پکتیا کې د ۷ ولسوالیو قومي مشرانو له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ ( انځوریز)

د پکتیا ولایت د ۷ ولسوالیو ډنډ پټان، څمکنیو، جانخیل، لجه منګل، احمدخیل، میرزکې او ځاځي اریوب قومونو، څمکنیو، مقبلو، ځاځیو، منګلو، احمدزیو، طوطاخیلو اود نورو قومونو مشرانو له اسلامي امارت سره د یوې پرتمیني غونډې په ترڅ کې ملاتړ اعلان کړ. دغه غونډه چې په احمدخیل ولسوالۍ کې جوړه شوې وه  د پکتیا ولایت […]

د پکتیا ولایت د ۷ ولسوالیو ډنډ پټان، څمکنیو، جانخیل، لجه منګل، احمدخیل، میرزکې او ځاځي اریوب قومونو، څمکنیو، مقبلو، ځاځیو، منګلو، احمدزیو، طوطاخیلو اود نورو قومونو مشرانو له اسلامي امارت سره د یوې پرتمیني غونډې په ترڅ کې ملاتړ اعلان کړ.

دغه غونډه چې په احمدخیل ولسوالۍ کې جوړه شوې وه  د پکتیا ولایت لپاره د اسلامي امارت  د دعوت ارشاد او جلب جذب کمیسون مرستیال  شیخ الحدیث محمد خالد، د ګمرکاتومرستیال حاجي ملا ناصر اخند، د نظامي کمیسیون د جنوبي حلقې مسئول مولوي حمدالله، د ملکي تلفاتو کمیسیون د جنوبي حلقې مسئول مولوي اخترشاه هاشمي، د پکتیا والي حاجي ملاحمزه او یو شمیر نورو مسئولینو ګډون کړی و

غونډه کې داسلامي امارت په مشرانو سربیره د یادو قومونو مشرانو هم ویناوې وکړې چې مدیر اکبر ځاځي، حاجي سردار څمکني، سناتور محمد لایق یې له مهمو ویناوالو څخه و.

مدیر اکبر په خپلو خبرو کې وویل چې:  طالبانو ته هر کلی وایي او ترې غواړي چې د سیمې امنیت ته پاملرنه وکړي، دوی دا شل کاله دلته هر ډول ستونزې ګاللي، نور باید دا غمیزې پای ته ورسیږي او یو اسلامي نظام حاکم شي.

همدا راز سناتور محمد لایق او حاجي سردار هم و ویل چې دلته شل کاله د پردیو نظام چلیدلی، طالبان دې له خلکو سره له نرمي کار واخلي مونږ ورسره اوږه په اوږه ولاړ یو.

طالب مشرانو له ولسي خلکو څخه مننه وکړه، د امنیت ډاډ یې ورکړ او ترې ویې غوښتل چې خپل خپلوان د اجیررژیم له لیکو راوباسي، دوی د همدې ولس د ساتنې لپاره دا شل کاله قرباني ورکړې، غواړي یو اسلامي، بسیا او خپلواک افغانستان جوړ کړي.

په پای کې داسلامي امارت دمسؤلینو له لوري قومي مخورو ته داعزاز په توګه پګړۍ ورپه سرکړل شوي.

یاده غونډه د وروستۍ دعائیې په لوستلو سره د ډاډ او امن په فضا کې پای ته ورسېده.

‏2021‏/7‏/8