د افغانستان په اړه د ملګروملتو د امنیت شورا غونډه

د تېرې جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د افغانستان په اړه غونډه وکړه. له کله چې په هیواد کې د اسلامي امارت د پرمختګونو سلسله پیل شوې او ورسره ډيرې سیمې د ولسي ملاتړ او د مخالف اړخ د عسکرو د تسلیمۍ په نتیجه کې د اسلامي امارت تر کنترول لاندې […]

د تېرې جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د افغانستان په اړه غونډه وکړه. له کله چې په هیواد کې د اسلامي امارت د پرمختګونو سلسله پیل شوې او ورسره ډيرې سیمې د ولسي ملاتړ او د مخالف اړخ د عسکرو د تسلیمۍ په نتیجه کې د اسلامي امارت تر کنترول لاندې راغلي دي. د کابل اداره او ځیني بهرني ملاتړي یې هر اړخیز تلاشونه کوي تر څو د اسلامي امارت په ضد نړيوال ذهنيت خراب کړي او د اسلامي امارت په وړاندې خنډونه ايجاد کړي.
په داخلي کچه له بیلابیلو ناکامو هڅو وروسته چې کله هیڅ نتیجه په لاس ورنغله نو وروستی امید یې د ملل متحد امنیت شوری ته و. شاید دوی به فکر کاوه چې د ملل متحد امنیت شوری به بې له دې چې په افغانستان کې روان وضعيت او د اسلامي امارت څخه پراخ ولسي حمايت په نظر کې ونيسي، د دوی په خوښه او مزاج برابره د پټو سترګو پريکړه به وکړي.
اما اوس وضعیت بدل شوی، اسلامي امارت د افغان ولس د واقعي نماینده ځواک په حیث نړیوالو پیژندلی. دغه راز اسلامي امارت په تیرو څو کلونو کې ثابته کړې چې له نړیوالو او د سیمې له هیوادونو سره ګډ سوله ییز ژوند ته تعهد لري، له نړۍ سره مثبتې اړیکې یو مهم اصل ګڼي او نه غواړي چې د هیڅ هیواد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي. په دې سره د ډيری هغو هیوادونو په چلند او پالیسي کې هم تغیر راغلی چې پخوا یې د اسلامي امارت په اړه یو اړخیز او منفي نظر درلود.
په نړیواله کچه د اسلامي امارت د همدې ګټلې اعتبار او سیاسي حیثیت یوه نښه دا ده چې د ملل متحد د امنیت شوری وروستی غونډه چې د کابل ادارې ترې تمه درلوده چې د اسلامي امارت خلاف به قاطعانه موقف خپل کړي. اما ولیدل شول چې د اسلامي امارت دښمنان په دې هدف کې ناکام شول.
د امنیت شوری غونډه کې د کابل ادارې استازو ډیر کاذب معلومات ورکړل: مثلا دوی تور ولګاوه چې وروستیو جګړو په میلیونو خلکو ته تلفات رسولي، له طالبانو سره د خارجي شبکو اعضاء ملګري دي او دا به سیمې او ټولې نړۍ ته یو جدي تهدید رامنځته کړي. دغه راز د کابل ادارې د بشري حقوقو د کمیسیون مشرې هم په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په مجاهدینو ډیر بې اساسه تورونه ولګول.
اما بالمقابل د امنیت شوری د اکثرو غړو هیوادونو استازو په خپلو خبرو کې له معمول سره سم د سولې په پروسه ټینګار وکړ، پرته له دې چې د کابل ادارې د استازي مبالغې ته اهمیت ورکړي او یا د جګړې کوم اړخ په خلاف تونده ژبه وکاروي، تر ډیره حده د دوی اظهارات له واقعیتونو سره سم و. د امنیت شوری دغه غونډه چې د کابل ادارې ورپورې ډیرې هیلې تړلې وې. بالاخره دوی په کې خپل هدف ته ونه رسیدل او نه یې هغه نتیجه ترې ترلاسه کړه چې دوی یې تمه درلوده.
د افغانستان اسلامي امارت د ملل متحد په شمول له ټولو سازمانونو او هیوادونو څخه غواړي چې د افغانستان په اړه همیشه د حقائقو په اساس موقف خپل کړي. د دې پر ځای چې د یوه اړخ په پلوۍ سره خپل کردار او رول تر سوال لاندې راولي، ښه دا ده چې هم د افغان ولس او هم د سولييزې نړۍ خیر او ګټه په نظر کې ولري تر څو یې خپل مسؤلیت په سمه توګه اداء کړی وي.