د افغانستان مسئله او د اسلامي امارت محوري حیثیت

د افغانستان مسئله په یوه حساس پړاو کې قرار لري. که له یوې خوا د مسئلې خارجي بُعد تر ډیره حد حل شوی دی. د دوحې د توافق پر اساس اکثر خارجي ځواکونه له هیواده وتلي او نور د وتلو په حال کې دي. بل اړخ ته په داخلي کچه له نظامي تحولاتو سره سره […]

د افغانستان مسئله په یوه حساس پړاو کې قرار لري. که له یوې خوا د مسئلې خارجي بُعد تر ډیره حد حل شوی دی. د دوحې د توافق پر اساس اکثر خارجي ځواکونه له هیواده وتلي او نور د وتلو په حال کې دي. بل اړخ ته په داخلي کچه له نظامي تحولاتو سره سره د سولې پروسه هم یو ځل بیا را ژوندی شوې او له اوږده ځنډ وروسته د قطر په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي استازو یو ځل بیا د مخالف اړخ له مذاکره کوونکو سره خبرې او ناستې پیل کړې دي.
د مذاکراتو دغه پړاو داسې مهال پیلیږي چې اسلامي امارت د افغانستان په قضیه کې د تر ټولو مهم او محوري ځواک په حیث بروز کړی. ځکه همدا اوس د افغانستان اکثره سیمې چې تقریبا ۸۵ فیصده اراضي تشکیلوي د اسلامي امارت د مجاهدینو تر بشپړ تسلط لاندې دي. د هیواد اکثر تجارتي بندرونه لکه تورغونډۍ، اسلام کلا، سپین بولدک، ابونصر فراهي، ډنډ پټان، آی خانم، شیر خان بندر او نور د اسلامي امارت په کنټرول کې دي. پر لویو لارو مجاهدین کنټرول لري دغه راز د اکثرو ولایاتو مراکز هم د مجاهدینو په بشپړه محاصره کې راغلي او که وغواړي په ډیره آسانۍ یې نیولی شي.
دا چې د افغانستان ډیر نفوس د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې سیمو کې ژوند کوي او مجاهدین توانیدلي چې ولس ته د سولې او امنیت څخه برخمن د ډاډه ژوند چاپیریال مهیا کړي، سربیره پر دې اسلامي امارت د تشکیلاتو په لحاظ هم د یوه برحال حکومت په موقف کې دی، ګاونډي او د سیمې هیوادونه هم اسلامي امارت ته د افغانستان او افغان ولس د نماینده ځواک په نظر ګوري. د وروستیو پرمختګونو نه وروسته په نړیواله او منطقوي کچه د اسلامي امارت سياسي پرستیز نور هم قوي شوی دی، چې دا حقائق له هیچا پټ نه دي.
دې ته په پام سره حالات دا ایجابوي چې د کابل اداره نور باید خپله هغه دعوه او خبره هیره کړي چې ځان ته د افغانستان د مشروع حکومت په نظر ګوري او اسلامي امارت یوه ډله بولي. او بیا په همدې اساس له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې باید دوی ته تسلیم او خپل تشکیلات د کابل په اداره کې مدغم کړي.
واقعیت دا دی چې همدا اوس د کابل ادارې په نسبت اسلامي امارت په هر لحاظ په غوره موقف کې دی. لکه څنګه چې یې د افغانستان په اکثره برخه واک چلیږي، همداسې یې په ولس کې محبوبیت او اعتبار هم ډير دی. د سیمې او نړۍ هیوادونه هم د یوه واقعي، نه ماتیدونکي او له ازمونونو د بریالي راوتونکي ځواک په نظر ورته ګوري. نو ځکه مخالف هیوادونه مجبور شوي چې خپلې پخوانۍ دښمنۍ شاته وغورځوي او له اسلامي امارت سره د تفاهم او مثبت تعامل لاره ونیسي.
د مذاکراتو روانه پروسه هغه وخت کامیدای شي چې ټول اړخونه حقائقو ته تسلیم شي. له بې ځایه سرزورۍ او په پردیو د نازیدو له خبرو لاس واخلي. اسلامي امارت لکه څنګه چې د افغانستان په قضیه کې محوري نقش او حیثیت لري په همدې کچه خپل مسؤلیت هم دروند او تر ټولو مهم ګڼي. نو ځکه یې که له یوې خوا د جګړې په ډګر کې د دعوت او سوله ییز پیوستون پالیسۍ ته مخه کړې، تر څو د وینې توییدلو مخنیوی وشي، له بلې خوا د مذاکراتو میز ته هم په ټول جدیت او اخلاص وروړاندې کیږي تر څو که خدای وکړي او دغه مسئله په خبرو او تفاهم حل ومومي.