د مذاکراتو پروسه او د رسنیو مسؤلیت

له افغانستانه د بهرنیو اشغالګرو قواوو د وتلو، د روانې معضلې د حل او سولې په مقصد د اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو د مذاکراتي ټیم تر منځ خبرې او تفاهمي مذاکرات جریان لري، چې تازه درې ورځنۍ مرحله یې د عربي متحده اماراتو په ابوظبي ښار کې ترسره شوه. دا چې […]

له افغانستانه د بهرنیو اشغالګرو قواوو د وتلو، د روانې معضلې د حل او سولې په مقصد د اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو د مذاکراتي ټیم تر منځ خبرې او تفاهمي مذاکرات جریان لري، چې تازه درې ورځنۍ مرحله یې د عربي متحده اماراتو په ابوظبي ښار کې ترسره شوه.

دا چې د دې مذاکراتو پایلې به څه راووځي او تر کومه حده به د مسئلې په سوله ییز حل کې اغیزناک واقع شي،دې ته به راتلونکې اونۍ او میاشتې ځواب ووایي. خو فی الحال د ټولو هغو اشخاصو، ډلو، رسنیو، قلموالو او صاحبنظرانو چې د افغانستان د مؤمن اولس په دردناک حالت ځان دردمن بولي او له روانو غمیزو د اولس نجات یوه ستره دیني او انساني وجیبه ګڼي، ددوی دا مسؤلیت دی چې له دې نوې مرحلې سره مثبت او رغنده چلند ولري.

د تأسف وړ خبره دا ده چې د تفاهمي پروسې له پیل وروسته ځینو غرضي رسنیو دې ته کار ویلی چې د اسلامي امارت سیاسي اقدامات غلط تعبیر کړي او له دې مرحلې هم د اسلامي امارت د اعتبار د کمرنګه کولو لپاره استفاده وکړي. دوی ډيره ځله بې اساسه  او بې حقیقته خبرونه نشروي، اوازې جوړوي او تشهیروي، له ډيرې کوچنۍ خبرې لوی لوی منفي تعبیرات راباسي او هڅه کوي چې اوبه خړې او کبان په کې ونیسي.

د دغو مضرو او کذابو رسنیو او مبلغینو په ادرس موږ  وایو چې د اسلامي امارت پر ضد ستاسو هڅې ځکه بې ځایه دي چې اسلامي امارت دوه لسیزې ازمویل شوی او د اوس په نسبت له خورا سختو امتحاناتو په بریا وتلی دی. د اسلامي امارت لوړ اعتبار، خپلواکي او حقانیت د افغان اولس په زړونو کې داسې ځای نیولی چې د دروغجنو رسنیو کاذب نشرات او افواهات ورته زیان نه شي رسولی. البته د سولې  پر خوا د پیل شوې پروسې د تخریب په موخه ستاسو شیطاني تبلیغات او فعالیتونه هغه څه دي چې یوازې ستاسو افغان دښمنه څيره ښکاره کولی او ټول اولس ته په اثبات رسولی شي.

د افغانستان اسلامي امارت په دې باور دی، چې د ګران هیواد افغانستان وضعیت او د افغان اولس دردوونکی حالت په هیڅ دلیل د دې وړ نه دی چې رسنۍ یا ګمارل شوي مبصرین ورباندې خپل  د دروغ پرانۍ تبلیغاتي بازار ګرم وساتي. د رواني پروسې تخریب ګر او د بي اساسه خبرونو او غلطو تعبیرونو خپروونکي په اصل کې د افغان مؤمن اولس هغه قسم خوړلي دښمنان دي چې په دې بده ورځ هم مضرو او تخریبو خبرو ته هوا ورکوي او غواړي غمیزه تداوم پیدا کړي.

د افغانستان عام اولس، لوستونکو او د راډیوګانو اوریدونکو ته زموږ توصیه دا ده چې د کاذبو رسنیو په غلطو تعبیراتو او مضرو نشراتو دې باور نه کوي. اسلامي امارت د خپل سپيڅلي دین اسلامي اساساتو او د ګران هیواد او اولس منافعو ته ټینګ تعهد لري او هیڅکله به کوم داسې اقدام یا معامله ونکړي چې زموږ دیني اساسات او ملي افتخارات خدشه دار کړي.