د هرات په ادرسکن اوشینډنډ ولسوالیو کې د تعلیم اوتربیې شانداره غونډې تر سره شوې (انځوریز)

د هرات ولایت په ادرسکن او شنډنډ ولسواليو کې ددې ولایت د پوهني د رئیس او ور سره مل پلاوي له لوري علمي او تشویقي ناستې ترسره شوي، چې په دې ناستو کې د یادو ولسوالیو جیدو علماءکرامو، مخورو سیمئیزو مشرانو او په زیات شمېر کې د دیني او عصري تعلیمي ادارو مسئولینو او استاذانو […]

د هرات ولایت په ادرسکن او شنډنډ ولسواليو کې ددې ولایت د پوهني د رئیس او ور سره مل پلاوي له لوري علمي او تشویقي ناستې ترسره شوي، چې په دې ناستو کې د یادو ولسوالیو جیدو علماءکرامو، مخورو سیمئیزو مشرانو او په زیات شمېر کې د دیني او عصري تعلیمي ادارو مسئولینو او استاذانو شتون درلود.

په غونډو کې ناستو کسانو ته د کمېسیون لخوا د تصویب شوو طرزالعملونو د پلي کیدو سپارښته وشوه، ترڅو زده کړي معیاري شي، همداراز دنویو تعلیمي ادارو جوړیدو ته وهڅول شول.

د غونډو ټولو ګډونوالو له یادو غونډو خوښي وښوده او د هر ډول همکارۍ ژمنې یې وکړې.

۲۰۲۱/۷/۱۸