نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د زابل ولایت په شاه جوی ولسوالۍکې ددې ولایت د پوهني د رئیس او ور سره مل پلاوي له خوا ښوونیزه او تربیتي ناسته ترسره شوه، چې په دې ناسته کې د یادې ولسوالۍ جیدو علماءکرامو، مخورو سیمئیزو مشرانو او ګڼ شمېر د دیني او عصري تعلیمي ادارو مسئولینو او استاذانو برخه درلوده. د غونډې […]
د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړوند د وطن ګټو سیمې جامع مسجد مدرسه دارالعلوم اسلامیه کې ستره او پرتمینه غونډه تر سره شوه. د یادې ولسوالۍ ټولو دیني مدرسو مهتممانو، د عصری ښوونځیو مدیرانو او ښوونکو په دې ستره غونډه کې ګډون کړی وو، غونډې ته د لغمان ولایت تعلیم تربیې اوعالي تحصیلاتو عمومي مسئول […]
د شمال غرب حلقې تعلیمي مسئول دیوه پلاوي په ملګرتیا، فاریاب او باد غیس ولایتونو ته دسفر په ترځ کې ددې ولایتونو تعلیمي مسئولینو ته په تعلیمي برخه کې ښوونیز او اداري لنډمهاله سيمينارونه ترتیب کړل چې دمجربو کسانو لخوا په تعلیمي او اداري برخو کې دضرورت وړ معلومات ورکړل شول ترڅو خپل اداري کارونه […]
د هرات ولایت په ادرسکن او شنډنډ ولسواليو کې ددې ولایت د پوهني د رئیس او ور سره مل پلاوي له لوري علمي او تشویقي ناستې ترسره شوي، چې په دې ناستو کې د یادو ولسوالیو جیدو علماءکرامو، مخورو سیمئیزو مشرانو او په زیات شمېر کې د دیني او عصري تعلیمي ادارو مسئولینو او استاذانو […]
په میدان وردک ولایت کې دمحلي ټولګیو لپاره په اووه (۷) ولسوالیو «سیداباد، بندچک، نرخ، جغتو، جلګه، جلریز اومرکز» کې د يوزر اوشپږ سوه ( ۱۶۰۰) تنو کاندید استاذانو څخه امتحان واخیستل شو کوم چې لوړې زد کړي یې ترسره کړي وې، نوموړي صنفونه په روان کال کې دافغانستان اسلامي امارت دتعلیم اوتربیې او یونیسف […]
د جوزجان ولایت تعلیمي مسئولینو په قوشتیپه اودرزاب ولسوالیو کې له ټولو دیني مدارسو، دار الحفاظونو او عصري ښوونځیو څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د تعلیم او تربیې دمسئولینو له لوري اړونداصول، مقررات او طرز العملونه دذکر شویو ولسوالیو په ټولو تعلیمي ادارو ووېشل شول او همدا رنګه په هره ولسوالۍ کې له […]
د سرپل ولایت د مرکز اړوند د آدرینګ کلي د (ام حفصه) رضی الله عنها مدرسې ۸ نجونو ته دقرآن کریم له زده کړې څخه د فراغت په مناسبت لویه غونډه رابلل شوې وه. د غونډې دغه مراسم چې د تعليم او تربیې د مسئولینو لخوا ددې ولایت د والي صاحب په مرسته ترتیب شوي […]
دغزني ولایت دپوهنې رئیس او مرستیال د ځینو مدیرانو په ګډون د مقر ولسوالۍ له ټولو دیني مدارسو، دار الحفاظونو او عصري ښوونځیو څخه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې په تعلیمي ادارو هغه طرزالعملونه، اصول او نور اداري توکي وویشل شول کوم چې د تعلیم او تربیې له لوري ورکړل شوي وو. له نظارت […]
د سرپل ولایت د تعلیم او تربیې رئیس ددې ولایت اړوند د الجهاد او سیدآباد ولسوالیو څخه لیدنه تر سره کړه، ورسره یې ددې ولسوالیو د تعليمي ادارد له مسئولینو سره غونډې هم تر سره کړې. په غونډو کې د تعليم په اهمیت، د مدارسو د کیفیت په سمون، اداري اصولو او په نورو اړوندو […]
دهلمند ولایت دنادعلي ولسوالۍ دژړپله په سیمه کې چي دجنګ څخه لېري مفتوحه سیمه ده نن غرمه دګوډاګۍ ادارې جنایتکاو عسکرو دهندي طیارو په مټ پر یوې دیني مدرسې بې رحمه بمبار وکړ د بمبار په پایله کې یې۵ تنه تنکي حافظان شهیدان او ۸ تنه نور تنکي حافظان یې زخمیان کړل انالله واناالیه راجعون. […]
د پکتیا ولایت د ۷ ولسوالیو ډنډ پټان، څمکنیو، جانخیل، لجه منګل، احمدخیل، میرزکې او ځاځي اریوب قومونو، څمکنیو، مقبلو، ځاځیو، منګلو، احمدزیو، طوطاخیلو اود نورو قومونو مشرانو له اسلامي امارت سره د یوې پرتمیني غونډې په ترڅ کې ملاتړ اعلان کړ. دغه غونډه چې په احمدخیل ولسوالۍ کې جوړه شوې وه د پکتیا ولایت […]
د پکتیا ولایت د ۷ ولسوالیو ډنډ پټان، څمکنیو، جاني خېل، لجه منګل، احمد خېل، میرزکې او ځاځي اریوب قومونو، څمکنیو، مقبلو، ځاځیو، منګلو، احمدزیو، طوطاخېلو اود نورو قومونو مشرانو له اسلامي امارت سره د یوې پرتمیني غونډې په ترڅ کې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ. دغه غونډه چې د احمد خېلو ولسوالۍ کې جوړه […]
د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون اړوند د شمالي حلقې تعلیمي مسئولینو ددې ولایت د آقچه، خانقاه، مردیان اوفیض آباد ولسوالیو د نويو مفتوحه سیمو له علماء کرامو او د عصري تعلیمي ادارو له مدیرانو او استاذانو سره غونډې تر سره کړې. د غونډو ګډونوالو ته د اسلامي امارت د تعلیم، تربیې او عالي […]
دتعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون اړوند شمالي حلقې مسؤلینو دخپل سفر په جریان کې داځل دتخار ولایت بهارک ولسوالۍ ته ورغلي او دیادې ولسوالۍ له ټولو عصري تعلیمي ادارو خصوصاً نوې فتحه شوو سیمودعصري تعلیمي ادارو له مسؤلینو سره غونډه ترسره کړه. دغونډې ګډونوالو ته داسلامي امارت دتعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمیسیون پالیسې، […]
د فراه ولایت مرکز، شیبکوه، پشتکوه، اناردره، لاش جوین، خاکسفید، بالابلوک، پشترود او فراه رود ولسوالیو کې له ټولو دیني مدارسو، دار الحفاظونو او عصري ښوونځیو څخه لیدنه وکړه. په یاده لیدنه کې د تعلیم او تربیې له لوري چې کوم اصول، مقررات او طرز العملونه ورکړل شوي وو، د ذکر شویو ولسوالیو په ټولو […]