت سلطه ټینګه شوه او له یادو سیمو د جګړې د عواملو په تصفیې سره د افغانستان […]

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په سیاسي او نظامي وضعیت کې مهم تحولات راغلل. د افغانستان څه کم دوه سوه ولسوالۍ د مجاهدینو تر تصرف لاندې راغلې. په لویو لارو، ستراتيژیکو نقطو او مهمو بندرونو د اسلامي امارت سلطه ټینګه شوه او له یادو سیمو د جګړې د عواملو په تصفیې سره د افغانستان په یوه لویه برخه کې ولس له سولې، امنیت او ډاډ ژوند څخه برخمن شو.
د وروستیو تحولاتو له امله که له یوې خوا د کابل رژیم له سخت وضعیت سره مخامخ شوی او له مجبورۍ یې غیرمنطقي اقداماتو، دروغو او نامعقولو تبلیغاتو ته کار ویلی. له بله اړخه ځینې رسنۍ چې ځانونه خپلواک هم بولي، د دې په ځای چې د حقائقو په انعکاس سره خلکو ته سم معلومات ورکړي په لوی لاس هڅه کوي چې د غلطو معلوماتو په ارائه سره وضعیت مخدوش او مبهم معرفي کړي او د ولس اذهانو ته تشویشونه ورواچوي.
دې رسنیو او خبریالانو خو یو ځل په دې سره خپله خپلواکي او ناپېیلتوب تر پوښتنې لاندې راووست چې د اسلامي امارت د پرمختګونو په اړه یې خلکو ته معلومات نه ورکول. که به کومه سیمه تصفیه شوې هم وه، دوی به د کابل د ادارې هغه کاذبې ادعاوې خپرولې چې د سیمو د بیا نیولو په اړه به یې کولې. کله چې یې دغو دروغو هم کوم کار ونه کړ، نو بیا یې د اسلامي امارت تر واک لاندې سیمو په اړه د غلطو افواهاتو او کاذبو دعوو خپرول پیل کړل.
د بیلګې په توګه د کندهار ولایت د بولدک ولسوالي مجاهدینو په بشپړه سوله ییزه توګه تر خپل واک لاندې راوسته او هیڅ د پام وړ جګړه په کې نه ده شوې. د ولسوالۍ له فتحې وروسته هم د دې ضرورت نه دی پیښ شوی چې مجاهدین له زور او وسلې څخه کار واخلي. په مستندو ویډیویي راپورونو کې خلکو ولیدل چې د فتحې په دوهمه ورځ بازار خلاص او له خلکو ډک دی، حتی له پاکستان سره د تګ راتګ دروازه هم خلاصه شوه او د ګمرک په فعالیدو سره تجارتي راکړه ورکړه هم په عادي بڼه پیل شوه.
په داسې حال کې چې په بولدک کې ژوند په عادي بڼه جریان لري. ځینو رسنیو او خبریالانو اوازې خپرې کړي چې په بولدک کې په سلګونه خلک له کورونو ایستل شوي او وژل شوي دي. دغه راز د ځینو خلکو شخصي مالونه لوټ شوي دي. هیڅوک نه پوهیږي چې مغرضې رسنۍ دغه وړ ادعاوې د کومو منابعو او معلوماتو پر اساس کوي؟ ځکه دوی تر اوسه د هیڅ داسې پيښې لپاره سند نه دی وړاندې کړی.
د دې لپاره چې د رسنیو د دې کاذبو راپورونو سپیناوی وشي، اسلامي امارت رسما له کورنیو او نړیوالو رسنیو وغوښتل چې بولدک ولسوالۍ ته دې ورشي او د دې پیښو په اړه دې پلټنه وکړي. د اسلامي امارت له دې غوښتنې وروسته اوس خبره همدې کاذبو رسنیو ته متوجه ده. که د دغو رسنیو چلوونکي ذره قدرې وجدان او انساني شرافت هم ولري، اوس نو باید د خپلو ادعاوو د اثبات لپاره له ورکړل شوي فرصت نه استفاده وکړي، تر دروغ او رښتیا سره معلوم شي.
موږ خپل ولس ته په ډاګه اعلانوو چې دلته د رسنیو او خبریالانو په نوم فعالې ادارې او اشخاص ټول هم خپل مسلک ته ژمن نه دي. بلکې ډيرې رسنۍ اصلا استخباراتي نانځکې دي چې ریموټ کنټرول یې د اسلام او وطن د دښمنانو په لاس کې دی. د خبریالانو یو لوی شمیر په اصل کې جاسوسان، د کفارو ګوډاګیان او هغه بې وجدانه اجیران دي چې د څو روپو لپاره زموږ د دین او وطن د دښمنانو شیطاني طرحې عملي کوي او د هغوی لپاره کار کوي. هیوادوال باید د دوی په ظاهري عنوان خطا نه شي. بلکې نشرات یې دقیق وارزوي، ځکه د واقعي خبریالانو او اجرتي دروغ خپروونکو یا جاسوسانو د پیژندلو تر ټولو ښه وخت همدا اوسني شرائط دي.