د افغانستان اسلامي امارت مرکزي دار الافتاء ته مو خپلې پوښتنې راولېږئ

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دار الافتاء لوی ریاست چې تکړه او با استعداده علماء کرام یې برخوال دي، ټول هېوادوال او حکومتي ارګانونه کولای شي چې خپلي شرعي استفتاوې/ پوښتنې په لیکلې بڼه ورته راجع او په خپل نوبت باندي یې د مطهره شریعت په رڼا کې په شرعي دلائلو پوښلی ځواب تر […]

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دار الافتاء لوی ریاست چې تکړه او با استعداده علماء کرام یې برخوال دي، ټول هېوادوال او حکومتي ارګانونه کولای شي چې خپلي شرعي استفتاوې/ پوښتنې په لیکلې بڼه ورته راجع او په خپل نوبت باندي یې د مطهره شریعت په رڼا کې په شرعي دلائلو پوښلی ځواب تر لاسه کړي؛ البته د حکومتي ادارو اړوند پوښتنې باید په مکتوبي شکل او د ارګان د مسئول یا د مرستیال لاسلیک ورباندي موجود وي.

عام هېوادوال چې د هیواد د هر ګوټ سره تړلي وي پکار ده چې هغه پوښتنې او موضوعات مرکزي دار الافتاء ته راجع نکړي کوم چې په شرعي محکمه کې تر جریان لاندي وي.

یادونه: مرکزي دار الافتاء ږغیزه استفتاء او پوښتنه نه ځوابوي. مستفتیان کولای شي چې د وټس اپ یا ایمېل ادرس له لاري خپلي پوښتنې د مرکزي دار الافتاء سره شریکي کړي.

که چېري کوم چا مرکزي دار الافتاء ته د وټس اپ یا اېمیل ادرس له لاري نه بلکې په حضوري ډول یې پوښتنه راجع کول نو تر ریاست دباندي د استفتاوو یو صندوق زوړند دی پکار ده چې استفتاوې یاد صندوق ته ورواچوي.

په استفتاء کې نوم، ادرس، د تیلفون يا وټس آپ شمېره پکار ده چې ولیکل شي.

د اړیکو شمېره: ۰۰۹۳۷۰۶۲۲۴۰۵۳
ایمېل ادرس : [email protected]
ادرس : والي کوټۍ/ منډیګک ته مخامخ د نارنج ماڼۍ نوی ښار، کندهار